په نورو هيوادونو کې چې کله د جمهوري رياست ټاکنې ترسره کيږي تر څلورو زيات نوماندان نه تر سترګو کيږي.دغه اندازه نوماندان ډېرې په پر مخ تللو هيوادونو کې وي ،خو په شاته پاتو هيوادونو کې لکه افغانستان چې کله د ولسمشرۍ ټاکنې نږدې شي نو ټول بيکاره او تنقيص شوي دولتي مامورين آن تر دې چې نالوستي وګړي د ولسمشريزو ټاکنو ته د نوم ليکنې په موخه خپلې کورنۍ،انډيوالان،دوستان،د چم ګاونډ اوسيدونکي پريږدي او د يو مقصد په تکل روانيږي.
هوکې همدغه د هیواد ولسمشریزې ټاکنې ښایم…
په پر مخ تللو هيوادونو کې ولسمشريزو ټاکنو ته نوماندان د څوکۍ لاس ته راوړلو څخه وړاندې خلکو ته خپل پروګرامونه او تګ لارۍ وړاندې کوي خو په افغانستان کې نوماندان خپلۍ څيرۍ خلکو ته ښايي او کله چې موقع په لاس ورشي نو بيا خپلې مزې او چړچې کوي خلک يې له ياده وتلي وي.زموږ اوسني نوماندان پريږده چې يو بل ته چلينج ورکړي هغه هم په سياسي ډګر کې خو هيڅ کوم مې ونه ليد چې په کاري ډګر کې خپل سيال ته چلينج ورکړي. دوى په يو بل تور لکوي چې له د وخته يې خپل کمپاينونه پيل کړي دى خوهغه څوک چې تور لګوي خپل ځان ته يې پام ندى چې د کابل ښار په لويو سړکونو باندې خپل انځورونه لګولي دي………
زما په آند دا ښه کار ندى چې د خلکو خدمت لپاره يوازې بايد ولسمشر واوسو.کولاى شو يو ښه ښوونکى وسو چې راتلونکې ته ولسمشران و روزو،يو ښه انجينير،طبيب،او نور کسب او کار ولرو. هره دنده چې موږ يې ترسره کوو که چيرې خلک ورباندې پوه نشي چې موږ څه ترسره کړي دي نو الله (ج) خو موږ ويني.
خداى(ج) وايي : عزت او ذلت د الله (ج) په لاس کې دى.
دغه څوکۍ نشي کولای چې موږ ته عزت را په برخه کړي، اوس خو ښه دی کله چې په ښار او کوڅو کې ګرځۍ یوازې کولی شۍ په آسانۍ سره وګرځۍ خو که دغه څوکې مو لاس ته راوړه نو د تګ او راتګ په وخت کې به لارې او کوڅې به ستاسو د لاسه بندې وي.آن تر دې چې ناروغان به هم په واټونو کې له ډیر انتظاره خپل ژوند له لاسه ورکړي.
کله چې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره کيدلۍ ګڼ شمير کسانو د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان په څير بې وزلو خلکو ته د خدمت ټټر وهلى وو، خو موږ او تاسو اوس د هغوې لاس ته راوړنې وينو چې کوم حد ته رسيدلۍ دي.کله چې هغوې د ولسي جرګې ور ته ور ننوتل ،ملي ګټې پاتې شوې او لومړى د خپلو لګښتونو لپاره هلۍ ځلۍ روانې شوې.آن تر دې چې د اوبو بوتلو ويشتلو باندې يې هم بسنه ونکړه.
دا خو موږ ټولو افغانانو ته په ډاګه ده چې ټول نوماندان نشي کولاى راتلونکي ولسمشران وي، دهغوې له ډلۍ څخه يو تن ،هغه هم مالوم ندى چې ولسمشربه شي او که نه؟ د دوى تګ لارې به څه وي؟آيا ټول به د ښوونځي زده کوونکو په څير په يوه شپه راټوليږي او ورته تګ لارې به سره ليکي؟
زه هغو نوماندانو ته دا وايم که چيرې دا هم تاسو په خپلو تګ لارو کې وليکۍ چې کله بريالي نشۍ نو له بلۍ لياري به هم د افغان ځپل شوي ملت سره خپلې مرستې و نه سپموي.
