کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / راځئ په وطن كې تحول وغواړو !

راځئ په وطن كې تحول وغواړو !


انتخابات را روان دي او د ملت امېدونه د انتخاباتو په نتايجو پورې غوټه دي. كابو ټول افغانان تحول غواړي او د لا بهتره افغانستان ارزو من دي. په دغو كسانو كې د ولسمشر كرزي پلويان هم شامل دي ځكه چې حالات سم نه دي او وطن ډېر مشكلات لري چې ذكرول يې د تكرار شويو خبرو تكرارول دي. دلته دا سوال كوم چې ايا د ولسمشر كرزي په كاميابۍ سره به حالات بهتره شي؟  او كه بهتره نه شي نو د كوم ډول حالاتو د راتلو امكان دى؟

دغه دويم سوال ته له احتمالي ځوابه به يې پيل كړو. كه حالات سم نه شي، د افغانانو وينې به بهيږي. له بهره راغلې پيسې به تر ډېره  بريده په اختلاسونو كې ځي او ځينې خاص كسان به په كابل او دوبۍ او نورو ځايونو كې بنګلې او موټرې او …. پيدا كوي. دا امكان هم ورسره غوټه دى چې خارجي عسكر په دې وطن كې پاتېدل بې فايدې وګڼي او افغانان په ميدان پرېږدي چې په هغه حالت كې د كورنۍ جګړې اوج او په نتيجه كې خداى مكړه د افغانستان وېشل او ختمېدل  به په مخ كې وي.

  خو كه په وطن كې بهتري او تحول پكار وي نو ايا ښاغلى كرزى به د دې كار لپاره تر نورو مناسب وي؟

كله چې ښاغلي كرزي تېر ځل انتخابات وګټل د وطن په كابو ټولو سيمو كې امنيت و خو اوس اكثره كلي او ولسوالۍ په ځاى پرېږده ، په كابل كې لا د امنيت ډاډ نشته. د دې خبرې معنا دا ده چې د ښاغلي كرزي امنيتي پاليسۍ ناكامه وې. ايا په اينده كې كه دى ولسمشر وي، دى به نور واليان ، ولسوالان ،  امنيه قومندانان او  د ملي امنيت چارواكي راپيدا كړي او د هغو په ذريعه به امنيت بهتره شي؟

ځينې كسان د افغانستان په ناكراريو كې د پاكستان لاس هم ويني. كه دا نظر ومنو نو ايا فكر كوئ چې ښاغلى كرزى به په اينده كې پاكستان قانع كړي چې نور لاس مه وهه؟

  يو ګڼ شمېر افغانان اوس په دې نظر دي چې په روانو ناكراريو كې د خارجي قواوو لاس دى ، ځكه دغه قواوې ړندې بمبارۍ كوي او خلك په لوى لاس توندو غبرګونونو ته لمسوي. كه دا نظر ومنو نو ايا ښاغلى كرزى به په اينده كې كوم بل داسې پلان او پروګرام ولري چې خارجيان قانع كړي چې داسې مه كوئ؟ ايا تر اوسه په دې سلسله كې كامياب شوى دى؟

  د افغانستان د روانې بدمرغۍ يو بل لوى اړخ اداري فساد او اختلاس دى. چې  نتيجه يې  د نا امنۍ زياتېدل، د  فقر ډېرېدل او د اجتماعي بې عدالتۍ د احساس قوي كېدل دي. تاسې كه په افغانستان كې اوسئ نو د اداري فساد په باره كې توضيحاتو ته ضرورت نه لرئ او كه په خارج كې اوسئ نو لطفا په دې اړه نړيوال راپورونه ولولئ چې د افغانستان اداره يې د فاسدو ادارو د سر په كتار كې حساب كړې ده. ستاسې په نظر ايا اوس چې ښاغلى فهيم خان د كرزي صاحب مرستيال شوى او جبار ثابت يې هم شړلى  دى، په وطن كې به اداري فساد كم شي؟

  د افغانستان بله لويه ستونزه د طالبانو روانه جګړه ده. طالبان يا په حقه يا نا حقه خو جنګ يې روان دى او افغانستان پكې تباه كېږي. څۀ فكر كوئ ايا طالبان په ښاغلي كرزي باور كوي؟ طالبانو چې ان د خپل قدرت په زمانه كې په كوټه كې د ښاغلي كرزي پلار شهيد كړى و، ايا له حامد كرزي سره يې روغه ممكنه ده؟ ايا هغه طالبان مشرا ن چې په جنګ كې لاس نه لري او په كابل كې يې ښاغلي كرزي ته پناه راوړې ده، لكه مولوي عبدالسلام ضعيف ، مولوي مجاهد، مولوي نظامي او مولوي عبدالوكيل ، ايا ښاغلي كرزي دغو كسانو ته كوم مقامونه وركړل چې معتدلو طالبانو ته يو څه ډاډ پيدا شي او خپل وطن ته راشي؟ ځينې كسان وايي چې ښاغلى كرزى داسې غواړي خو د متحدې جبهې كسان يې نه پرېږدي، هغوى يې مخه نيسي؟ ايا ښاغلى كرزى به په اينده كې دا قوت پيدا كړي چې په نورو لاسبرى شي؟ او كه په دې كار كې د خارجيانو لاس وي نو ايا له ښاغلي كرزي سره په اينده كې كوم نور دلايل موجود دي چې دى به د هغو په مرسته  خارجيان قانع كړي او حالات به بدل شي؟

