په كندهار كي د بېنوا فرهنګي ټولني مشر او په جنوب لوېديځه حوزه كي د سفما منشي عبدالاحمد محمديار وروسته له هغه د نامعلومو وسله والو له خوا ووهل سو چي د انارګل له مشاعرې څخه پوليسو په زوره و ايستئ..
ښاغلي محمديار د كندهار له ميرويس روغتون څخه په كابل كي د لر او بر ويبپاڼي ته وويل، چي دى يې له انارګل مشاعرې څخه په زوره و ايستئ او وروسته د پوليسو په مخ كي د نورو وسله والو له خوا چي ملكي لباسونه يې په تن وو سخت ووهل سو، پوچ و رد يې ورته وويل او ځني ولاړل.
د لر او بر ويبپاڼي هڅه وكړه چي په دې اړه د كندهار د چارواكو سره تماس ونيسي، د كندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع له دې پېښي ناخبري وښوده، خو په انارګل مشاعره كي ناست چارواكي د كندهار والي توريالي ويسا، د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي او د اطلاعاتو او كلتور رئيس عبدالمجيد بابي چي د پېښي له جزياتو خبر دي، ټلېفونونه يې جواب نه وايي.
عبدالاحمد محمديار وايي د غونډي په منځ كي د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د سوال او جواب دپاره ځانته ور وغوښتئ، چي ولي په غونډه كي د ډاكټر اشرف غني احمدزي كمپاين كوي.
خو محمديار د لر او بر ويبپاڼي ته وويل چي له دې كاره يې موخه كمپاين نه، بلكي د نورو مجلو او اخبارونو ترڅنګ د ډاكټر اشرف غني احمدزي چي د هيواد يو عالم شخصيت دئ په ژوند د خلګو خبرول وو.
محمديار وايي د كندهار ښاروال غلام حيدر حميدي د احمدزي د ژوندليك پر سر چي څو مياشتي دمخه لا په انټرنيټ پاڼو كي خپور سوى و، د پوهنتون يو محصل تر ده دمخه ډبولى او له غونډي څخه ايستلى وو.
د محمديار په وينا امنيتي كسانو ده ته هم د وهلو ګواښ وكړ، او ورته ويې ويل چي د كندهار والي ډاكټر توريالي ويسا امر ورته كړى چي په وهلو او ډبولو يې په زوره له غونډي وباسئ.
محمديار د خپل عمل څخه د دفاع په خاطر لر او بر ته وويل: ((كه د يوه كانديد ژوندليك پر خلګو وېشل هغه ته كمپاين ګڼل كېږي، نو بيا خو د كندهار ولايتي شورا او ولايتي چارواكو د حامدكرزي په ملاتړ د دولتي امكاناتو څخه په استفادې سره په تېرو دوو اونيو كي دوې لويي غونډي جوړي كړې، چي بايد چارواكي يې سپيناوى وكړي او د دغو غونډو پر جرياناتو د افغانستان په ملي راډيو ټلوېزون، د كندهار په سيمه ايزو راډيوګانو او پښتو انټرنيټ پاڼو كي خبرونه تېر سوي دي )).
Laanat par dasee hakoomat aw lanaat pa dasee beda mellat,
Mohammad Yas is being informed several times to leave such activites but he want to be killed he does not know the Kind of Kandahar.
د محمدیار او نورو فرنهګیانو سره د خواخوږۍ څخه وروسته، احمد ولي خان خو بدمعاش و او دا دی اوس ورسره بل لنډغر قسيم فهيم هم يوځای شو. دا خو به ډېر شرم وي چې دوی بيا واکداران شي.
یره اوس خو په کار ده چې ټول د اشرف غني ملاتړ پيل کړو. يواځينی کس دی چې شايد له دې لوچکانو څخه مو خلاص کړي. یو څو لوچکان یې په لوی کندهار کې، شېرزی یې په لوی ننګرهار کې، او قسيم فهي یې په شمال کې خوشي کړي دي. څوک یې چې خوښ نه وي نو خوله پرې لګوي.
خو که موږ راپاڅېږو نو دادا یې هم نه شي ګټلی.
د محمد يار او نورو ملګرو غچ بايد په دې واخلو چې خلک وهڅوو تر څو اشرف غني ته رایه ورکړي.