پوښتنه؟
تاسو د وږو خيټو څخه څه غواړۍ ؟ تر اوسه په هيواد کې بې پرواېې روانې دي تاسو ورڅخه څه غواړۍ؟
زما يو ه بيلګه وا ورۍ…که په کور کې يو کس وي نو يوه خبره بس ده.
شپږ مياشتې وړاندې یوه بوجۍ اوړه په ٢٠٠٠ افغانۍ پلورل کيده ،يوه ډوډۍ د پنځو افغانيو څخه لسو افغانيو ته لوړه شوه .اوس مهال يوه بوجۍ اوړه په زر افغانۍ پلورل کيږي خو هيڅ کله د يوې ډوډۍ بيه پنځو افغانيو ته را ټيټه نشوه،او ددې په څير د نورو شيانو بيې.
د دې بې پروايې ځواب به څوک ورکوي.راځې لومړى د دا ډول پيښو مخه ونيسو او ورسته کولى شو له هرې ليارې خپل مظلوم ملت ته د خدمت جوګه شو.
که د هيواد لرو پرو تو سيمو ته ځير شو د کليو او بانډو خلک د هيواد په سياسي بهير يا نه پوهيږي او يا هم خبر ندي.هر څوک نشي کولاى ځان کانديد کړي مګر داچې د بهر څخه خوږې اوبه ترلاسه نکړي.هغه څوک کولاى شي چې ځان کانديد کړي چې يا ښه مالدار وي او يا هم سياسي څيره ولري خو آيا تاسو اوس په اوسنيو نوماندانو کې دغه بيلګې وينۍ؟
درنو نوماندانو اوس مهال د هیواد امنیت او په تیره بیا اقتصاد له صفر سره ضرب شوی دی لومړی راځۍ چې ددې لارې چارې و لټووچې څنګه کولای شو دا بدمرغۍ له منځه یوسو او بیا خدای (ج) مهربانه دی چې یو څه به وشي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر عزيزالله لودين په وينا کله چې مې د نوماندان څخه د نوم ليکنې پر مهال و پوښتل چې تر دې وړاندې مو څه کول را ته يې وويل چې تعويضونه مې ليکل او داسې نورې چارې…دغه خبره نوموړي په يوې خبري غونډه کې ژورناليستانو ته کړې وه ،،،ژورناليستانو د ښاغلي لودين په خبره وخندل خو نوموړي ورته په ځواب کې وويل د خواشينۍ ځاى دى چې دا ډول کسان ځانونه نوماندوي او غواړي چې د يو هيواد چارې تر خپل کنټرول لاندې راولي.نوماندان نشي کولاى چې خپلې برنامې په خلکو ور وتپي خلک اوس پوهيږي چې څوک کولاى شي د هيواد ريښتني پالونکي وي ګرانو نوماندان پريږدې چې خلک په خپله خوښه رايې درکړي تاسو اوس په يو درشل کې ياست چې د خلکو رايو ته اړتيا لرۍ نو د خلک حق پريږدۍ چې اړو کسانو ته ورسيږي.يو څه بايد ورته ډيره پاملرنه وشي هغه دا ده چې اوسنيو نوماندانو خپلو کمپاينونو لپاره پيسۍ له کومې سرچینې پیدا کړي دي دوی به د خپلو کمپاينونو په وخت کې ډير شيان لکه، انځورونه، تګ لارې او نور د کمپاين اړين توکي چاپ کړي. تاسو اوس ووايې چې دا ټول لګښتونو به له يوه جيبه وي که نه ..سر چينې به يې زياتې وي؟
ګرانو په وطن مينو هيوادوالو په پاى که زه د لوى خداى څخه غواړم چې په افغانستان کې دغه سياسي تاوتريخوالى پاى ته ورسيږي او وکولاى شو په ريښتني توګه يو ملي شخصيت (احمدشاه بابا) پيدا کړو تر څو وکولاى شي زموږ په هيواد کې روانې بدبختې پاى ته ورسوي.
افغانانو راځۍ چې سره يو شو او سبا يو پياوړى افغانستان ولرو.
په درنښت