نۀ پوهيږو چې ا خر پښتنو ته د کوم جرم سزا ورکړے کيږى، پښتون کۀ لر دے او کۀ بر پۀ هر ځائے کښې ترهه ګر ګڼلے کيږى. او پۀ هر ځائے کښې ورسره ظلم او زياتے شوے دے.
نن چې پۀ سوات، دير او بونير کښې دپښتون پۀ کور کوم د وينې ا و اور لوبه شروع کړے شوې ده او دپښتنو بچى پکښې وژل کيږى ددې څوک هم پوښتنه نۀ کوى او نۀ پۀ چا کښې دا جرت شته چې پوښتنه وکړے شى چې اخر ولې زمونږ د پښتو قتل عام شروع کړے شوے دے؟
د وفاقى داخله وزير رحمان ملک او د ايم کيو ايم کوم چې يو ښکاره ترهه ګر تنظيم دے له اړخه سندهـ کښې د سوات د متاثرينو بنديز ددې خبرې غمازى کوى چې دغه کۀ پنجابے دے او کۀ سندهے دے پښتانۀ ددې ملک باشندګان نۀ ګڼى بلکې ددې ملک دښمنان ئې ګڼى.
حالانکې هر کله چې پۀ دې ملک د بهر نه يرغل شوے دے د ټولو نه زياتې قربانۍ پکښې پښتنو ورکړى دى، ددې ملک پۀ ازادۍ کښې هم لوئې لاس د پښتنو دے خو ولې دا ملک پنجابے او سندهے خپل جاګير او پښتانۀ خپل غلامان ګڼى.
عجيبه خبره خو دا ده چې کله پۀ افغانستان روس حمله وکړه نو زمونږ دغه افغانى وروڼه د پاکستان هرې صوبې ته را مهاجر شول او پۀ دوى هيڅ بنديز نۀ ؤ څو ولې د پاکستان خپل متاثرين د خپلې صوبې نه بلې صوبې ته نۀ شى تلے او بنديز پرې لګولے شوے دے.
د افغان جنګ دوران کښې هم دغه سندهيان او پنجابيان وو چې د امريکې نه ئې پۀ اربونو ډالرې اخستې ځکه ئې پۀ افغانانو مهاجرينو بنديز نۀ لګولو خو ولې نن چې زما د خپلې صوبې پښتون سندهـ، پنجاب ته پۀ کډه کولو مجبور کړے شو نو بنديز پرې ولګولے شو.
اخر ددې مقصد څۀ دے؟ ايا داسې خو نۀ ده چې د امريکې له اړخه د پاکستان د ماتيدو چې کومه منصوبه جوړه شوې ده پۀ هغې د عمل درامد کولو لپاره سندهے او پنجابے متحد شوى دى او پۀ هغې ئې عملى کار شروع کړو؟
کۀ چرې داسې وى نو د ملک غدار څوک شو، پنجابے، سندهے او کۀ پښتون؟
ايا د يو ملک داخله وزير ته داسې قسم بيانونه ورکول کوم چې چې انتشار جوړيږى جائز دى؟
زمونږ پۀ پښتونخوا صوبه کښې خو د وړاندې نه د پنجابى سامراج نه عوام نفرت کوى نو پۀ داسې بيانونو خو نور نفرت خوريږى بايد چې داخله وزير خو داسې بيانونه ورنۀ کړى ځکه چې دا ملک خو د چا جاګير نۀ دے چې د يوې صوبې عوامو باندې بلې صوبې ته پۀ تګ بنديز ولګى.
دا وخت پښتنو د ملک د بقاء لپاره خپل سرونه، مالونه، بچى هر څۀ قربانى کړى دى خو ولې بيا هم ورته ښۀ نظر نۀ کيږى. او د ترهه ګر او غدار پۀ نومونو يادولے شى.
