څرنګه چې ددنياپه مخ په هره زمانه کې مختلف بدلونونه منځ ته راځي او ددغه بدلونونوسره انساني ژوندتغيرمومي کله په يوه اوبله بڼه اوړي راوړي،په ځينواوقاتوکې دراحت سااخلي اواکثره وخت دمشکلاتو ښکارکيږي؛چې زياتره برخه ئې دټولنې بې وزله وګړې دخپل ژوند څخه لاس په سرشي . دغه ربړونه اورنځونه په ځينې وختو نوکې دنړئ په مخ،کله دهيوادونواوحتی دسيمواوعلاقوپه شکل کې تباروزکوي،من جمله په پښتونخوا کې دملاکنډډويژن په کوزديرکې چکدري دافغان مهاجرينوکمپ دی٠
چې لوديزپلوته ئې دراميال اوچټ پټ دغرولړۍغزيدلي دي،ختيز ورته ئې تورتارکولي سرک اودمقامي خلکوجايدادونه شته،اوجنوب خواته ئې هم دچټ پټ کلی او پوخ سرک پروت دی او همدارنګه شمال طرفته ئې داميراباد سيمه اودګل ابادوچ اوشګلن خوړواقع دی،دکمپ مربوط علاقه نهويشت کاله دمخه ويريدونکي کندي اولوړي ژورې وې دانساني ژوندله پاره مناسب اومساعدي نه وې اوس په دغه کيمپ کې تقريبا ٣٥زره افغان مهاجرين دهجرت شپي سباکوي چې ډيرغريب اوناداره دي خودعلاقي دخلکودسپيڅلي اخلاقواوښه سلوک له کبله په غربت کې په خوښۍوخت تيروې دسياسي پلوه ددغه کيمپ خلک دهيڅ سياسي ارګان سره وابسته نه دي يوازې اويوازې دخپلو بچيانودخوندي ساتلو له پاره يوه مړۍ ډوډۍ پيداکوي اوبس٠
دلته ځايي خلک اومها جرين دورورۍ اړيکي لري ديوبل څخه خوښ اورضادي٠البته په اوسنيووختونوکې چې دملاکنډ په ډويژن کې کوم مشکلات مينځته راغلي دي اودا علاقه او سيدونکي ئې ورسره مخ دي دغې بدو حالاتو دنوموړي کيمپ په خلکو ډيره ناوړه اغيزه کړې ده٠دزياتو بنديزونو له کبله چې حکومت دخپل ځان دحفا ظت دپاره لګولي دي افغان مها جرين دسختو ستونځو سره مخ کړي دي،افغان مها جرين نه شي کولائې چې دخپل اهل وعال دپاره يوه مړۍډوډۍ په لاس راوړي ،لکه دنورې علاقي په شان ددوي مکا تب،مدراس وغيره بنددي هرڅومره عاجل مريض پيداشي علاج ئې ناممکن دی نه ډاکټر،نه روغتون،اونه دواشته نه دکيمپ په داخل کې بازارشته اونه ورته دبيرون څخه اجناس په ازادانه توګه راوړل کيږي نه پيسي لرې چې څه پرې واخلې٠افغان مها جرين دعلاقي دخلکو سره نه انډول کيږي ځکه سميز خلک دخپلو جايدادونو لرونکي دي کله نا کله دهغې څخه استفاده کولائې شي خو مها جرين له دغه نعمت څخه محروم دي،چې هر سړی دلو ږې،ناجوړۍ،ګرانۍ او ويرې څخه سر ټکوي نو له دې امله مونږ دبين المللې جامعې،خيريه ادارو،او حکومت څخه احترامانه هيله کوو چې په هر وخت کې ئې دافغان مها جرينو مرسته کړي اوس هم دغه بې وزله ولس سره مرستې وکړي او هم ددوي چغه او فرياد بين المللې ټو لنې ته ورسوي تر څوددوي دمشکلاتو په رفع کې همکارې وکړي البتۀ که حالات هم دغه شان دوام وکړي نو کيدائې شي چې يوه لويه الم ناکه فا جعه رامينځته شي په دې هکله دټو لو جها نيانو توجه غواړو .