کور / تازه خبرونه / اوباما: د منځني ختيځ مذاكراتو ته اميدوار يم

اوباما: د منځني ختيځ مذاكراتو ته اميدوار يم


د امريكا ولسمشر باراك اوباما وايي د منځني ختيځ د شخړي په باب په سنجيده توګه پيل سوي خبري د شخړي په له منځه وړلو كي مرسته كولاى سي. او د اېران د اټومي پروګرام بندول د نړۍ په ګټه دي.


نوموړي دغه څرګندوني له بي بي سي سره اروپا او منځني ختيځ ته د هغه د سفر تر پيل دمخه وكړې.


اوباما وويل د روان كال په پاى كي به له اېران سره به د هغه هيواد د اټومي پروګرام د بندولو په باب پرله پسې او مخامخ سفارتي اړيكي ونيسي او د دې مذاكراتو برياليتوب ته هيله من دئ.


باراك اوباما وايي امريكا پر نورو هيوادونو د خپل اقتدار د په زور ټينګولو پر ځاى غواړي، په نړۍ كي د آزادۍ او ديموكراسۍ د حكومت يو ښه مثال وګرځي.


د بي بي سي د شمالي امريكا د ايډيټر جسټن ويب سره په مركه كي باراك اوباما وويل هغه پر دې باور لري چي امريكا، اسرائيل او د فلسطين ترمنځ خبري به بريالۍ سي.


د نوموړي په وينا د يوه آزاد فلسطين جوړېدل نه يوازي د فسلطينيانو په ګټه دئ، بلكي له دې بابته به د اسرائيلو عوامو ته هم ګټه ورسېږي.


له باراك اوباما څخه پوښتنه وسوه چي اسرائيلو پر فلسطيني مځكو د تعميراتو د جوړولو په باب د ده غوښتنه رد كړې ده، هغه وويل تر هغو به صبر وكړو، ځكه خبري تازه شروع سوي دي.


باراك اوباما د جون پر دريمه منځني ختيځ او اروپا ته د سفر په ترڅ كي سعودي عربستان ته رسېږي او د جون پر څلرمه مصر ته  ځي، چي هلته به د امريكا او منځني ختيځ هيوادونو د اړيكو په باب يوه مهمه وينا وكړي.
ټاكل سوې ده چي د امريكا ولسمشر به تر مصر وروسته جرمني او فرانسې ته هم ولاړ سي.