ايم کيو ايم ددې ملک اصل باشنده ګان نۀ دى دوى خو خپله د انډيا مهاجر دى د انډيا جاسوسان دى او د انډيا نه راروک شوى دى چې پښتانۀ دوى ته څۀ نه وائى او پخپله خاورې ئې ورله ځائے ورکړے دے نو دوى څوک دى چې مونږ پخپله خاوره نۀ پريږدى؟
خو پۀ دې کښې زما د پښتون ليډر هم لوئې لاس دے کۀ چرې زما پښتون ليدر پۀ ما ننګ کولے نو نن به پۀ سندهـ کښې پۀ ما بنديز نۀ لګيدو.
کۀ چرې پښتنو سره دا کوم امتيازى سلوک چې روان دے ا و داسې روان پاتې شو نو لرې نۀ ده چې پښتانۀ بيا ځان له بيله لاره خوښه کړى او دريم فريق سره خبره وکړى.:
The answer is simple for why Pashtuns are dying on the both side of the border. First Pashtuns sacrificed themselve to create the cancerous Pakistan, and bring the Muslim Hindus to take over Pashtuns Land. Punjabis and Sndhis enjoying killing Pashtuns, and at the same time they got rid of their cast system in India. Second, the Pashtuns support the oulawed groups like AlQaeda, and their leaders in their own territories. If the Pashtuns really do not want them, they can kick them out and then there would be no excuse left for others to kill Pashtuns. Third, the Pasthuns do not want to orgaznize as political force to bring changes in theri cultural, economic, and social frame. If the Pashtuns could unit under a National Banner, it would really make a difference. Now they are supporting Mullahs or Demans (Entertainers) in order to advance their cause. It cannot take the Pashtuns any further than where they are. Fourth, the Pashtuns hate each other and differentiate themselves from each other like the casts of Hindustan. When you see the Pakistan Pashtuns, they proudly call themselves to be Pakis, and fell close to them than their brotheren on the Afghan side. The Afghans on the other side call the Pakistani Pashtuns primitive, and there is no reason why the Afghan would call themselves higher than Peshawaris. Fifth, the Pashtuns burn their own schools, roads, and goverment buildings. It is a kind of a sacred duty for Pashtuns to be against schooling in all over the world. Even in the Western societies the Pashtuns do not really support their children to get educated. Sixth, the Pashtuns do not want to wake up and live a meaningful life, so they like to die for no good reason. Pashtuns die for Pakistan, Pashtuns die for India, Pashtuns die for Punjab, Pashtuns die for Arabs, Pashtuns die for Balakans, Pashtuns die for Azerbajijan, and bla bla bla. And there are many other reasons why the Pashtuns are the victims of their own ignorance.
ښاغلې قریشي صاحب سلامونه !
دهرڅه نه مخکې خوبایدخپل سپيناوې وکړم چې زما دالیکنه دهیڅ چا پرضدنه ده بلکه په حقیقت اومتقابل احترام ولاړه ده خو ښکاره خبره ده چې دحقیقت وئيلو، منلواوپيداکولوزغم هرڅوک نه لري خو ستا اوزماغوندی یوڅوک باید دا خبرې وکړي .
ستاسوپه لاندینیوپوښتنوکی زما همرنګې نظرموندل کیږي نوځکه ورسره خپلې خبرې زیاتوم . ستاسودردحس کوم او خپل غږهم درسره ، اوچتوم اووینم یې چې دپښتون قام سره په افغانستان اوپاکستان کی ناروا ، ناانصافه ، بېدینه ، غېرانساني ، غېرانوني اوغېراخلاقي سلوک روان دي خوګمان نه کوم که زما اوستا په شمول دمیلینوپوښتنو درد اوتکلیف بل څوک وبل قام هم راسره حس کړي اود « وييش » هومره غږپورته کړي ، که چا کړې وي نوراته ويې ښایه ! هرغم ، هرتکلیف ، هرظلم ، هره بې انصافي دپښتنوپه خپله غاړه ده اوله دې نه ځان خلاصول یې هم په خپله غاړه دي . په دې کتنوکی ماته ډېره اوږده تجربه شوې اونورورسره عادي شوې یم .
