کور / سياسي / پښتانه بايد چا ته رايه وركړي؟

پښتانه بايد چا ته رايه وركړي؟


د افغانستان مسايلو ته د قومونو له عينكو كتل، د ګټې كار نه دى. ځكه يو خو ممكن د تفرقې سبب شي او بل لكه ځينو كسانو چې د اسلام له نومه سو استفاده كوله او كوي يې ، دغسې ځينو كسانو له قومي تعصباتو څخه د ځان په ګټه استفاده كړې ده او كوي يې. خو دلته ځكه يوازې د پښتنو په اړه خبرې كوم چې همدا اوس په افغانستان كې اصلي ستونزې او اصلي مشكلات د پښتنو دي. جنګ د پښتنو په سيمو كې دى . له شمالي ولايتونو څخه شړل شوي داخلي مهاجر پښتانه دي. د باګرام، ګوانتانامو، پلچرخي او ولايتونو د زندانونو سياسي بنديان كابو په سلو كې سل پښتانه دي. ملكي تلفات د پښتنو دي او لنډه دا چې كابو ټول جدي مشكلات پښتنو ته ورپېښ دي. ځينې كسان شايد ووايي چې دا مشكلات بايد د قوم په اساس نه بلكې د جغرافيې په اساس مطالعه شي. ځكه د پاكستان پولو ته څېرمې سيمې مشكلات لري. دا خبره ځكه سمه نه ده چې په شمال كې هم يوازې د پښتنو په سيمو كې ناكرارۍ دي او يوازې پښتانه وژل كېږي. همدا اوس په لسګونو زره فاريابي پښتانه په هلمند او نورو سيمو كې د مهاجرت عمر تېروي. يا مثلا په تېرو دوه ، درې كلونو كې په بلخ او سرپل كې په لسګونو مشران په مرموز ډول ترور شول چې ټول پښتانه وو. او يا كه  د بغلان، كند ز يا تخار زندانونو ته ورشئٍ نو په سياسي او امنيتي مسايلو كې به له پښتانه پرته بل څوك ونه وينئ. دغه راز كه د افغانستان په هر ګوټ كې د ملي امنيت د تحقيقاتو كوټې او د شكنجو زېر خانې خداى مكړه وګورئ نو يوازې په پښتو ژبه به د خداى پاري چيغې پكې واورئ.  له دې ترخو يادوونو منظور دا دى چې د پښتنو ستونزې او د نورو افغانانو ستونزې يو څه بېلې دي نو ځكه پښتانه بايد انتخاباتو ته له يوې خاصې زاويې وګوري.

  سوال دا دى چې پښتانه بايد چا ته رايه وركړي چې د دوى خپل خاص او فوق العاده مشكلات يا كم شي او يا ختم شي؟ زما په نظر را روان انتخابات د پښتنو د پاره يو فرصت دى چې د خپلو ستونزو د كمولو په منظور ورڅخه استفاده وكړي. يو زيات شمېر پښتانه خو دومره مايوسه دي چې په انتخاباتو كې د ګډون اراده نه لري خو برخه نه اخيستل يوازې د خپل حق تلف كول دي ، دوى ته بله څه ګټه نه لري. د پښتانه  ګټه دا ده چې غور وكړي، او خپل خير وسنجوي او رايه واچوي. 


   خو په څو څلوېښت كانديدانو كې بايد پښتانه چاته رايه وركړي چې دوى ته ورپېښ مشكلات يې كم شي؟

  زما په نظر پښتانه بايد خپل ځان ته ورپېښ مشكلات وسنجوي او بيا قضاوت وكړي چې دغه مشكلات كوم كانديد ورحل كولاى شي؟

