کور / تازه خبرونه / برمته سوي زدكوونكي خوشي سول

برمته سوي زدكوونكي خوشي سول


په شمالي وزيرستان كي د يوه ښوونځي په سوونو زدكوونكي چي نامعلومو وسله والو تښتولي وو، د قبايلي مشرانو په وينا ډېره برخه يې خوشي سوي دي.

د كيډيټ كالج زدكوونكي چي اكثره يې د قبايلي خانانو او پاكستاني پوځي مامورينو زامن دي، پرون له رزمك څخه د دوبي د رخصتۍ تر اعلانېدو وروسته بنو ته روان وو چي د سوارلۍ ۳۵ عرادې بسونه يې د مخپټو وسله والو له خوا يرغمل سول.

د دې كسانو د يرغملېدو مسئوليت چا پرغاړه نه وو اخيستئ، خو په بنو كي د احمدزيو، وزيرو او مسودو مشران وايي د يوې قومي جرګې په واسطه يې ډېر شمېر يرغمل سوي كسان خلاص كړي او فقط ۲۱ تنه يې پاته دي، چي هغوى به هم راخوشي كړي.

د يرغمل سوو زدكوونكو پوره شمېر نه دئ په ډاګه سوئ، خو وايي د ۴۰۰ په شاوخوا كي كسان وو.