په شمالي وزيرستان كي د يوه ښوونځي په سوونو زدكوونكي د نامعلومو كسانو له خوا تښتول سوي دي.
د پاكستان د قبايلي چارو سلاكار وزير وايي دغه زدكوونكي د ښوونځيو له بندېدو وروسته بنو ته په ۳۵ موترانو كي سپاره وو چي د نامعلومو كسانو له خوا وتښتول سول.
د دې زدكوونكو د تښتوني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ او چارواكي وايي چي دغه زدكوونكي د اوړي د راتګ په خاطر رخصت سوي وو چي بنو ته په لاره كي تښتول سوي دي..