افغانستان ته د امريكا نوى قومندان وايي په افغانستان كي برياليتوب نورو قربانيو ته اړتيا لري.
جنرال مك كريسټال چي افغانستان ته د امريكا اوناټو د عمومي قومندان په حيث ټاكل سوئ دئ، پرون يې د امريكا د كانګرس غونډي ته په وينا كي وويل په افغانستان كي برياليتوب سخت، خو ناممكنه نه دئ.
جنرال كريسټال وويل افغان ماموريت ښايي نور امريكايي پوځيان وغواړي او شايد په دې جنګ كي نور افغان ملكي كسان هم جنګ كي ووژل سي.
هغه وويل د افغانانو باور ترلاسه كول، په ملكي چارو كي هغوى ته د نوري ونډي وركول او د القاعدې او طالبانو پر ضد ځانګړي پوځي عمليات چي ډېر زور به يې پر استخباراتي معلوماتو وي، ټول د افغانستان د ثبات دپاره ګټور تمامېداى سي.
جنرال كريسټال وويل: ((زه باور لرم چي دا جنګ ګټونكئ دئ، خو فكر نه كوم چي دا ګټه به آسانه وي)).
جنرال كريسټال تر دې مخه د امريكايي سپېشل فورس قومندان وو، د مى پر ۱۱ – مه افغانستان ته د امريكا او ناټو پوځيانو د عمومي قومندان په حيث وټاكل سو او پخوانى امريكايي جنرال مكرنين په ناڅاپي توګه له دندي ليري كړل سو.
افغان كارپوهان وايي افغانستان ته د جنرال مكرنين په راتګ سره په بمباريو كي د ملكي افغانانو مرګ ژوبله اوج ته وخته، خو د امريكا د سنا مجلس ته د ملكي افغانانو د مرګ ژوبلي په باب د كريسټال اشاره ښيي چي ښايي د ده په راتګ جنګونه او د ملكي كسانو مرګ ژوبله تر دې هم ډېره سي.