پښتانه لکه دجرمنیانو په دوه برخوبېل شوي ، له ۳۰ میلیونوڅخه تر۴۰ میلیونو پورې په پاکیستان کی اسیرشوي دي اوله ۱۵ تر ۲۰ میلیونوپورې په افغانستان کی اسیردي . هلته هم دهرغویمنډ لپاره تری کاراخیستل کیږي اوبیا بېرته پری ملامتیږي اودلته هم . خوپښتانه لا هم نپوهیږي چې څه ورسره کيږي . که کوم پښتون ددوی دروا حقونولپاره سرراجګ کړ، لومړې ګوزاربه پری خپل پښتون کوي ، ورته به نېغ نېغ کیږي چې ته خو دملي یووالي دوښمن یې ، ته خوکافریې ، ته دایې اوته هغه یې خویو پښتون په خپل ګرېوان کی سرټيټ نه کړچې له ځانه پوښتنه وکړي چې دنوروسره وروري اواتفاق یواځې په ما چینجن فرض دې ؟ بل هم زما په رنګ فکرکوي ؟ بل قام هم ماته دورورپه سترګه ګوري اوکنه ؟ بل هم ماته په خپل څنګ کی ځای راکوي کنه ؟ چېرې بل هم راسره دورورۍ اوانصاف خبرې ته تیاردې ؟ نوهغه پښتون ته به څه وایې چې پخپله ازادي نه لري اودبل جګړې ، اودبل دحق دفاع ته به شین ناست وي ؟ که داومنوچې تورې به لالاوهي اومړۍ دی عبدالله وهي ؟ پښتنو خوتراوسه نه ځان وپېژانده اونه جهان ځکه خوخوشالخان خټک وئيلي وو:
چې هرڅویې جوړومه نه جوړیږي
پښتانه دي دکږو کاڼودېوال
داکوږدېوال لومړې په پوخ بنسټ درول غواړي ، سيده لوړول غواړ ي اوددې کارلپاره اشرته اړتیاده ، استاذ ته اړتیاده ، تجربه لرونکي معمارته اړتیا ده ، ځان خوزولو اومټونغښتلوته اړتیاده ، بل څوک دپښتنوله غمه نه دي سوي اونه بې مقصده درسره په اشرکی ګډيږي !
اوس ستاسو لیکنې ته ورګرځم چې لیکلي مودي :
« دا وخت پښتنو د ملک د بقاء لپاره خپل سرونه، مالونه، بچى هر څۀ قربانى کړى دى خو ولې بيا هم ورته ښۀ نظر نۀ کيږى. او د ترهه ګر او غدار پۀ نومونو يادولے شى. »
دکوم ملک اوهیواد ؟ چېرته دپښتون په نوم هم ملک اوهیوادشته ؟ ایا دایې بې عقلي نه ده چې دبل چا لپاره خپل سرونه، مالونه، بچى هر څۀ قرباني کوي اوڅوک ورته شاباش هم نه وایي بلکه ټوله پړه هم په دوی اچوي ؟
بیامو پوښتنه کړې : « ايم کيو ايم ددې ملک اصل باشنده ګان نۀ دى دوى خو خپله د انډيا مهاجر دى د انډيا جاسوسان دى او د انډيا نه راروک شوى دى چې پښتانۀ دوى ته څۀ نه وائى او پخپله خاورې ئې ورله ځائے ورکړے دے نو دوى څوک دى چې مونږ پخپله خاوره نۀ پريږدى؟ »
قریشي صېب ، تاسودا پوښتنه له چانه کوۍ ؟ داخوحقوقي پوښتنې دي اوباید په یوه محکمه کی دقاضي نه وشي خوپه ټوله نړۍ کی تا کوم قاضي لیدلې اویا یې موندلې شې چې ستا پوښتنې ته لږترلږه غوږونیسي ؟
