ګرانو لوستونکو! د غبرګولي د مياشتي پر دوهم ماښام مي د کندهار ټلوېزيون له پردې څخه يوه عجيبه او غريبه مطبوعاتي ناسته وليده، ډېر يې وهڅولم، قلم او کاغذ مي راواخيست او دغه ليکنه مي ستاسو محترم حضور ته وړاندي کړل:
په مطبوعاتي ناسته کي څلور تنو هر يو د کندهار ولايت مرستيال ښاغلى غلام جيلاني همايون، ښاغلى غلام حيدر ښاروال صاحب، ښاغلى د اطلاعاتو او کلتور رئيس عبدالمجيد بابى او مهربان برخه درلوده. متاءسفانه د همدې جالبي ناستي يوه برخه راڅخه تېره سوې وه. چي خپرونه مي تعقيب کړه، خو اصلي مطلب مي د موضوع بشپړ درک کړ، چي هغه زموږ د افغاني کلتوري کورنۍ برجسته غړي ښاغلي عبدالاحمد محمديار صاحب د انارګل په مشاعره کي د ګډون کولو پر وخت، د خپلو نورو افغاني ملګرو سره د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د امېدوار، ښاغلي اشرف غني احمدزي، د ژوندپاڼي د مشاعرې پر ګډون والو وېشلې.
په دې وخت کي ښاغلى ښاروال صاحب او نورو چارواکو، ښاغلى محمديار صاحب او ملګري يې په بې عزتۍ د همدې مشاعرې د بهير څخه په زور ايستلي او بيا په بهر کي د ملي امنيت د کارکوونکو له خوا پر بې عزتۍ سربېره ښاغلى محمديار صاحب په ډېره بې رحمۍ دومره وهل سوى دى، چي د دې معيوب شخصيت دواړي لکړي يې پر هغه ماتي کړي وي. خو د مطبوعاتي ناستي برخه والو بيا هم هغه پړ وباله او په غيرقانوني عمل يې تورن کړ.
ما ته د دې ناستي په ترڅ کي د همدغو قانونو پوهو!!! برخه والو د نظريو د څرګندولو څخه ډېري پوښتني راپيدا سوې چي اوس يې ليکل غواړم او هيله من يم چي نوموړي قانون پوهان!!! او ډموکراسي پلويان !!! زما د سوالونو په جواب کي بيا همدغسي يوه مطبوعاتي ناسته ترتيب کړي چي ذهن مي ښه روښانه سي.
ښاغلى ښاروال صاحب په خپلو څرګندونو کي په ډاګه کړه، چي د انارګل په مشاعره کي ښاغلى محمديار صاحب او ملګرو يي په غيرقانوني؟ توګه د جمهوري رياست د يوه کانديد پېژندپاڼي وېشلې، ما هغه تر لاس ونيوى، د دې کار څخه مي منع کړ او د تالار څخه مي وايست. ښه! ښاغلى قانون پوه!!! ښاروال صاحب! ما خو د افغانستان اساسي او ځيني فرعي قوانين ټوله ولټول، خو داسي نقطه مي پکښي په سترګو نه سوه، چي د يوه کانديد د ژوندليک ورکړه دي هېوادوالو ته د تحفې په شکل منع سوي وي.
په دغسي غونډو کي خو د کتابونو، ورځپاڼو، او يا نورو اړوندو سوغاتونو ورکړه، يو ډېر ښه دود دى. خو د ښاغلي محمديار صاحب دغه سوغات د کوم قانون د کومي مادې؟ د کوم حکم سره خلاف دى؟ چي ښاروال صاحب په کوم قانوني صلاحيت، د کندهار پېژندل سوې مطبوعاتي چهره او بااحساسه شاعر هغه مو په دې شکل په بې عزتۍ د تالار څخه وايست (که لطفاً د دغه قوانينو يادونه راته وکړئ، ډېر ممنون به يم).
دوهم دا چي تاسي محترم ښاروال صاحب! د ښاروالۍ تر دندي پورته بله دنده هم لرئ؟ ځکه دلته خو تاسي هم د يوه مېلمه مقام درلود. دغه فيصله چي ښاغلى محمديار مو د دې غونډي څخه وشړئ د کوم قانون او کوم صلاحيت له مخي مو وکړه؟ آيا ستاسي دغه مداخله او نوموړي ته دغه جزا په کوم قانون کي توجيه کولاى سئ؟
ښه، زه به نه پوهېږم، تاسو خو قانون پوهان ياست!!! که يې لطفاً راته توضېح کړئ خوښ به سم. خو ما يوه تېروتنه کړې ده، هغه دا چي تاسي مي پوره پېژندلي نه واست. خو بخښنه غواړم، چي اوس مي وپېژندلاست ځکه تاسي خو د جمهوري کورنۍ ډېر نژدې او باوري شخصيت ياست او د کورنۍ د نورو غړو په څېر عام و تام صلاحيت د ولايت په ټولو چارو کي لرئ! هر کار کولاى سئ (حتى د خپل کار په دفتر کي و ګرانو ښاريانو ته د پوچ او فحش ويل هم ستاسي د قانوني صلاحيتونو څخه ګڼل کېږي).