په دې كې شك نشته چې زموږ د ټولو مشكلاتو مور وپلار نا امني ده او په دې كې هم شك نشته چې د نا امنۍ يو علت پاكستان دى. پاكستان اوسني حكومت ته د شك په سترګه ګوري. حامد كرزي چې په هندوستان كې تعليم كړى دى نو پاكستان ورباندې باور نه كوي. همدا تېره اونۍ هم پروېز مشرف په مركه كې وويل چې د اوسنى نا امنۍ اصلي علت حامد كرزى دى. مشرف وويل چې كرزى په اداره او د خپل ملك د چارو په كنټرول نه پوهېږي او دې شي پاكستان هم ناكراره كړ. د مشرف خبره به سمه وي يا نا سمه خو په دې كې هم شك نشته چې د هندوستان په فارغ التحصيل كرزي باندې پاكستان باور نه كوي او ځكه خو د ده له حكومت سره مخالفت كوي. په تېرو اوو اتو كلونو كې د كابل حكومت د پاكستان د بې باوريو د كمولو په ځاى د پاكستان شكونه نور هم ورزيات كړي دي. مثلا ډېر ځله يې په سرحدي ولايتونو كې قراردادونه هندي كمپنيوته وركړي دي چې پاكستان يې نور هم پارولى او بدګومانه كړى دى. شايد استدلال وشي چې افغانستان خپلواك هيواد دى او پاكستان بايد دا حق ونه لري چې زموږ د خاورې دننه قراردادونو يا زموږ په خارجي روابطو كې مداخله وكړي. دا استدلال سم دى مګر يوازې په تيوري كې سم دى. په عمل كې خبره همدا ده چې پاكستان له خپلو ظالمانه كړنو لاس نه اخلي او د دې شي پايله دا ده چې زموږ په پښتني ښارونو او ولسواليو كې په كندهار او خوست او داسې نورو سيمو او ښارونو كې د بمونو، تخريبونو او تباهيو بازار تود دى. د كابل حكومت د سرحدي ولايتونو په پوهنتونونو كې نه د جرمني ، نه د فرانسوي او نه د بلې داسې ژبې چې په علم او اقتصاد كې زموږ په درد وخوري، پوهنځى او ديپارتمنت جوړ نه كړ خو په جلال اباد كې يې د هندي ژبې پوهنځى جوړ كړ چې نه د كاروبار په دنيا كې پكارېږي او نه د علم په دنيا كې . ځكه هنديان پخپله خپل علمي اثار په انګرېزي ليكي. مګر دا پوهنځى د دې د پاره جوړ شو چې هلته هندي استادان راشي او پاكستان بدګومانه شي او اى اس اى ننګرهار هم د مرګونو او قتلونو په ولايت بدل كړي. د دې مثال د وركولو مقصد دا و چې كابل حكومت په تېرو اوو ، اتو كلونو كې د پاكستان د بدګومانيو د كمولو كوشش نه دى كړى او بلكې چې نوې بدګوماني پيدا كېده نو هغه يې پيدا كړې ده.  دا كار ولې شوى دى؟ ځكه چې په اوسني حكومت كې داسې كسان  چې د پښتنو د خير توقع ورڅخه كولاى شو هغوى يا په اداره نپوهېږي او يا د خپلو جيبونو د ډكولو فكر دومره په مخه كړي دي چې بل شي ته وزګاره نه دي.

  نو كه د پاكستان لامل ته وګورو زما وړاندېز دا دى چې حامد كرزي ته رايه وركول د پښتنو په تاوان دى.

خو حقيقت دا دى چې د افغانستان د مشكلاتو اصلي لامل د ادارې كمزوري ده. دا هغه خبره ده چې عرب و عجم او شرق و غرب يو هم وركې شك نه كوي. كله چې اداره كمزورې وي ، اختلاس زيات وي، بې عدالتي زياته وي، نو طبعا نا امنيو او ناكراريو او خارجي مداخلو ته لاره پرانيستل كېږي. د ښاغلي حامد كرزي اداره خو خلكو په اوو، اتو كلونو كې وليده چې ورځ په ورځ وشړيده. نو كه دى بيا راشي په غالب ګومان اداره به نوره هم وشړېږي او يا  كه ډېره توره وكړي په اوسني حال به پاتې شي . نو كه له دې اړخه وګورو د ټولو افغانانو او په تېره بيا د پښتنو په ضرر ده چې حامد كرزي ته رايه وركړي. د حامد كرزي د ادارې كمزوري تر دې حده ده چې خپله كورنۍ  نه شي كنټرولولاى او هغه څوك چې ده ورباندې تر هر چا زيات باور وكړ او خپل لومړى مرستيال يې وټاكه او بل يې ارشد وزير كړ، هغوى ورسره مخالف دي. مطلب دا چې كرزى د وګړيو د پېژندلو په كار كې ډېر ناكام دى او دى د كار خلك نه پېژني.