   په افغانستان كې تر ټولو لوى سوال د نظام سوال دى. كه افغانستان پياوړى او واقعي نظام ونلري نو په حقيقت كې هيڅ نه لري. په يوه ملك كې د نظام د پياوړتيا لويې نخښې دوه دي: يوه دا چې واقعي نظام  خپل ځان په خپله ساتلى شي. كه له دې دركه خپل نظام ته ګورو نو كه خارجي عسكر نه وي ، يقينا چې سمدستي د ثور اتمې نېټې ته ستنېږو. كه چېرې د طالبانو قوت ختم هم شي، خو چې خارجي عسكر نه وي، اوسنى نظام د ټينګې نه ښكاري. ځكه چې انسجام پكې نشته. هر څو ك د خپلې خوښې پاچا دى. ښاغلى پښتون د ښاغلي كرزي د ښار جوړولو وزير دى، دغه سړي تېر كال همدا وخت څو ځله وويل چې په افغانستان كې د ځمكو مافيا موجوده ده. دې مافيا په ميليونونو جريبه ځمكه غصب كړې ده . ښاغلي پښتون دا هم وويل چې د دې مافيا په سر كې مارشال فهيم دى. دا مثال مې د موجود نظام په منځ كې د عدم هماهنګۍ د يوې نمونې  په توګه راووړ.

  د يوه نظام د ټينګېدو دويم او تر ګردو لوى اصل دا دى چې قانون ته پكې درناوى موجود وي. د بل مثال راوړلو ته ضرورت نشته. همدا د ځمكو د مافيا خبره به وكړم. ايا يو كال پخوا چې د ښاغلي كرزي حكومت ښاغلى فهيم په لويو غلاوو او اختلاسونو تورن كاوه، ايا دروغ يې ويل كه يې رشتيا ويل؟ كه يې دروغ ويل نو ايا د موجودو قوانينو مطابق تومت جرم نه دى؟ او كه يې دروغ نه ويلي وي نو ايا داسې څوك كه د نظام دويم شخصيت شي، د هغه نظام ټينګېدو او جوړېدو ته تمه كولاى شو؟

  كه د ناروا ګټو شوقيان او هغه كسان چې په قتلونو يې لاسونه ككړ دي، ترې وباسو نور نو ټول افغانان باعزته ژوند او ارام افغانستان غواړي. زما په نظر دغه هدف ته د رسېدو لپاره ښاغلى كرزى نا مناسب سړى دى. زموږ ملت او زموږ وطن د يوه زخمي حيثيت لري چې له بدنه يې وينه بهېږي. د دې زخم د رغېدو لپاره د ښاغلي كرزي ملهم و پټۍ په تېرو اوو، اتو كلونو كې نتيجه ورنه كړه. كه يوې دوا نتيجه نه وي وركړې او  په اينده كې هم ورنه د اميد كولو لپاره دلايل نه لرو نو بيا خو د عقل او وجدان غوښتنه دا ده چې په بله دوا او بله نسخه پسې وګرځو.

  تېره اونۍ مې د ښاغلي كرزي د يوه ملاتړي په ليكنه كې ولوستل چې ښاغلى كرزى اوس د هغه اتو كالو پخوا سړى نه دى چې ګمنامه و. دى اوس نړيوال حيثيت لري. خو په عاجزۍ بايد عرض كړم چې په تېرو اتو كلونو كې د ښاغلي كرزي نوم په دنيا كې ښه شوى نه بلكې بد شوى دى. ځكه د ده په وخت كې د وينو تويېدل ورځ په ورځ زيات شول او د ده خپله كورنۍ د هيروينو په قاچاق او قتلونو تورنه شوه. دغه تورونه هغو اخبارونو لګولي دي چې يو وخت به يې د ښاغلي كرزي ستاينې كولې. څو مياشتې پخوا چې نيويارك ټايمز اخبار  د ښاغلي كرزي ورور د هيروينو كاروباري وباله نو د ښاغلي كرزي ورور وويل چې زه به په نيويارك ټايمز اخبار دعوه وكړم او محكمې ته به يې راكش كړم. خو داسې ونه شول.

  ښاغلى كرزى به شريف او مهذب سړى وي. مګر وطن زموږ ټولو شريك مال دى. په دې وطن كې د بالابولك كونډې او هغه په ميليونو خويندې او ميندې هم زما او ستا په څېر شريك دي چې نه  د دوا پيسې لري او نه د ماښام ډوډۍ خو څو ك يې په ميلياردونو ډالره راغلې مرسته كې نه شريكوي. حضرت رسول اكرم فرمايي چې يو حكومت به په كفر وچلېږي خو په ظلم نه چلېږي. زه د همدې نبوي حديث په اساس ايمان لرم چې د ښاغلي كرزي نظام د چلېدو نه دى نو تر دې دمخه چې افغانستان بلكل تباه شي، راځئ د وجدان په حكم او د عقل په غوښتنه د يوه لا بهتر سبا د لرلو لپاره په وطن كې تحول او بدلون وغواړو.