د ښاغلي همايون صاحب په خبرو کي هم د محمديار صاحب د همدې تحفې د ورکړي سره زيات حساسيت موجود و او دغه کړنه يې غيرقانوني؟ بلله. نو که لطفاً هغه قانون ګرانو هېوادوالو ته توضېح کړئ، چي په نتيجه کي يې دغي باصلاحيته محکمې!!! دغه پرېکړه کړې او محمديار صاحب يې د دې غونډي د غړيتوب څخه محروم کړى دى؟ اوس خو د کندهار ولايت د مسؤل مقام حيثيت لرئ، که چېري د يوه کانديد لپاره ستاسي د نظره؟ تبليغ کول غيرقانوني عمل وي، نو دغه غيرقانوني عمل خو د يوه خاص کانديد په ګټه څو-څو واري تکرار سوى دى. د ثور د مياشتي پر ١٦ او ١٧ نېټه د کندهار د راديو او تلوېزيون له لاري د (پخواني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي) په ګټه تبليغات او يا د خوشبخت په هوټل کي په رسمي وخت کي د معارف د کارکوونکو رسمي مامورينو رابلل د تعليمي او رسمي بهېر برهمول، د همدغسي غيرقانوني کړنو بېلګي نه دي؟
تاسو د يوه مسوول مقام په توګه په دې برخه کي څه اجرآت کړي دي؟ آيا تاسي هم د يوه بام او دوو هواوو د پاليسۍ طرفداري کوئ؟ آيا تاسي هم د پخواني جمهور رئيس د اوسني غيرقانوني واک تر تاثير لاندي غواړئ چي د هغه دپاره کمپاين وسي، ولي د نور کانديدانو کمپاين بايد غيرقانوني وبلل سي؟
د ښاغلي عبدالمجيد بابي څرګندوني خو بيا ډيري په زړه پوري وې، چي داسي اشاره ورته کوم! لومړى دا چي ښاغلى بابي صاحب عقيده لري چي مشاعره يوازي د ګل، بلبل او خوند مجموعه ده په داسي حال کي چي دا يې هېره کړې ده چي شعرا و مشاعره يو الهام دى او سياست پکښي رانغښتى وي. اکثر شعري ټولګي د هېواد د ودانۍ او پياوړتيا سياسي الهام لري. کوم شعر چي همدغسي سياسي او وطني قوي الهام د ځان سره ولري هغه د هېوادوالو له خوا د ښه عکس العمل سره مخامخ کېږي.
دا چي اوس زموږ په هيواد کي د ډموکراسۍ او ولسواکۍ وزرونه پر غوړېدو دي، زورواکان او د هغوى تالۍ څټي يې تحمل نه سي کولاى او له دې سازنده بهير سره په ارادي او يا غيرارادي توګه منفي عکس العملونه څرګندوي. دا چي د محترم کانديد ښاغلي اشرف غني احمدزي صاحب (چي د هيواد يو وتلى پوه شخصيت دى) د پېژندپاڼو وېش د سوغات په توګه د کوم توهين، تخريب او يا غيرقانوني عمل څرګندونه کوي؟ سياست او شعر يو د بله نه شلېدونکي اړيکي لري، ځکه سياسيون همېشه خپ نظر و دغسي غونډو ته ډالۍ کوي، خو نه پوهېږم، چي ښاغلى بابى د قدرت د کومي زاويې څخه دغه کار (تخريب) معرفي کوي؟ زه خو يې د هېواد او ډيموکراسۍ له پاره خدمت بولم. که څه هم ښاغلى بابى صاحب ادعا کوي، چي که د بل کانديد طرفدارانو هم دغسي کار کړى واى، نو مشاعره به تخريب سوې واى. ياللعجب! څومره ستر مقام او څومره کوچنى دليل!!! که د افغانستان د جمهوري رياست د ټولو کانديدانو پلويانو پژېندپاڼي وېشلي واى، دا به لا د ډموکراسۍ پر لور يو ډېر ګټور اقدام واى او د مشاعرې برخه والو به دغه ډالۍ د ځانونو سره کورونو ته وړې او خپل معلوماتونه به يې بشپړ کړي واى. خو په ډاګه ويلاى سم، د ديکتاتورانو سترګي پر دموکراسۍ نه سي روڼېدلاى. نو ځکه يې په دغه عمل د يوه فداکار، د هنر د بهير د سرسپارلي، معيوب هېوادوال ښاغلي عبدالاحمد محمديار په نوموړي غونډه کي د (عاجلي صحرايي محکمې په امر) ځيني سلب او دى يې په بې عزتۍ د تالار څخه وايست.