د پښتنو بله لويه ستونزه د امريكايانو او ناتو قواوو بې رحمانه بمبارۍ دي. اوسنى حكومت په دې قادر نه شو چې د بمباريو مخه ونيسي. او د دې شي يو لوى علت دا دى چې د ښاغلي كرزي خوله له اوبو ډكه ده ، د ده كورنۍ په قاچاق او مالي فساد تورنه ده، دى كه لويديځ ته لږ سخته خبره وكړي، هغوى پسې دوسيې راباسي، نو زما په نظر پښتنو ته داسې څوك پكار دى چې دوسيه ونه لري.

د افغانستان ستونزې ډېرې دي او لويه ستراتېژي او طويل المدته پلانونه غواړي خو له دې دركه كه وګورو نو حامد كرزي بيا هم نومره نه وړي. دى دومره بې پلانه دى چې سهار شايد يوه خبره وكړي او ماښام بل پلان ولري. داسې ډېر شوي دي چې سهار يې يو څوك مقرر كړي او ماښام يې بل څو ك مقرر كړي دي او دغه شى د افغانستان غوندې ملك د پاره تباهي راولي. كرزي پنځه كاله پخوا مارشال فهيم لرې كړ خو اوس يې بيا خپل معاون كړ. دا د ده د بې پلانه او بې پروګرامه سياست او فكر يو مثال دى.

  ډېر كسان وايي چې په ټول افغانستان او په پښتني سيمو كې د ناكراريو يو علت دا دى چې د خلكو اقتصاد كمزروى دى. خو كرزي په تېرو كلونو كې په ميلياردونو ډالر مصرف كړل مګر فابريكه يې جوړه نه كړه چې خلك پكې كار وكړي. ظاهر شاه بابا د خپل حكومت په هغه كمه بوديجه د ګلبهار د نساجي غوندې فابريكې جوړې كړې چې شل زره كارګرو پكې كار كاوه مګر كرزي پخوانۍ فابريكې هم فعالې نه كړې او كه يې يوه نيمه فعاله كړه نو هغه يې په خپلو وروڼو خرڅه كړه لكه د بغلان د سيمنټو او بورې فابريكه. د اوسني حكومت د اقتصادي سياستونو  بل مثال د برق بندونه دي. دې حكومت په سلګونو ميليونه ډالر ولګول او له اوزبكستانه يې برق واخيست چې كه هغوى هر قيمت ورباندې ږدي ، ايښودلاى يې شي خو خپل تيار بندونه يې بيا ونه رغول. دغه راز د كوكنارو په اړه يې په سلګونو ځله بزګرانو ته وعدې وكړې خو په عمل كې يې هيڅ ونه كړل او بلكې د كودو، اصلاح شويو تخمونو او تراكتورونو په برخه كې به چې  پخوا نو حكومتونو له بزګرانو سره كوم كومك كاوه هغه يې هم بس كړ. په پاكستان، هند يا بنګله دېش كې چې كوم كارګر عربي هيوادونو ته ځي نو حكومت د هغو سره ډول ډول مرستې كوي او حمايه كوي يې ، خو زموږ كارګر كه ځي ، كه راځي يا هلته كار كوي، زموږ حكومت ورسره هيڅ ډول رابطه نه ساتي. لكه بلكل چې د پردې ملك كسان وي.