ايم کيو ايم که قاتل اوغدارهم دې خو دپناه ځای موندلې شي اوڅوک ورته په ښکاره بدنه وایي خوپښتون ته په ټوله نړۍ کی اوس د قاتل ، تروریست ، جاهل ، قاچاقبر ، بې کلتور ، بې فرهنګ او دوزخي په سترګه کتل کیږي اوڅوک ورسره خواخوږي نه لري . ولې ؟ ځکه چې پښتانه په سیاست ، اتفاق اوعلم کی کمزوري دي اوپه جګړوکی تکړه دي . یووړوکې مثال یې دادې چې ايم کيو ايم دنیا ته وایي چې پښتانه طالبان دي اودکراچۍ پښتانه هم طالبان دي باید نابودشي ځکه چې که دکراچۍ بندري ښاريې قبضه کړنودپاکیستان په اتومي وسلو به په اسانۍ قبضه وکړي او دنړۍ لپاره به لوی خطر شي اودالقایده ماتې به ناشونې شي . ددې الزامونو دردلپاره په پښتنوکی عقل نشته ، په سبایې له کراچۍ نه یوږيرورپکولې په وېډيوکی راښکاره کیږي او دطالبانو په نمایندګۍ خبری کوي اود ايم کيو ايم ټول الزامونو ته دحقیقت بڼه ورکوي .
په صوات کی یوه مسلحه ډله طالبان دپښتنوپه نوم راپاڅيږي اوبېرته د ۲ میلیونو پښتنو د بربادۍ سبب ګرزي اودخپلوکلواوښارونوڅخه یې فرارته مجبوروي ، په سوونو مکتبونه ورته ورانوي اوپه زرګونو بچي یې جهالت اودربدرۍ ته مجبوروي ، دغه راز پاکستاني فوج ته هم بهانه جوړوي چې پښتانه ووژني ، بربادیې کړي او ګدایګریې کړي . که خدای مه کړه د پښتونخوا ټول پښتانه نابوداوبربادشي ، دپاکستان پنجابي فوځ به پری خفه شي ؟ نه ، هیڅکله نه ، بلکه لابه یې په خاوره ، مال اوعزت قبضه وکړي .
تاسو لیکلي :
« خو پۀ دې کښې زما د پښتون ليډر هم لوئې لاس دے کۀ چرې زما پښتون ليدر پۀ ما ننګ کولے نو نن به پۀ سندهـ کښې پۀ ما بنديز نۀ لګيدو »
ښکاره خبره ده ، دمولایانو ليډران څوک دي ؟ دسیکولر پارټيولیډران څوک دي ؟ په حکومت کی شامل څوک دي ؟ د ای ، اس ، ای رهبران څوک دي ؟ په فوج کی جنرالان څوک دي ، وفاقي وزیران څوک دي ؟ معامله ګران څوک دي؟
قریشي صیب ، داچاته وایې چې
کۀ چرې پښتنو سره دا کوم امتيازى سلوک چې روان دے ا و داسې روان پاتې شو نو لرې نۀ ده چې پښتانۀ بيا ځان له بيله لاره خوښه کړى او دريم فريق سره خبره وکړى.
دریم فریق به څوک وي ؟ که افغانانوته دریم فریق وایې ؟
وروره ، دا ستا اخطارهیڅ معنا نه لري اونه ورباندی څوک غوږ ګروي ، نوځکه باید هر پښتون په وینا اوکړو کی ژورفکروکړي ، ټولې خوایې وسنجوي ، فایده اوتاوان یې وسنجوي ، حضراومستقبل یې وسنجوي اودتاثیرچلونه یې زده شي . په هسې خبرواوخرش پرش یومقصد هم نه ترلاسه کیږي بلکه لومړې دخپلوبې اتفاقه اوبې لارې پښتنوپوهول پکاردي ، هغوی ته سیاسي اوشعوري سبق ښودل پکاردي ، په پښتنوکی داتفاق اواتحاد جذبه راپيداکول پکاردي ، دځان نه په نره اودپښتون په خپل نوم له ځانه دفاع اودخپلوراتلونکونسلونولپاره مطمئين ژونداووسائيل پيداکول پکاردي .
