د لراوبر ويبپاڼي همکاران او تخنيکي څانګه دلراوبر افغان وطن د يووالي او اړيکو د پراختياسايټ د لا پرمختګ او لوستونکو ته د اسانتياو رامنځته کولو په لاره کي په پرله پسې توګه هلي ځلي کوي ، يوه دغسي هڅه به که د خدای رضا وه نن ترسره سي، له دې امله ښايي لراوبر ډاټ کام دجون پر دوهمه د يو لړ تخنيکي لاملونو له مخي له ۸ ساعتو تر ۲ ورځو پوري د هوا له څپو ووزي ، په دغه وختونو کي به لراوبر په ټوله نړۍ کي نه پرانستل کېږي .
له دې امله له تاسو درنو لوستونکو مخکي له مخکي بخښنه غواړو .
ددې خبرتيا د لومړۍ بڼي د خپرېدو سره سم زيات شمېر لوستونکو اړيکه ټينګه کړه او دسايټ نه ځنډيدو غوښتنه يې وکړه ، ممکن سايټ په دغه دوران کي بند نه سي، موږ د تشويشونو د مخنيوي په خاطر خپلو درنو لوستونکو ته له مخکي خبرتيا خپره کړه ، که تاسو تر هغه وروسته بيا هم د لراوبر په ليدو کي ستونزه لرله موږ ته وليکئ . Larawbar.com@gmail.com
سل کاله کيږي چي يو چا په بې شرمۍ شلولئ
ځم چي د لراوبر د غرونو پرهار وګنډمه ( ب .عابد)
په درناوي
د لراوبر ويبپاڼي تخنيکي څانګه