کور / شعر / ګیدړ

ګیدړ

خوب نه جک شوم د بام سر ته وختمه
د سپوږمۍ ستورو رڼا ته کیناستمه


چې قلم کاغذ د جبه مې راواخیست
په تکل د شاعرۍ یم څه لیکه


چې مې ذهن ته یو ښکلی فکر راغی
ما ویل اوس به تری غزل ښه جوړومه


پدی ساعت کې د زمریانو شور ماشور شو
زر خاموشه د دوی سیال ته غلی شومه


زمرو په وینو سری د ګیدړ داړی
ډیر حیران ورته د ورایه ودریدمه


کته پورته مې هم ډیر ورته کتلی
په کیسه د داړو هیڅ نه پوهیدمه


ناڅپی راته ګیدړ داسې ګویان شو
پدې لاره د زمرو به تیریدمه


چې مې ولید زمریان په جنګ اخته ؤ
ما ویل راشه اوس هم دوی به  ، زه وخورمه


په خپل مینځ کې چې یو بل ته لاندې وتی
په اسانه به ترې ګټه زه واخلمه


دغه داړې چې مې سری د دوی په وینو
هر ورځ خو یو له دوی نه بیلومه


ګیدړ ویل زما خوراک خو ټول چرګان ؤ
خو ، چرګې  د ققړو ،  نه  یریدمه


نسیم ستوريه انفاق  په دوی کې نشته
ګینې زه خولا هم دوی نه تښتیدمه