دپښتنوشاعرانو، لیکوالانو، سیاستپوهانوته پکاردي چې نورریالیست شي ، انتقادي شي ، څېړونکي شي ، رښتیاګوی شي ، نورپه چټياتوخپل قام ونه غولوي ، په پوچوصفتونوپښتنوته هیڅ فایده ونه رسېده بلکه په پښتون قام کی یې پوچ غروراوجګړه مارخاصیت زېږولې . پښتانه اوس هم نپوهیږي چې په پېړیوپېړیوچکړواوبې اتفاقیو دمرګ کندوته ورمخامخ کړي دي ، له انساني اوحقوقي ژونده یې محروم کړي دي . دوی فکرکوي چې ګنې په چاردېوالۍ کی دپښتنوښځوساتنه اوله علم اوزده کړوپرته یې پښتونواله ، عزت اوننګ پرځای پاتی کیږي ، پښتانه فکرکوي چې غېرت اوننګ دښځوپه اسارت کی دې اوداهرڅه ګنې دټوپک اوتورې په ډارساتل کېدای شي اوبس خو نه داسې نه ده ، ددوی دافکرپه هراصول اوقانون غلط دې اوحتا داسلام سره هم اړخ نه لږوي .
رښتیا خبره داده چې په پښتون ذهنیت کی اعتمادنشته ، بدګمانه دي ځکه خو خېل خېل شوي دي اوپه ژوندکی کامیابي نه لري . په صوات کی طالبان یوه جیلۍ په دورووهي اوفکرکوي چې ګنې اسلامي اوغېرتي کاریې کړې اوهمدغه عمل په چټکۍ په ټوله دنیا کی خپریږي اودپښتنودبدنامۍ سبب کیږي اودابیا داسې مستنده بدنامي ده چې په تاریخ کی هم درج شوه .
په ښځوباندی ظلم اوحقوق نه ورکول له پښتنوڅخه په نوروقومونوکی زیات اوشرمناک دي اودانسانیت له چوکاټه وتلي دي لکه دهندوانورواجونه چې ښځې دشادوګانو، خرواونوروحیواناتو سره ودوي ، په ښځوسل ځله له پښتنوڅخه شدید ظلمونه کوي ، پنجابیان اوسیندیان وړې مشومانې تښتوي ، خرڅوي یې اولکه دلاهورپه هیره منډيي کی یې فحاشۍ ته مجبوروي ، دغه رازوړې نجونې په عیاشوعربواودنړۍ په فاحشه خانوپلوري ، شکرالحمدالله په پښتون کلچر کی داسې بې ضمیره کارونه نه شته خوددې سره سره دومره دبل قام نوم نه دې بدشوې لکه دپښتنوچې بددې اوداځکه چې پښتانه په سیاست نه پوهیږي اوچلبازهم نه دي . دپښتنونیم نفوس ښځې جوړوي اودانیم نفوس ۹۹٪ بې علمه ابې سواده دي . وګورۍ افغانستان ته ، هلته چې یوه تعلیم یافته سیاستواله راپيداشي نوژوندیې سخت شي ، حتا هلته ځينې پښتانه چارواکي هم دښځودوښمنان دي نو دطالبانو اونوروبنیادګرانوخوهدف هم دغه دې .
له دې خبرومی هدف دادې چې پښتانه پخپله کمزوري خلک دې ، نه سیاسي اګاهي لري اونه علمیت لري چې په مټ یې پښتون طاقت اوپښتون هویت چوړکړي .
