کور / تازه خبرونه / داريانا پوهنتون محصلينو د خبريالانو سپکاوى وکړ

داريانا پوهنتون محصلينو د خبريالانو سپکاوى وکړ


پېښور : په پېښور کې يوشمېر خبر يالانو په يوې خبرپاڼه کې څرگنده کړې، چې د اريانا پوهنتون يوشمېر محصلينو، د خبريالانو سپکاوى يې وکړ او څرگنده يې کړه يې کړه، چې خبريالان د اريانا دپوهنتون د ادارې په گټه کار کوي او زمونږ ستونزو ته چا پام نه دى کړى .
په دې وخت محصلينو ادارې ته د خبريالانودورتگ مخنيوى وکړ او سپکه لهجه يې وکاروله او د وهلو گواښ يې هم وکړ. د پېښې په اړه د scprd.comخپلواک خبريال  محمد عارف همدرد څرگنده کړه، چې يو تن محصل ، چې نوم يې عبيد او طب پوهنځي محصل دى  زمااو زما دملگرو ډېرسپکاوى وکړ او مونږ ته يې دمرگ او جگړې گواښونه وکړل .
په پېښور کې د خيبر تلوژون خبريالان، د ډيوي راديو خبريال داود جبارخېل ، دپښتون پوسټ مشر فضل قادر انډيوال ، دخبرونو ورځپاڼې مشرتابه سراج عارف ، ساپي د پښتو څيړنو پراختيا مرکز او نورو گڼ شمېر خبريالانو ددغې پېښې سخته غندنه وکړه او زياته يې کړ ه ،چې د اريانا پوهنتون مشر عبدالحق دانشمل دى داسې محصلين  له پوهنتون څخه وباسي .