د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د تکړه لوبغاړو کریم صادق او هستي ګل عابد په زیار د جلال اباد په ښار کې مجهزه او په عصري وسایلو سمباله د کرکټ اکاډمۍ جوړیږي.
ستوري هستي ګل عابد لر او بر ویبپاڼې ته وویل پر دغې اکاډمۍ به شاوخوا یو سل او دیرش زره امریکايي ډالره لګښت راشي، هغه وايي له دې سره به د افغان لوبغاړو هغه ستونزه هم هواره شي چې د کرکټ د اکاډمیو د نه لرلو په اړه یې درلودې.
هستي ګل وویل دا اکاډمۍ به د ساینس او ټکنالوجۍ پوهنتون په سیمه کې وي، هغه وايي له ټولو مرستندویو ادارو او پانګوالو غواړي چې ددې اکادمۍ په جوړولو کې مرسته ورسره وکړي.