له اقتصاده چې را تېر شو فرهنګ به ياد كړو. د كرزي صاحب په حكومت كې په شمال كې پرته له سرپله نور نو ټولو ولايتونو ته پوهنتونونه جوړ شول خو په جنوب كې حال دا دى چې وردګو چې په خپل مصرف د ژورناليزم پوهنځى جوړ كړى و، هغه يې وررسمي نكړ څو چې ختم شو او يا د پېښور د اريانا پوهنتون مسولين تر اوسه پورې لا منډې وهي چې پوهنتون يې رسمي شي. كرزي صاحب په خپل امر د خوشحال خان دلېسې ځمكه ايت الله محسني ته وركړه چې د ايران په مرسته لوى پوهنتون پكې جوړ كړي، خو استاد سياف چې دا اوه ، اته كاله يې كرزي ته منډې وهلې د دعوت و جهاد پوهنتون امر تر لاسه نه شو كړاى، البته اوس چې انتخابات را راوان دي نو د نوموړي پوهنتون امر يې وركړ. عجبه دا ده چې د دعوت و جهاد پوهنتون له موجوديت سره استاد رباني په خپل حكومت كې مخالفت ونه كړ مګر د كرزي ادارې په يوه بهانه او بله بهانه دا اووه ، اته كاله وځنډاوه. په كابل كې په مورنۍ ژبه د معارف د غورځنګ كسانو په حنيف اتمر باندې په احمد شاه بابا مېنه كې يو څو پښتو ښوونځي ومنل خو شايد ډېر كسان به خبر نه وي چې فاروق وردګ هغه ښوونځي دوباره دري كړل. په شمال كې خو هغه ښوونځي هم په دري شول چې د استاد رباني او دوستم او كارمل په وخت كې په پښتو پاتې و. د پښتنو د پاره  د فرهنګ په ساحه كې شايد د ملا عمر د ښوونځيو د سوځولو او د كرزي د پښتو سوځولو تر منځ چندان فرق نه وي. كه د پدرام حكومت راشي نو سترې محكمې ته به دادګاه عالي وايي او ولسوالي ته به شهرستان او د اسې څو نورې پښتو كلمې چې پاتې  دي د هغو ګيلم به ورټول كړي. تاسې وګورئ د افغانستان تلويزيونونو او اخبارونو ته چې اكثره يې د پښتو ژبې او حتا پښتو كلمو سره څنګه سلوك كوي. د پدرام او اوسني حكومت تر منځ به فرق دا وي چې پدرام به په لنډ وخت كې د پښتني فرهنګ ګيلم ورټول كړي چې شايد هغه بېړه د عكس العمل سبب شي خو ښاغلى كرزى په خپله هم كله كله پښتو وايي او دا كار يو څه په تدريج تر سره كوي چې نوى نسل بې فشاره او بې مشكله د پدرام د فرهنګي پاليسيو منلو ته تيار وي. تېره ورځ چې  د كابل لس، يولس زره ښوونكو ته د ده سبز د ځمكو د وركولو په مناسبت په كابل ښار كې غونډه وه نو كرزي او د معارف وزير يې دواړو په پښتو خبرې وكړې. دې غونډه كې زه هم ناست وم او زه پوه شوم چې دوى ولې په پښتو خبرې كوي. اصل خبره دا وه چې د ده سبز د پښتنو ځمكې يې د يوه بل توكم په خلكو وېشلې. دغه باريكي بايد پټه پاتې واى نو ځكه كرزي او فاروق وردګ ته پښتو ورياده شوه.

د افغانستان د پښتنو بله لويه ستونزه د طالبانو جګړه ده چې له دواړو غاړو پكې پښتانه مري او د دوى امكانات له منځه ځي. متاسفانه طالبان د افغانستان تر بل هر سياستوال له كرزي سره ډېر مشكل لري ځكه طالبانو د خپل قدرت په وخت كې د ده پلار ورترور كړى و او دغه دوه لوري  اوس په يو بل هيڅ باور نه كوي. دغه راز د تېرو اوو، اتو كلونو قتلونو د كرزي د ګروپ او طالبانو تر منځ فاصله دومره زياته كړې ده چې د دوى اشتي كول او په يو بل باور كول، خورا لرې ښكاري نو دا به د پښتنو په ګټه وي چې په كوم بل سياستوال پسې وګرځي چې د روغى جوړې چانس زيات شي.

