دهرات په ولايت كى د يو ښوونځی ودانی پرانیستل شوه
هرات: نن دروان کال دغبرګولى۱۲ نيټه، دهرات ولايت د زنده جان ولسوالی دوحدت لومړنى ښوونځى ودانی دنوموړی ولايت دپوهني رياست دمسؤلينو لخوا د پتی په پريکولو سره رسما پرانيستل شوه.
پدی غونډه کی ددولتی مسوولینوسربیره قومی مشرانو اودښوونځی زده کونکو هم ګډون کړی و.
نوموړی تعمير په پاخه اواساسی په يو پوړکی د درى جريبه ځمکي په ساحه کی چی دسيمی پوهنپالو خلکو لخوا دپوهنی رياست ته په وړيا ډول ورکړل شوی د دكلى پراختيا وزارت دملى پيوستون دبرنامى په مالی مرسته (۲۳۰۷۹۷۰) افغانيو په مجموعی لګښت د۸ مياشتو په موده كى جوړه شوی،چي ۸ درسی ټولکی،۳ اداری خونی اونور ضروري ملحقات لری.
ديادونی وړده چي په نوموړی ښوونځی کی ۳۸۰ تنه انجونی زده کوونکی په زده کړه بوخت دی، چی دنوموړى ودانۍ په جوړه ولو سره ديادشوى ښوونځى دزده كوونكو ستونزى د درسى صنفونو دنشتوالى له امله ليرى شى.
سنگ تهداب تعمیر جدید مکتب متوسطه دولانه درولایت پروان گذاشته شد
پروان: امروز12 جوزا سال روان، سنگ تهداب تعمیر جدید مکتب متوسطه ولایت پروان توسط عبدالبصیر سالنگی والی ولایت وعبدالظهور حکیم رئیس معارف آنولایت درحالی که تعدادی ازروسای ادارات دولتی ، استادان وشاگردان حضورداشتند گذاشته شد.
تعمیر متذکره بصورت پخته و اساسی در دوطبقه درساحه یک جریب زمین که ازطرف اهالی معارف دوست به ریاست معارف اهداگردیده به مصرف مجموعی( 3110580) دالرامریکایی به کمک مالی تیم بازسازی ولایتی مقیم ولایت پروان توسط شرکت ساختمانی الفت شیرزاد در مدت 9 ماه اعمارمی گردد، که دارای 24 صنف درسی،8 اتاق اداری، یک حلقه چاه اب اشامیدنی،یک اتاق جنراتور با جنرتورآن، 10 مبرز باسایرملحقات ضروری آن می باشد.
گفتنی است که درمکتب متذکره به تعداد 760 تن شاگرد مصروف آموزش هستند که ازجمله 220 تن انرا طبقه اناث تشکیل میدهد.
دبغلان ولایت دښوونځيو دزده كوونكو ترمينځ دواليبال سيالۍ ترسره شوى
بغلان: د بغلان ولايت په مركز كې د ښوونځيو د زده كونكو ترمنح پسرلنۍ سپورتي سيالۍ ترسره شوې .
د والیبال دفاینل په هغه لوبوكې چې نن دروان کال دجوزا دمیاشتی په 12 مه نیتهه، د بغلان ولايت مركز دبی بی حوا اودمعدن نسوان دلیسو دزده کوونکو ترمینځ دحوا دنسوانو ښووځى په ورزشى لوبغاړى كى ترسره شوى پكې د دغه ولايت د پوهنې ریئس محمد مومن همکار سربيره ګڼ شمير دولتي چارواكو، استادانو،زده کوونکو او د واليبال مينه والو ګډون درلود .
د واليبال په غه په زړه پورې سيالي كى چى د بی بی حوا اودمعدن دنسوانو دليسو دتيمونو ترمينځ ترسره شوه چى د لوبى په پايله كى ۳ دصفر په مقابل كى دبی بی حوا ليسى په ګټه پاي ته ورسيده .
د یاد ونی ورده چی دوالیبال دغه سیالی دبغلان ولایت د پوهنې رياست دبدنى روزنۍ دآمريت لخوا په لاره اچول شوى چى دا ډول سياليو موخه د زده كونكو سپورتي وړتيا لوړول او له نيشه يي توكيو څخه د زده كونكو راګرځول دى
دننګرهار په ولايت كى د يو ښوونځی د ودانی دبنسټ ډبره كيښودل شوه
ننگرهار: نن دروان کال دغبرګولى۱۲ نيټه، دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالی ددفاتح آبا د لومړنى ښوونځى د ودانی دبنسټ ډبره دنوموړی ولايت دپوهني رياست درئيس ښاغلى محمداقبال عزيزى لخوا كيښودل شوه.
پدی غونډه کی ددولتی مسوولینوسربیره قومی مشرانو اودښوونځی زده کونکو هم ګډون کړی و.
نوموړی تعمير په پاخه اواساسی په يو پوړکی ۷۴ زره امريكايى دالرو په مجموعى لګښت دپوهنى وزارت دپرمختيايي بودجى څخه د۶ مياشتو په موده كى جوړيزي،چي ۸ درسی ټولکی،۴اداری خونی اونور ضروري ملحقات لری.
ديادونی وړده چي په نوموړی ښوونځی نوى تاسيس شوى ښوونځى ده چى اوس مهال د۳۰۰ تنو په شاه وخواكى انجونی اوهلكان زده کوونکی په زده کړه بوخت دی.