طالب څه ته وایي ؟ دادکوم قام تاریخي نوم دې ؟ د ۱۹۹۲ څخه پخوا کوم خېل په دې نوم موجودو؟ کله یې چې افغانستان ونیوه ، دپښتنولپاره یې دکوم خېرښېګړې کاروکړ؟ دپښتون دکلتور، ژبې اوتعلیم لپاره یې خدمت کړې ؟ دپښتون دترقۍ اونوم لپاره یې څه کړي ؟ هیڅ یې نه دي کړي بلکه پښتون قام یې بربادکړ، دپښتنوبچي یې شړ، جاهل اوجګړه مارکړه ، دنیا یې دپښتنودوښمنه کړه ، پښتانه یې دڅوعربولپاره قرباني کړه . طالبا ن چې اصلا دپښتنوترقیادت لاندی نه دي اوپردي غلامان دي تراوسه دبل قام خرله اوبونه دې منع کړې خو دپښتنواودپښتنودبچوبېخ اوبنیادیې وویسته ، تراوسه یې څومره مکتبونه دډېورنډ په دواړوغاړولمنځه وړي ؟ څومره بې ګناه پښتانه یې په چړوحلال کړي ، تښتولي اوپه ځانمرګوبمونوالوزولي ؟ څنګه یې خارجي یرغلګروته موقع اوبهانه برابرکړې چې پښتانه وټکوي ، له پښویې وغورځوي ، تجارت پری وکړي ،غلامان یې کړي اوپه کروړونوډالرپری وګټي .
لنډه پوښتنه داده چې ځه دا یې دپښتون ټول واک اواختیاردطالبان په لاس ، ایاپښتانه به ترقي وکړي ، ایا پښتانه به په دنیاکی ښه نوم وګټي ، ایا دپښتنوپه سیموکی به امن راشي ، ایا دنیابه یې ومني ؟ ایا نړۍ به دپښتنوسره ښه تعلقات ولري ؟ نه ، هیڅکله نه ، نوچې داسې ده نولراوبرپښتون ته څه کول پکاردي ؟ ولې ۵۰ ملیونه پښتانه دځان نه دفاع نشي کولې ، ولې ۵۰ میلیونه پښتانه یوملي قیادت نشي جوړولې ، ولې یوسیا سي اتحاد اوجبهه نشي جوړولې؟ مننه
I have lived as a Muslim for many years abroad among different people Muslims and non Muslims. Non Muslims treated me better than Muslims. As a pious Muslim I have learned that either there are no Muslims in the world to be brothers for us or no one accepts us as Muslims, so no one treats us as their brothers. In both cases we Pashtuns do not have brothers. So as Lamar says kick all the unwelcomed , unite as Pashtuns around Pashtunwali and your Pashtun leaders as Afzal Khan La La, send your daughters and sons equally to school, give them education to become professionals, secure them against poverty, homelessness which is the source of all sins including prestitution and all other wrong doings.
Dear brothers Mohammad Gul Khan the great Muslim and Great Pashtun says Pashtunwali is Islam. Lets us follow him.
Tk
Afghans or Pashtuns are the victims of their own ignorance. If we were not ignorant, I am sure that nothing would happen to us. Since we are living in the age of ignorance people like Punjabis, Arabs and Iranians run and drive us like monkeys, donkeys and dramadars. If the Afghan or the Pashtuns will not educate themselve, sustain their own society and adapt to new changing envrionments, I can assure that people like Punjabis, Saudies, and Iranians will burn all Pashtuns alive in hell fire on their own land as it is happening right now. It is time to realize that the only way to freedom is education, solidarity with each other, appreciation of your own people, culture and language, denouncing viloence, and becoming a single politccal for when it comes to matters that affect us a Nation. I have seen Pashtuns going after Arabs, Punjabis, Iranians for no good reason, then blaming the Kafirs. If you Pashtuns or Afghans do not provide the Kafirs with an excuse or opportunity, there will no reason for to come after you. Look at Arabs, Pujabis, Indians, or Iranians, all of them are Muslim or Non-Muslims, but they are building life out of our miseries. Take care guys!!!