د ولسي جرګې ښاغليو وکيلانو !
سپنتا پريږدئ د ملت د حيثيت پوښتنه وکړئ
ولسې جرګې په دې وروستيو کې د هغو قراردادونو او تړونونو له منلو ډډه وکړه چې د دوى په وينا له باور ځخه د غورځول شوي ډاکتر سپنتا لخوا د بهرنيو چارو د وزير په توګه لاسليک شوي دي ، د ولسي جرګې په وينا له ډاکتر سپنتا څخه جرګې د باور رايه بيرته اخستې ده که د ډاکتر رنګين دادفر سپنتا کلانکاريو ته ګورو چې په هشت صبح ورځپاڼه کې چې دده خپله ده دکرزي پر حکومت احسان ور غورځوي چې دى پکې دنده ترسره کوي ، بيا خو د ولسي جرګې پر يکړه پرځاى ده ، داسې کسان بايد په کابينه او حکومت کې نه وي چې دوى ذهناً هم د حکومت سره جوړ نه وي او عملاً هم ، که موږ بهرنۍ سياسي نمايندګۍ وګورو زياتره يې فلج او تر ډيره حده د شخصي روابطو او يا د يوه ځانګړي فکري تړاو پر بنسټ پکې د ښامارانو غوندې د افغان ولس پر مادي او معنوي ارزښتونو خپلې خيټې پړسوي ، ډاکتر سپنتا داسې ځوک نه دى چې ولسمشرکرزى دې پرې د ولسي جرګې انتقادونه او نا خوښي واخلي.
خو ولسي جرګې ته هم په کار دي چې پر ملي مسايلو ژور نظر وساتي ، دوى دې د ګاډۍ د آسانو په ځير معامله نه کوي چې يوازې يوه لور ته ګوري ، لږ دې سترګې وغړوي هيواد ته ور پيښ ګواښونه دې له پامه نه غورځوى د بهر نيانو خرمستۍ او مد هوسۍ ته دې وګوري ، هغه بله ورځ يې د هيواد د ولسمشر دسپرلۍ الوتکې ته ګواښ کړى دى ،دغه خبره په سايټونو او رسنيو کې خپره شوه او هسې پسې تيره او هيره شوه ولسي جرګې ته د ولس د استازيو په توګه په دې برخه کې چوپتيا او پټه خوله پاتې کيدل له ولس سره د جفا په معنا ده ،ښايي د ولسي جرګې زيات غړي د ولسمشر او حکومت له کړنو څخه راضي نه وي ، خو دا سليقوي اختلاف آن که اصولي وي او دوى حق پر جانب وي هم بيله خبره ده ، اوس خبره د هيواد عزت ،خپلواکۍ او حيثيت ده ،ولسمشر د هيواد تر ټولو لوړ دولتي مقام دى چې د ولسمشر آبرو او ژوند تر ګواښ لاندې وي د دې معنا داده چې د ټول ولس ژوند او آبرو ته ګواښ او خطر متوجه دي .
زما غوښتنه ديوه افغان په حيث د ولسي جرګې او نورو سياسي شخصيتونو او هغو کسانو څخه چې ځانونه يو څه بولي داده چې ددې پوښتنه وکړي ، له بهرنيو لوريو سره بايد دا سپينه شي چې دوى زموږ هيواد ته د څه لپاره راغلي دي ، زموږ د هيواد او خاورې استقلال ، ملي حاکميت او دولتي مقامونو ته په کوم ارزښت قايل دي ؟
ولې يې د افغان ولسمشر الوتکې ته جنګي الوتکو ګواښ کړى دى ، که ولسي جرګه دغه خبره را پورته نه کړي سبانى تاريخ به يې هيڅکله هم معاف نه کړي .
کيداى شي زما سره مې خپل هيواد وال همنظره وي چې درنو د ولس استازيو او نمايندګانو ! او سپنتا پريږدي ،د هغه پاتې کيدل او لرې کيدل دومره مهمه نه ده له بهرنيو ځواکونو څخه دخپل ولس د خپلواکۍ او حيثيت پوښتنه وکړى! ځکه چې دا زموږ د ټولو د سرنوشت خبره ده .