په كابل كي د لر او بر ادارې همدا اوس تازه رسېدلى خبر وايي چي د كندهار په ښار كي يوه چاودنه وسوه.
په كندهار كي د لر او بر ويبپاڼي ته لومړني رسېدلي خبرونه وايي چي د چاودني علت د ملي پوځ د عسكرو څخه په ناپامي كي د يوه راكټ د چاودلو له امله رامنځته سوې، چي مرګ ژوبله نه لري.