کور / تازه خبرونه / د لاهور ځانمرګي بريد د دوه سوه په شاوخوا کې کسان مړه او ټپيان کړل

د لاهور ځانمرګي بريد د دوه سوه په شاوخوا کې کسان مړه او ټپيان کړل

نن سهار د پاکستان په لاهور ښار کې  د استخباراتې شبکې اى ايس اى دفتر ته څېرمه له بېړنيو امنيتي پېښور سره د مبارزې پر دفتر ځانمرګى بريد ترسره شو چې له امله يې پېنځه درېش تنه مړه او تر يو نيم سل  زيات ټپيان شول .

د ځايي چارواکيو په خبره تر بريد وړاندې لا وسله والو کسانو په ياد شوي دفتر باندې د سپکو او درنو وسلو بريدونه هم پيل کړي ووچې وروسته بيا د ځانمرګي بريد دوړو او غربهاري دغه برونه پسې بدرګه کړل .

د عيني شاهدانو په خبره بريد خورا زورور وو چې له امله د استخباراتي شبکې او د پوليسو د مرکز په ويجاړلو سربېره پېځلس ګاډي هم له مېنځه تللي دي او تر لېري پرتو سيمو پورې يې ځمکه لړزولې ده .

د چارواکيو په خبره کيداى شي ده غه بريد کې يو نيم سل کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي کارول شو ي وي .  

په پېښه کې ټپي شوي او مړه شوي ټول کسان دا مهال د لاهور کوګنګارام په نوم روغتون ته لېږدول شوي دي .

د ياد شوي روغتون د ډاکټرانو په خبره د بريد له امله د لاهور په ټولو روغتونونو کې بېړنۍ وضعه اعلان شوې ده .

همدارنګه سيمې ته ورغلى ټولې لارې د پوليسو له خوا تړل شوې دي او پر سر يې فوځي چورلکې څرخېږي .

تر دا مهاله پورې د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

د يادوونې وړه ده چې د پېښې ځاى ته څېرمه د اعلى‌ وزير او ايالتي اسمبلۍ دفترونه هم شته