دښاغلي زړه ور محمديار او دهغه ديارانو سره خواخوږي !
محمديارصاحب تاسو ته اوس صحت غواړو .
او نور به دې خلګو ته چي په خوله وايی ( وطن افغانستان زنده باد) او په زړه کښي وايي (وطن افغانستان مرده باد) د تباه کېدو دعا کوو .
د پالوچانو په ټاټوبي مشهوره کندهار کښي اوس داسي د نرانو قحطي راغلې ده چي يو د خدای معيوبه ګوډ د هغه په بې وزلو لکړو ډبول کيږي خو د خلاصولو دومره څوک يې نشته چي کمک ته يې راسي او د جلادانو له منګولو يې خلاص کړي …. ؟؟؟
څومره بې غېرته زمانه شوه!!!
جلاديان مرده آباد
موږ پوه شولو چی داعمل د لوړپوړو چارواکو پواسطه ترسره شویدی انشاالله پدی ځل کرزی صاحب بیللی ده اشرف غنی به یی ګټی هرڅومره وهل ټکول چی وکړی کرزی صاحب به یی ونه ګټی خو باید دانااهله کسان له ادارو څخه لری شی پر ځای نیک خلک کار وکړی ګرانو ملګروته شه صحت غواړم
سلامونه !
سلمان ورور ښه تبصره کړې ده، همداسې ده د کرزي مردار خور په واکمنۍ کې افغانستان په هر لحاظ خپل حيثيت له لاسه ورکړى دى .
څۀ وخت مخکې په جلال آباد کې هم د کرزي يو کوکري ګل آغا شيرزي يو فرهنګپال ځوان شاعر او ژرنالست عزت الله ځواب ته په عام محضر کې کنځلې کړې وې چې هيچا ورته څه ونه ويل خو د ځواب پر ځاى نه وم چې په کونه ورننوتى وى .
په مينه مجله کې د والي شيرزي په نوم يو ليک ليکل شوى و چې په جلال آباد قصر کې يې د شېرزي د لور د کوژدې ترسره کېدو ته اشاره کړې وه او په والي يې غږ کړى و چې دا د دولتي نزاکت نه ډېره لرې خبره ده همدې خبرې لکه چې شېرزى دى که ګيدړ زى دى په غوصه کړى و اوس دادى د کرزي نورو ببرخولو کوکريانو زمونږ نازولى محمد يار وداړه .
خداى دې سزا ورکړي او خداى دې اشرف غني احمد زى هغه وخت ورته کامياب کړي چې له دوى سره هغه عمل وکړي چې زمونږ زړونه پرې يخ شي .
بهاند
I condemn with any possible terms the act of Norco-Mafia bandits and also urge my fellow Afghans , in particular the Kandaharis to stand and topple this bandit regime of Karzai. Of course, this is a sad incident that occurred, but I also believe this is the strongest signal of awakening and an alarm to fight this corrupt narco- mafia state. Let it be no doubt that if sit and watch that what is happening, it will have a grave consequences to our nation.
چه میږیان خدای وروکوی نو وزر ورکی آیا کرزیان اودهغه یاران په دی نه شرمیږی چه روغ خو پریده اوس ئي وه معیوبینوته لاس واچاوو اوهغه همداسی زړور اوتکړه ژورنالست چه ټول وخت ئی دخپل هیواداوخلکو په خدمت کی تیر کړی خو بیا هم داسی سر ناخلاصی او ناپوه خلک سته چه دیو څو یکیو له پاره په هر ناوړه کار او عمل لاس پوری کوی پر محمدیار حمله پر ټولو ژورنالستانو حمله ده چه تر دی مخکی ئي دهریوه عبدالصمد روحانی او میرویس یاسمی شهیدان کول وه چه دا هم د دی لړی په دوام وه چه همدا څولوچګان او بدمعاشان دخپل قدرت له پاره دافغان،مسلمان او انسان وینی او دچرګ وینی ته په یوه نظر ګوری
Salam brothers
Der da sharam zai de che mong tar aosa khapl koltor aw koltor pal khalak wa na pezandal aw na mo da koltor palano sara marasta wakra la ezafa mo mashran ra aochatigi aw khapl koltor pal khalak mo rala wahi aw dabawi. hey pashtano mehrabani wakrai aw lag da soch sakha kar wakhlai aw da khapl din, hewad aw koltor dushmanan wa pezanai. hey warono da khudai da para ratlonki ke sha takra aw pa din, hewad aw khaplo khalko main walas mashar watakai. Zama pa nazar Ashraf ghani ba sha wi. Da pashtano da baryalitob pa hela
Afghanano ra wish shay kana da karzay mo taba kawe os ye ham taba kalo de khoday pakhater yaw shay ,ya allah da karzay aw de karze pashan khalak taba aw barbad ke la ka sanga che gharib aw begona pakhtana ya taba kal
Salam to all of dear beloved afghans! first of all I would like to condomn the act fo unletirature, mafia and morderes. I feel sorry for Mahamadyar.. That is unacseptebal to bite a human bing and jornalist and disabel person. I think it IS TIME TO CHANGE. I. I told to all my fiends and familie members to vote for the right person. not fo mafia.
