د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهورى اسلامى افغانستان
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزارت اطلاعات و فرهنگ
Ministry of Information and Culture
د ويندوى دفتر
نېټه ٠٥/ ١٠/١٣٨٦
د ولسي شاعر ملنګ جان د پنځوسم تلين په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير پيغام .
تر هر څه ړومبى په بلجيم کې د افغانانو کلتوري ټولنې ته د زړه له کومې نيکې هيلې وړاندې کوم چې د خپلو فرهنګي او ادبي هڅو په لړ کې يې د هيواد د نامتو ولسي شاعر د پنځوسم تلين نمانځنې ته اوږه ورکړه .
دا د ګران هيواد او خپل درانه ولس لپاره نيک شګون او د ښې راتلونکې زيرى ګڼم چې افغانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپل کلتور ،فرهنګي او علمي مفاخرو د ساتنې او پالنې لپاره را پاڅيدلي او په دې لاره کې واقعاً لوى خدمت کوي .ارواښاد ملنګ جان چې زموږ د ولسي شاعرانو په لړ کې يو داسې شاعر دى چې هر شعر يې د جرس په څير د ويښتابه پيغام لري ، دده شعرونه هم د خپل ولس د هيلو ترجمان دي او هم ولس ته د بيدارۍ نغمې چې دا به زموږ د کلتوري او معنوي پانګې په توګه پاتې وي .د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به ډير ژر ددغه درانه ولسي شاعر په درناوي د تلپاتې کېدو لپاره يو واټ دده په نامه ونوموي .
له لوى خداى ج څخه د ملنګ جان اروا ښاده او د خپل فرهنګ او ادب خدمتګاران په خپلو چارو کې بريالي غواړم .
په درنښت
عبدالکريم خُرم
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير