غله خوپه هره زمانه او هر ځاې کې وي ،خو په دې شپو ورځو کې يې بيا پېڅې رابډ وهلې وې ، سها ر به چې له کور ه را وو تلم په خلکو کې به شور ګډ ؤ چې بېګا دفلاني کور او د بېستاني دوکان غلو وهلى دى ،ولسوال صېب دغلو له فعاليت څخه خبر شو له نا چارۍ يې د جومات د لوډ سپېکر له لا رې په خلکو غږ وکړ چې هر سړى دې په خپل کورکې دشپې بېدار اوسي او څوکېداري دې وکړي او دوکانداران دې ددوکانونو مخې ته څراغونه روښانه او وزړوي ، ګوندې غله په رڼا کې غلا کولو ته زړه ښه نکړي .
ګل محمد اکا ته ددې اعلان په اوريدو سر ه هغه متل وريا د شو چې وايې)خپل کور ساته همسايه غل مه نيسه نوخپل ځوې احمد جان ته يې وويل : بچيه زه نور مجبور ه يم چې په دوکان کې دشپې څوکېداري وکړم اوته هم دکور خيال ساته
بل ماښام ګل محمد اکا له کوره تفانچه هم دځانه سره واخسته او دوکان ته ﻻړ ، شپه نيمه شوه غله رابېدار شول او ور سره دپښو څپار هم پېل شو، د کل محمد اکا دوکان چې دبازار په يوه ګوښه ځاې کې ؤ خبرې اوڅپار ورو ورو ور نږدې کېده حال داچې غله يې ددوکان مخې ته ودرېدل ،يوه غله وويل : لومړې به داڅراغ مړ کړو چې څوک مو ونه پېژني بل وويل : لومړې به قلفونه په نښه کړو او بيا به څراغ مړکړو ، همداسې يې وکړل ، ګل محمد اکا چې ددوې خبرې واورېدې غږ يې وکړ څوک يې اودلته څه کوۍ ؟
او دهمدې خبرې سره سم يې د تفانچې لټ کش کړ غله وپوهېدل چې که ددوکان خاوند ډز وکړي نو رسوا به شي وتښتېدل ، ګل محمداکا تر سهاره همداسې بېدار پاتې شو ، کله چې سهار شو نو ګوري چې څو تنه عسکر يې ددوکان مخې ته ودرېدل او بې پوښتنې يې ګل محمد اکا له ځانه سره قومندانۍ ته بوته ا ودقومندان صېب مخې ته يې ودراوه او ورته يې وروپېژنده چې هغه سړى دادى ! قومندان صېب ورڅخه سمدستي پو ښتنه وکړه ، وايه کنه تفانچه دې څه کړه ؟
ګل محمد چې ديوه مجرم په څېر ور څخه وار وپار خطا شو وويل : قومندان صېب زه خو تفانچه نه لرم ،قومندان صېب چې په څو کۍ کوږ ناست ؤ وويل :ته غواړې چې ماته دوکه را کړې هه ….؟
زه داسې قوي استخبارات لرم چې له هر څه نه په وخت خبرېږم ګل محمد ا کا چې يوساده سړى ؤ په ورخطا يې وويل : ښه قومندان صېب هغه تېره ورځ چې د ناصر او هغه بله ورځ د نور محمد کور غلو وواهه هغه غله څوک وو ؟ !!