خدای شته چی کله می په لر او بر کی دا خبر ولید ډیره خوا می بده شوه ، ځکه هغه څوک چی په معیوبه صورت یی پښتنی ټولنی ته د چارواکو په پرتله ډیر زیات چوپړ کړی نن د ستاینی او تقدیر پر ځای هغه دوطن د مال او عزت لوټمارو،جاهیل او بی حسه داړه مارانو چارواکو لخوا وهل او ټکول کیږی کوم چی هیڅ یو پښتون یی نشی زغملۍ .ددی پیښی مسُوولین باید په دی پوهه شی چی د چا لپاره یی دامنحوس کار کړی هغه ته به په ګټه نه په زیان تمام شی او په ټولنه کی به د هغه لپاره د کرکی او نفرت باعث شي.په پای کی محمدیار ورور او نورو فرهنګیانو ته چی په دی ناروا کړنی سره یی احساسات زخمی شوی دتسلي او همدردۍ پیغام استووم او محمدیار او نورو فرهنګیانو ته د لوړو حوسلو ،سرلوړۍ او بریاوو غوښتونکی یم.
ګرانوهیوادوالو: دسر په سترګومو وکتل چی بدمرغه اومنافقین کرزیان څومره جاه طلب اوقدرت طلب دی؟ زه دمحمدیار دکارنامو نه خبر یم، محمدیار هغه پشتون او په ادب مین ځوان دی چاچی زما په اند اوس هم دمرتجعینو کرزیانو نه په دی ګوډه پښه ډیر دپښتو فرهنګ پاللی دی. محمدیار خو دمډالونو لایق وو نه دوهلو اوډبولو. زما ګران ورور محمدیارصاحب : خدای دی دهغو ناهلو احساسات مړه کړی چاچی ستا پرپښتومین احسا س وژلی. زما دزړه له کومی تسلی ومنه خدای دی پر ستا رحم وکړی . زه تاته ډآډ درکوم چه کرزیان او دهغه ملګری تاجکان او ایرانیان به یوه ورځ خامخا دپښتون دتوری شرنګ اوری او دپښتودرس به ورکول کیږی.
ګرانه او فرهنګپال وروره محمدیار صاحب ، ستا په وهلو ټکولو ډیر خپه سوم . خدای دې روغتیا او عاجله شفا درکړی . هر با احساس افغان چی خبریږی نو درباندی زوریږی او دا هرچاته ثابته ده چی کلي په زور نه آبادیږی . که په دې وهلو ټکولو کی د ښاغلي ویسا صاحب لاس وی نو نور هم خپه او متأثر سوم ، ځکه هغه د نوروجابرانو پر خلاف یو اکاډمیک شخص دی او دا توقع نه ځنی کېده . هیله ده چی ویسا صاحب په افغانی شهامی سره عفو وغواړی او خپله اکاډمیک لیاقت ثابت کړی . زموږ دعاوی درسره ملګري دي معزز محمدیار صاحب !وایی این هم میګذرد! له خدایه ایمانی او افغانی حوصله درته غواړم ، والسلام ، نثار احمد صمد
تر ټولو دمخه بايد دا ووايم چې زه د هيڅ چا پلوې نه
کومه دغيرمسلکي سياست مدا رانو نه خسته شوې اوډيرمې بد هم راځي دکوم ځايه چې
معلوميږي برحال بی کفايته، ناپوه اداره تل دخپل دجهالت په دونياکې سرتر پايه غرقدي
نه په ازادي د بيان پوهيږي نه د بشر په حقوق نه د قانون او نه د قانون په پياده
کولو باندې نه په حکومت او نه دحکومت کولو په طريقه ٠
په حکومتونو کې حکومت داري ځانته طريقه ،اخلاق او
پوهه اوسياست غواړي جرم تر جرم فرق کوي دا چې نن مې په نيټ کې ديو ډير پياوړی او
زمونږ د ورسته پاتی ټولنۍ يو ډير پوه اديب په بیرحمانه توګه وهل په عام په مظهر
وليد زما د ژورخفګان سبب وګرځيد ه .