   دغه مشكلات چې ما يې د كرزي په اړه يادونه وكړه د كرزي خورا نژدې دوستان هم په شخصي مجلسونو كې كوي خو دوى دا هم وايي چې همدا سړى لا غنيمت دى ، هسې نه تر ده په بدتر سړي وا وړو. د كرزي ځينې نور دوستان بيا استدلال كوي چې امريكا هسې هم كرزى راوړي نو پښتانه بايد رايه وركړي او ځان له حكومته محروم نه كړي.

  خو دا دلايل ناسم دي. ځكه د دنيا په هر هيواد كې چې د يوه حكومت پاليسي ناكامه شي خلك نوى كس راميدان ته كوي چې ګوندې بهتري راشي. امريكايانو اوباما ځكه راوست چې فكر يې وكړ چې د بوش پاليسۍ كاميابې نه وې. كه يوه دوا د ناروغ علاج ونه كړي نو عاقل ناروغ خو هغه دى چې په بل طبيب او بله دوا پسې وګرځي.

   بله خبره چې كرزى هسې هم راځي بايد رايه وركړو،  ځكه سمه نه ده چې اول خو دا معلومه نه ده چې امريكا يې خامخا راولي كه يې نه راولي . بله دا چې كه كرزى راځي يا نه راځي خو چې پښتانه رايه ورنه كړي نو دنيا او نورو وطنوالو ته خو به حد اقل دا معلومه شي چې د تېرو څو كلونو په بدمرغيو باندې پښتانه خوشحاله نه و. اوس كه پښتانه راپاڅي او بيا كرزي ته رايه وركړي نو د دې معنا خو دا ده چې د پښتنو په سيمو كې دا هره ورځ قتل عامونه سم دي او پښتانه ورباندې نا راضه نه دي. نو كه پښتانه له اوسنو حالاتو راضي معلوم شي بيا به ولې امريكا يا ملګري ملتونه يا بل څوك د حالاتو د ښه كولو پروګرام جوړوي. كرزي ته په رايه نه وركولو كې بله ګټه دا ده چې كه كرزى كامياب شي او پښتنو رايه نه وي وركړې نو  بل ځل دى ممكن په پښتنو تر اوس مهربان شي ځكه تېرې تجربې ثابته كړه چې چا ده ته تر ټولو كمه رايه وركړه كرزي هغو ته لا زيات امتيازات وركړل. په تېرو پنځو كلونو كې چې په كابل كې د كرزي په خلاف څومره منفي تبليغات وشول د هغو كابو ټولو پيسې مارشال فهيم برابرولې خو كرزي هغه خپل مرستيال كړ. محقق هغه څوك و چې په ده پسې به يې همېشه بد ويل او په مقابل كې ورته كانديد شو خو ايا تاسې خبر ياست چې محقق چې وكيل شو نو كرزي حكم وكړ چې محقق مهم سړى دى ده ته بايد د حكومت په بوديجه ضد مرمي موټر واخيستل شي. محقق ته او د محقق قام ته چې كرزي په تېرو پنځو كلونو كې نور څومره امتيازات وركړي دي په هغو باندې كتابونه ليكل كېږي. هزاره چې هوښيار قام دى او هوښيار مشران لري هغوى د كرزي په دې خامۍ پوهېږي او همېشه شكايتونه كوي. كريم خليلي چې څو اونۍ دمخه د لويې جرګې په خيمه كې خپل قام راوغوښت او د كرزي په ګټه يې خبرې وكړې نو دا يې هم وويل چې دا سمه ده چې له موږ سره اوس هم بې انصافي كېږي او خپل حق نه دى راكړ شوى خو بيا هم د ملي مصلحت په خاطر له كرزي سره ودرېدم. كريم خليلي ځكه داسې وويل چې هغه پوهېږي چې كه د كرزي له پاليسيو پلويتوب وكړي نو بيا كرزى ممكن ورنه مخ واړوي او كرزى فكر وكړي چې هزاره  خو خوشحاله دي راځئ له هغو سره مرسته پكار ده چې ناراضه دي. يو بل مثال د ډاكتر عبدالله دى. ډاكتر عبدالله د كرزي په تېره كابينه كې يوازينى برحاله وزير و چې ويې ويل يونس قانوني د ولسمشرۍ وړ دى او زه يې د كرزي په مقابل كې پلويتوب كوم. خو له دا رنګه موقف سره سره د كرزي له كاميابۍ وروسته عبدالله د خارجه وزير په حيث كار ته ادامه وركړه او تر هغو خارجه وزير و چې په خپله يې استعفا وركړه. مګر كرزي له استعفا وروسته هم عبدالله ته له امتياز وركولو لاس وانه خيست. عبدالله يې د سولې د جرګې مشر كړ. حال دا چې عبدالله په پښتو خبرې نه شي كولاى او د پاكستان له پښتنو سره خو بالكل نا بلده دى. مګر كرزي ته د جرګې تر كاميابۍ د عبدالله خوشحالول او لويول مهم و. تاسې به ياد وي چې كرزي تېر كال يو ځل وويل چې عبدالله به په لنډ وخت كې وزير شي مګر هغه خبره بيا تر ننه پاتې شوه ځكه عبدالله ورسره ونه منله . مطلب دا چې كه كرزى راځي هم پښتنو ته به يې ګټه هغه وخت رسېږي چې پښتانه رايه ورنه كړي او كه پښتانه رايه وركړي نو د دې شي معنا به دا وي چې د دوى حال به د اوس غوندې يا تر دې بدتره  وي او دنيا به فكر كوي چې پښتانه د تېرو اوو، اتو كلونو په پېښو راضي دي.