زه د ښاغلي بابي صاحب څخه دا پوښتنه کوم، چي دغه غونډه ستاسو په شخصي کور کي دايره سوې وه، چي د ګډون کولو او شړلو حق يې ستاسو سره واى؟ او که دا د ملت په پيسو په جوړه سوې غونډه د ملت په ماڼۍ کي د ملت خواخوږو ګډون پکښي درلود؟ نو تاسي ته د ملت د اعضاوو د محرومۍ حق چا درکړ؟ ښاغلې! هر څه تر لمر روښانه دي، چي تاسي خو اصلاً د يوه کانديد تر تاثير لاندي او د هغه لپاره د کمپاين برخه وال ياست. نو طبعاً د نورو کانديدانو د نوم تش يادول هم تاسو ته ډېر ګران تمامېږي او د اورېدو حوصله يې نه لرئ. مګر دموکراسي داسي نه ده. هر څوک چي د هر چا له پاره کمپاين کوي دا يې قانوني حق دى، خو لطفاً بايد دا کمپاين په ډېره مېړانه د خپلو کانديدانو د ژوندپاڼو او کارنامو په خپرولو سره په دموکراتيکه فضا کي پر مخ يوسي. نه په زور او جبر سره. ځکه په زور لا د کانديد قدر کمېږي.
د دې ناستي په اړوند خو خبري ډېري دي، زه غواړم خپله ليکنه رالنډه کړم او د ښاغلي بابي صاحب يوه بله مصاحبه چي د راډيو له لاري مي يو دوې ورځي دمخه واورېده، غواړم هغي ته هم لنډه اشاره ولرم:
ښاغلي بابي د قضيې د څرګندولو په بهير کي ادعا وکړه، چي ګويا ښاغلي محمديار صاحب، تر غونډي دباندي د هېواد شخصيتونو او مشرانو ته سپکي سپوري وويلې، نو ځکه ووهل سو. د ډېري خندا وړ خبره ده!!! لومړى خو بابى صاحب د غونډي په تالار کي ناست او محمديار صاحب دباندي ووهل سو. نو ده څنګه د هغه فوچ او فحش واورېدل؟! که بل چا راپور ورته راوړى وي، نو د هغه صحت او غلطي ده ته د کومه معلوه سوه؟ او که چېري محمديار صاحب خداى ناخواسته فوچ او فحش ويلي هم وي، نو دا خو ستاسو په ادارو کي يو ډېر عادي کار دى! تاسو د ښاغلي ښاروال صاحب څخه پوښتنه وکړئ، چي آيا تاسو خپل د کار په دفتر کي روزانه څومره هېوادوالو ته فوچ او فحش واياست؟ هغه دستي رښتيا درته وايي، ځکه هغه خپلي غاړي نه بندوي او درواغ نه وايي!
دا چي محمديار صاحب د دولت د امن په ساحه کي داسي ډبول کېږي، چي د هغه لکړي د هغه پر بدن ماتېږي، دغه عمل ستاسو ښاغلي له نظره جرم نه دى؟ آيا تاسو د خپلو هيوادوالو د ژغورني لپاره مؤظف نه ياست؟ که چيري موظف ياست نو بيا مو د ښاغلي محمديار صاحب د وهونکو او امر ورکوونکو تحقيق ولي ونه کړ او ولي مو هغوى مجازات نه کړل؟ آيا دا خپله قانون ته بې پروايي او عدول نه دي؟
زه په پاى کي تاسو ښاغلو ته بيا بلنه درکوم چي لطفاً د ملت په اړخ کي که د درېدو توان لرئ، ودرېږئ! خو د هيواد محترمو کانديدانو د هر يوه پر ضد عمل کول د هيواد د ولس او دموکراسۍ پر ضد عمل ګڼل کېږي. ځکه که احياناً ستاسي د خوښي کانديد بريالى نه سي، نو بيا به منتخب ولسمشر ته په کومو سترګو ګورئ او د چاپلوسۍ په کومه طريقه به ځانونه ورنژدې کوئ؟ لطفاً خپل نظرونه پراخ کړئ، د دکتاتورۍ او زورواکۍ څخه مخ راواړوئ او د هېوادوالو له پاره خدمت د دموکراسۍ پر اساساتو تر سره کړئ!
و ما عليناالبلاغ
٣ جوزا ١٣٨٨