کور / تازه خبرونه / پاكستان: په جنوبي وزيرستان كي عمليات پيل كړل

پاكستان: په جنوبي وزيرستان كي عمليات پيل كړل

د پاكستان پوځي مقامات وايي پر سوات سربېره يې په قبايلي سيمو كي هم د طالبانو پر ضد عمليات شروع كړل.

د جنوبي وزيرستان د جنډولې څخه وركړل سوي خبرونه وايي په سپكو او درنو وسلو سمبال پاكستاني پوځيان په موټرو او ټانكونو كي جنډولې ته رسېدلي او د بيت الله مسود د طالبانو پر شكمنو سنګرونو يې حملې كړي، خو د مرګ ژوبله په اړه يې معلومات نسته.

ځايي چارواكي وايي د بيت الله مسود طالبانو د چګملايي په سيمه كي نن سهار پر پاكستاني پوځيانو راكټي بريدونه وكړل چي پوځ يې هم په وړاندي عمليات شروع كړل.

د پاكستان پوځي مقامات وايي په دې عملياتو كي ۸۰۰ پاكستاني پوځيان، يوه درنه توپخانه او څلور ټاكونه شامل دي.

په جنوبي وزيرستان كي دغه عمليات پر داسي مهال پيلېږي چي د پاكستان پوځ په بونير پسې د سوات د مركز مينګوري د نيولو خبر وركړئ دئ.

د پاكستان جمهوررئيس آصف زرداري له مخكي لا ويلي وو چي په جنوبي او شمالي وزيرستان كي به هم د طالبانو پر ضد عمليات شروع كړي.