دتاسف ځاې دی چې زمونږ ليډران د انګريزانو پر
اوږو سپاره اوفغانستان ته د قدرت د دوام او اشغال د پاره راځي او بيا ځانونه
داسی چوکې پوری ونښلوي چې ترڅو دافغانانو وينې سيلابونو غوندې توې نکړي دچوکۍ نه نه
پاڅيږي .
په همدې حکومت کې زمونږد وطن ډاکټران او انجينران
تکړه تکړه کدرونه دياړي ته اړ شوي دي روزي نلري دياړي هم نه پيدا کيږي پردي
ملکونوته د مزدورۍ په موخه ځي کلونه مسافر دي کرزی صاحب ستا په وخت کې ستا دقدرت او
حاکميت په وخت کې زمونږ مظلوم ملت دپردي تجاوز ګرانو په بمباريو يو کې زمونږ ناويان
،ماشومان، سپين ږيري ،تورسرې په وينو ولړل شول تا کوم يودبشر دحقوق ميز ته کش او
محاکمه کړلو؟؟
ايادا ويني پوښتنې لري کنه په يو معذرت غوښتنه خوبشري
جنايتونه نه نه بخښل کيږي او زه پوره باور لرمه چې ترټولو ښه د بشرپه حقوق پوهيږی
دا هغه بشري جنايتونه دي چې يو وخت به ته ملت ته ځواب ورکوې .
ته خو مسلمان وې ته خو مجاهد وې ته خو برحال
دهيواد حاکمسياست مدار يې بلاخره ته خوجهان ديده سياست مدار يې په ازادي د بيان او
دبشر په حقوق اهميت باندې پوهيږی دا دومره جنايت ،تيری ،ولی ستا په وخت کې کيږي ؟
د ملت واکدار ي اوس هم ستا په لاس کې دی سترګې
پرانيزه اودخپل هيواد ديومعيوب ځوان تکړه قلم وال حالت وګوره او بياد عدالت او
قضاوت پر چوکۍ کينه او بيا د هغه چانه چې ددی حادثی باحيث ګرځيدلی پوښتنه وکړه چې
په افغانستان کې ازادي د بيان څه ته وايي؟ او دا ځوان ولې داسې وهل شوې دی ؟
زما د طن تاريخ د محمديار غوندی دقلم خاوندانو ته
ضرورت لري چې قلم وال ،اديبان ،شاعران او ليکوالان د ژوندي اووسي تر څو د تيرشوي
جنايتونو کارنامې او افساني راتلونکي نسلونو ته په خپلو ليکونوکې انتقالکړي په
اخرکې داسې وايمه دهیواد وتلی او نامتو شاعر ،لیکوال اوژونالست ورورسره داسې
ناځوانمردانه عمل غندمه خپل ګران ورور محمد يار ته داسی وايمه چې ته ترټولو غښتلی
قوي قوت يي ، ته يي ځکه ډبولی يي چې د کار سړۍ يي له تانه ډيرويريږي او پوهيږي چې
هرڅه ستا په لاس کې دی هغه متل دی چې وايي سل دی ومري خودسلوسردار دي نه مري تا وهي
چې سل نور ځوانان ضيف کړي خو هغه د لايق صاحب شعر دی چې
هغه ځوان چې دوطن په دردسوځيږي
که سل ځله پرمخ لويږي پورته کيږي
ماترې سل ځله قربان او صدقه کړې
چې دمرګ په پوله ناست وي لاخوځيږي
زه دخپل شاعرورورښاغلی محمديارلياقت ته داحترام په سترګه ګورمه دخپل شاعرورور په
هکله عادلان قضاوت غواړمه
سلامونه . ولی؟؟ استغفرالله . پر څه باندی مو دا معیوب سړی و ډبوی . که په ولی کرزی یا ویسا غوندی امیریکن میډ غلامانو کی غیرت وی؟ نو ذبح الله مجاهد یا یسوف احمدی غوندی ځوانان د ی وډبوي . خیر! ددغه معیوب بیچاره غچ به د شراب خورو او پر دیو غلامانو څخه دا ملت یوه ورځ اخلی . پو ښتنه د ښاغلی ویسا څخه دا ده چی تا ولی حیوانی او د توپکیا نو اخلاق خپل کړه ؟؟؟ ولی کرزی خو چرسی
تو پکی دی لوچک دی .