دلوګر ولايت دكوچيانو ليسه بيا پرانيستل شوه
لوگر: نن دروان كال دغبرګولى دمياشتى په ۱۲ مه نيټه، دلوګر ولايت مركز په پل علم كى دكوچيانو لپاره دحاجى خان په نوم دهلكانو ليسه د دوهم ځل لپاره دافغانستان داسلامي جمهوريت دپوهنى وزير ښاغلى غلام فاروق وردګ لخوا دزده كوونكو پرمخ پرانيستل شوه.
په هغه غونده كى چى له همدى امله دنوموړى ليسى په انګړ كى جوړه شوى وه دپوهنى وزير په ګډون ددغه ولايت والى عتيق الله لودين، دولتى چارواكو اوله ۶۰۰ څخه زيات دكوچيانو قومى مشرانو اوځوانانو ګدون درلود.
غونډه دقران عظيم الشان دمباركو آياتو نو په تلاوت پيل وروسته دكوچيانو مشرانو دغه ولايت ته دپوهنى وزيردراتګ هركلى وكړ اود دغه ښوونځى د دوهم ځل پرانيستل يى دكوچى ځوانانو دتعليم اوتربيى لپاره سترګام وباله.
ورپسى د لوګر ولايت دپوهنى رئيس كمال الدين ځدران دنوموړى ليسى دبيا پرانيستلو په هكله خبرى وكړى زياته يى كړه: دغه ښوونځى دتيرو ۳ كلونو را پديخوا د دولتى چارواكو دنه پاملرنى له امله تړل شوى ،چى تردا اوسه پورى پكى بيلا بيلو ادارو فعاليت درلود.
نوموړى وويل چى پدى ښوونځى كى به دمركز په ګډون دټولو ولسواليو كوچى ځوانان دليليى په ډول زده كړى كوى.
همدارنګه دپوهنى وزير ددغه ليسى دپرانيستلو پر مهال دكوچيانو سره ژمنه وكړه چي دمركز برسيره دلوګر ولايت په ټولو ولسواليو كى دكوچيانو لپاره ښوونځى جوړى كړى اودحاجى خان ليسه به تردى كال ترپايه په نوى تكنالوژى شيانو سمبالوى اودكوچيانونه يى وغوښتل چى ددغه ليسى په پرانيستلو سره خپل زامن دزده كړى لپاره راواستوى.
اخذ امتحان رقابت آزاد ازفارغین صنوف دوازدهم
غزنی: امروز۱۲ جوزا سال روان، از70 تن فارغین صنوف دوازدهم امتحان رقابت آزاد را در تالار ریاست معارف ولایت غزنی اخذ گردید.
دراین امتحان که به تعداد 70 تن فارغان صنوف دوازدهم مرکز وولسوالی ها ی آنولایت ا شتراک داشتند که بعد از امتحان به صفت معلیمن رسمی درمکاتب مرکز وولسوالیها مربوطه مقرر خواهند گردید .
قابل یاد آوری است که سال روان تعلیمی ازطرف وزارت معارف بنام بهبود کیفیت معارف ناک گزاری شده که ازطریق راه اندازی امتحانا ت رقا بت آزاد وضعیت تعلیم وتربیه درتمام مکاتب کشور بهبود خواهند یافت.
د بولان تړل شوې ليسه بيا پرانيستل شوه
د زابل په سيوري ولسوالۍ كې د بوركۍ په كلي كې د بولان ليسه چې تيركال تړل شوې وه نن د سه شنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۲مه يو وار بيا د ماشومانو پرمخ پرانيستل شوه.
د زابل ولايت د پوهنې رياست مسؤلين وايي دغه ليسه يې چې ۶۵۰ تنه ماشومان به پكې علم زده كوي، د ديني علماوو او ځايي مخورو په مرسته پرانيستې ده او د ښوونې په برخه كې يې په كتابونو سربيره ټول ضروري توكي وركړي دي.
د دغې ليسې په بيا پرانيسته په روان تعليمي كال كې په دغه ولايت كې د بيا پرانيستل شويو ښوونځيو شمير پنځو ته ورسيد او د دغه ولايت د پوهنې رياست چارواكي هيله څرګنده وي چې دا لړۍ به د دغه ولايت نورو ولسواليو ته هم وغځيږي .
ښوونكوته د لابراتوار كارونې ۱۵ ورځنى سمينار پاى ته ورسيد
په تخار ولايت كې د دغه ولايت د مركز تالقان په ګډون د ورسج او رستاق ولسواليو ۲۵ ښوونكو ته د ساينس، كميا او فيزيك په برخو كې د لابراتوار كارونې هغه ۱۵ ورځنى سمينار پاى ته ورسيد چې د سويډن كميټې لخوا د دغې كميټې د ولايتې دفتر په ودانۍ كې جوړ شوى وو.
په لابراتوارونو د دغه مجهز وركشاپ ګډونوالو ته د ياد شوي بنسټ د څلورو روزونكو لخوا روزنه وركول كيدله او اوس به د دغه وركشاپ ګډوانوال وكولاى شي څو په خپلو اړونده ښوونځيو كې د لابراتوار كارونې په برخه كې د زده كونكو ستونزې حل كړي.