د ملي اردو ځواکونو يوه عراده موتر تيره ورځ ، ارزګان ولايت په مربوطاتو کي په يوه خښ شوي ماين برابر او وچول شو ، د چاودني له امله د ملي اردو څلور تنه سرتيري هلاک او موتر له منځه تللي دي .
د ملي دفاع وزارت په خبر پاڼه کي ويل شوي : د پکتيا ولايت د زرمت په ولسوالي کي په ورته چاودنه کي يو بل د ملي اردو سرتيري هم وژل شوي .او دوه تنه نور د ملي اردو عسکر په زابل ولايت کې
تيره ورځ هغه وخت ووژل شول چي د سپرلۍ موټر يې د شينکي ولسوالي په ، دب نومي کوتل کې د کنترل څخه ووت ، او چپه شو. په اعلاميه کي ويل شوي ، په دي ترافيکي پيښه کي دوه عسکر ټپيان شوي هم دي .
ذپيح الله مجاهد د سړک تر غاړي د چاودنو ، مسووليت يي په ازرګان او پکتيا ولايتو نو کي په غاړه اخيستي دي.