د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۸ نیټه
د ارادې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د ملې اردو د ۱۱۱ نوې فرقې جوړولو ته په اشارې لیکلي دي، چې دا فرقه به له پولیسو او ملي امنیت سره د کابل په امنیت کې مرسته وکړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کانټر پانچ ویب سایټ د یو رپورټ په استناد لیکلي دي، چې د دولت مخالفین کابل ته په نفوس کولو کې له ستونزې سره مخامخ دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په سیمه کې ترورزم په خلاف روانه مبارزه څیړلې اوددې مبارزې د بزبالیتوب لپاره يې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ همکاري یو ضروري اصل بللې دې.
د انیس دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د کابینې غونډې ته د ولسمشر کرزي د وینا ځینې برخې خپرې کړي او لیکلي دي، چې افراطیت، جنګ او نفاق د سیمې اساسي ستونزې دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې ددفاع د وزارت لخوا د نوې فرقې جوړیدو ته په اشارې لیکلي دي، چې د نویو جوړو شویو جزتامونو د کار ماهیت باید له مخګې نه تعریف شي څو د انتخاباتو امنیت ډاډمن شي.
ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې، چې د نشه يي توکو په خلاف د مبارزې قانون د ولسي جرګې لخوا تصویب شو.
د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د جرمني د یوې موسیسې په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان پوځي ځواک باید راکم کړاې شي، ځکه ددې موسیسې په وینا د نړۍ له پوځي همکارۍ سره سره د افغانستان د ستونزې د حل لپاره هیڅ امید نشته او د ښارونو د بیارغونې ملاتړ هم نه کیږي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د ستراتیژیکو او نړیوالو اړیکو د مرکز دا وینا راغستې، چې نړیوال په افغانستان کې یوه ګډه ستراتیژۍ نه کاروي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملګرو ملتونو په هغې پریکړې ، چې له مخې يې په افغانستان کې د اپیمو د تولید د له منځه وړلو لپاره له بهره اپیم واریدیږي، تبصره کړې او هغه يې د بد مرض بده دوا بللې ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې بیا په سیمه کې د امن او ثبات په ټینګښت کې د افغانستان او روسیې رول څیړلې دې.
د ورځپاڼې په سرمقاله کې د پاکستان روانې وضعې ته کتنه شوې او په لاهور ښار کې د تیرې ورځې حملې ته په اشارې لیکل شوي، چې په پاکستان کې د نا امنیو لمن پراخیږي.
ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام په پاکستان کې د وسلوالو طالبانو پر ضد روان پوځي عملیات هم څیړلي، خو ددغو عملیاتو بري ته يې د شک په سترګه کتلي دي.
د افغانستان ټایمز انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې دا خبر ورکړې، چې افغان کابینې پخپله پرونۍ غونډه کې پنځلسو خصوصي امنیتي کمپنیو ته د فعالیت جواز منظور کړ.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان په لاهور ښار کې د تیرې ورځې حملې ته په اشارې لیکلي دي، چې طالبان هڅه کوي څو پاکستان مجبور کړي، چې ددوې پر ضد روان عملیات پاې ته ورسوي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد ستونزه په یو کارټون کې انځور کړې او لیکلي دي، چې د پیسو د ګټلو اسانه لار په اداري فساد کې ښکیلیدل دي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼې
دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د دیموکراسۍ روان بهیر څیړلې او لیکلي دي، چې واک ته د رسیدو لپاره سیاسي مبارزې اوس د جګړې ځاې نیولې دې.
خو اصلاح بیا هم په افغانستان کې د فساد نړیوال اړخ څیړلې او لیکلي دي، چې دا فساد میلیارډونو ډالرو ته رسیږي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو د امنیت لپاره د کورنیو چارو د وزارت لخوا په اعلان شویو تدابیرو تبصره کړې، خو پوښتلي دي، چې ایا له دې سره ټول ځایونه د یوې جنګي قلعه بڼه نه غوره کوي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو مطلب کې د شیعه ښځو د احوال شخصیه قانون جوړیدو ته په اشارې د افغانستان د بشر د حقوقو په خپلواک کمسیون دا انتقاد کړې، ددې قانون په وړاندې چوپه خله پاتې دې.
دې ورځپاڼې هم په پاکستان کې روان حالات څیړلې او دا پوښتنه يې کړې، چې ایا پاکستان د طالبانو په خلاف په مبارزه کې رښتینې دې؟