ټاكل سوې ده چي افغانستان او پاكستان ته د امريكا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك نن پاكستان ته ورسېږي.
پاكستان ته د هولبروك د سفر موخه د سوات او بونير له جنګونو څخه د بېځايه سويو خلګو سره د مرستي جاج اخيستل په ګوته سوي دي، چي نيژدې دوه نيم ميليونه كسان د يوې مياشتي په جريان كي د پاكستاني پوځ او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله كډو ته اړ سول.
د دې جنګونو له امله بېځايه سوي كسان اوس د پېښور، سوابۍ او مردان په كمپونو كي اوسېږي چي د ژوند له هر راز اسانتياوو څخه بې برخي دي.
امريكا مقامات وايي پاكستان ته د هولبروك سفر به درې ورځي دوام وكړي او په پېښور كي به د جنګ له امله د بېځآيه سويو كډوالو كمپونو ته هم ورسي.