تبصره نسته

  1. وروره چې خوا بده نه کړی
    ځینې دلیلونه دی بیخي مازغه نه اخلي لکه که پاکستان حامد کرزﺉ نه خوښوي نو پښتنو ته ګټه نه کوي.
    وروره د پاکستان خو هر هغه افغان نه وی خوښ کوم چې د افغانستان استقلال، د خاوری تمامیت او ملي حاکمیت ساتي. او که وګورو نو اوس خویی هغه مجددی، ګیلانی او نور هم نه دی خوښ چې پرون یی ورته عالمان وییل. خو طالبان یی ډیر خوښ دی چې وطن ورانوي. نورمامد ترکي یی نه وو خوښ، ظاهرشاه یی نه وو خوښ، داود خان یی ده وو خوښ او نجیب الله خو چې لکه پاکستان له پلار وژلی وو. نو وروره کرزﺉ د لرو او برو افغانانو خوښ دی او ټولو پښتنو ته پکار دی چې کرزﺉ د نورو پنځو کلونو لپاره وټاکي. په ډیر درنښت

  2. karzai is the biggest criminal persons against lar aw bar pakhtoonsssssss pakhtoon should not give vote to this irani parsian agent this karzai his brother is drug mafia responsibal for bad imege of afghanistan,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,karzai is against paktooonnnnnnn karzai is agent of isi

  3. salam grana worora da khaber de sahii da chi lkl
    karzai de pokhtano marai pre karee da aw de pakhtano dushman dai kho da nemanum chi afghnistan de pakistan bawaar ta zarorat paida karee bas da dera ghulami mo wakraa. waslaam

  4. salam grana worora da khaber de sahii da chi lkl
    karzai de pokhtano marai pre karee da aw de pakhtano dushman dai kho da nemanum chi afghnistan de pakistan bawaar ta zarorat paida karee bas da dera ghulami mo wakraa. waslaam

  5. نامتو وروره ډير ي خبري دي سمي وي ،ستاخبره نن ټول هيواد منې اوتايده وي يې چې كرزي ته رايه وركول دافغانانودذلالت په معني ده ، كه دكرزي واكمني اوږده شي نودپښتنو دناموسونو دليلام كيدوپه معنې ده نه بآيد هيواد وال دالويه غلطي وكړي چې كرزي ته بيا واك وركړي ،
    دپاكستان سره كرزي هيڅ هم ددوښمني سياست نه دي چلولې نه كرزي دونه توان لري چې داكاروكړي ، ځكه كرزي خپله په يو ډول دسي اي اې غړي پاته شويد ي ، دوهم كرزي ونه شواي كولاي نړيوالوته اصلي ټكي چې زموږ اودپاكستان دستونزو پرسرده وړاندي اوهغه وربآندي قانع كړي هغه دپښتو نستان خبره ده ولي تراوسه كرزي داخبره نه ده راپورته كړيي اونه يې راپورته كويي ، ځكه دي دپاكستان دګټو لپاره كاركوي په دي نني خبرويې مه ختاكيږي چې ناري وهې ،
    ترهغو چې دپښتونستان خبره هواره نه شې پاكستان زموږ دوست نه شي كيداي اوكه يې ځوك تمه لري نو هغه بي خې له عقله خالي دى ،
    كه كرزي ريښتيا كاركولاي نو دپښتونستان ستونزي ته به يې دهواري لاره لټولي واي ، دادسرطان دانه ده موږ به تل وربآندي ناروغه يو ددي استل په كاردي چې دادكرزيانوكارنه دي دادامان الله خان نورمحمدتره كې او دډاكتر نجيب غوندي ميړنيوسرونه او هوډونه غواړي دادمعاملوګروكارنه دي
    دلنده انډيواله ته په لندن كې ناست له هيواده ځه خبر يې دكرزي په واكمني كې له دونه دالروسره زموږ هيوادوالوخپل اولادونه له لوږي وپلورل واښه يې وخوړل اوله لوږي مړه شول ،
    كرزي دپښتنو اوافغانانو پرسرهغه معامله وكړه چې تاريځ ورته خپل لقب وركړيدي
    نوربايد له واقعتونوتير نه شو
    كرزي ته رايه وركول ملي خيانت او افغاني جنايت ديى.

  6. Zma grano wrono
    Toltakany pa ishghal sawy watan ki sa mana lary.Ka chery reshtia demoracy wy no de awal yaw refrendom de Americayano aw bandaniano par mojodiet band wash, che asassi khabara . Omidona der shawi dy aw tol dagha ghamona ba Pashtana nor ham baydara kry aw her mo nashi che mog najdy 70 milliona yu. Tolota sparesht kawam che hagha mashor ketab de Tolostoy walwali: POLAD SANGA KLAKIDE.maloma shy.Dera mana aw de Loy Pashton de yawali pa hela

  7. Zma grano wrono
    Toltakany pa ishghal sawy watan ki sa mana lary.Ka chery reshtia demoracy wy no de awal yaw refrendom de Americayano aw bandaniano par mojodiet band wash, che asassi khabara maloma shy. Omidona der shawi dy aw tol dagha ghamona ba Pashtana nor ham baydara kry aw her mo nashi che mog najdy 70 milliona yu. Tolota sparesht kawam che hagha mashor ketab de Tolostoy walwali: POLAD SANGA KLAKIDE..Dera mana aw de Loy Pashton de yawali pa hela

  8. sta khabara sara moafiq yam kho pakhtana pa cha bayed bawar wakree. Karzee ta che pa teero intikhabato ki mong kom mandayee aw stoonzi galali yaw Allah pre khabar day da wali da tool mong da Pashtoo zabee aw da pashtanoo da sarlawaree lapara kawal kana no karzee zamoon da plar zoy na woo kho da da pashtoo sara sa wakral da tasso pa khowkoolo tako ki bayan karala
    pa dranakht

  9. Vacancy No: 008 after Dawod Khan
    Post Title: President
    “”Organization””: Afghanistan
    Location: President House Kabul Afghanistan
    Duration: 5 Years (NO probationary)
    No of Post: 1
    Sex: Male or Female
    Nationality: Real Afghan
    Salary: Base on Rules
    Date Announced: 2009-06-04
    Closing Date: 2009-08-01
    Duties & Responsibilities:
    1. Rescue Afghanistan from the current crisis.
    2. Work for peace, tranquility and security
    3. Work for national unity, development and economy
    4. To lead our poor Organization towards prosperity
    5. To have strong foreign and trade relations
    6. Able to work without any pressure