kala chi mi da yaroo nigar mohamdyar da wahloo khabr por lar awbar pana walosta sakht takan mi wakhoor da swim zal di chi da mamdayar pa wrandi dawlti charawaki da si amal kawi
mohmdyar ta bayd da yawa bi wasa mat aw good pa strga wana katl shi hagha chi da pashtnoo pa zara ki kom moqam pa dagha halt ki lasta rawri da dir dwlti zwoor waki zani bi barkhi sa chi his kla ba yi las ta ra na wri
aw sa da hirani khbra da da chi ariza ba cha ta kawoo ka yi karzianoo ta kawoo da kar khpla haghoo kari bal sook da awridlo nashta
har chirta chi likwal shayran di aw ya komi adbi tolni chi di haga bayd pa di ara jdi wa awsi aw ka har dwol wi la dwalta na da poshta wkrl shi chi wali
ahmdwli karzi chi loi ghwndi da karzi lpara da dawlt pa masrifoo da qanon khilaf joora wi hagha na da goona aw da yo kandid da pizndni pana wayshl goona da
khoo mohmdyara zar salam da nami zoia sta hemat aw sta hwsli ta arghndab arghndab salam
saeed zabulai
kala chi mi da yaroo nigar mohamdyar da wahloo khabr por lar awbar pana walosta sakht takan mi wakhoor da swim zal di chi da mamdayar pa wrandi dawlti charawaki da si amal kawi
mohmdyar ta bayd da yawa bi wasa mat aw good pa strga wana katl shi hagha chi da pashtnoo pa zara ki kom moqam pa dagha halt ki lasta rawri da dir dwlti zwoor waki zani bi barkhi sa chi his kla ba yi las ta ra na wri
aw sa da hirani khbra da da chi ariza ba cha ta kawoo ka yi karzianoo ta kawoo da kar khpla haghoo kari bal sook da awridlo nashta
har chirta chi likwal shayran di aw ya komi adbi tolni chi di haga bayd pa di ara jdi wa awsi aw ka har dwol wi la dwalta na da poshta wkrl shi chi wali
ahmdwli karzi chi loi ghwndi da karzi lpara da dawlt pa masrifoo da qanon khilaf joora wi hagha na da goona aw da yo kandid da pizndni pana wayshl goona da
khoo mohmdyara zar salam da nami zoia sta hemat aw sta hwsli ta arghndab arghndab salam
saeed zabulai
kala chi mi da yaroo nigar mohamdyar da wahloo khabr por lar awbar pana walosta sakht takan mi wakhoor da swim zal di chi da mamdayar pa wrandi dawlti charawaki da si amal kawi
mohmdyar ta bayd da yawa bi wasa mat aw good pa strga wana katl shi hagha chi da pashtnoo pa zara ki kom moqam pa dagha halt ki lasta rawri da dir dwlti zwoor waki zani bi barkhi sa chi his kla ba yi las ta ra na wri
aw sa da hirani khbra da da chi ariza ba cha ta kawoo ka yi karzianoo ta kawoo da kar khpla haghoo kari bal sook da awridlo nashta
har chirta chi likwal shayran di aw ya komi adbi tolni chi di haga bayd pa di ara jdi wa awsi aw ka har dwol wi la dwalta na da poshta wkrl shi chi wali
ahmdwli karzi chi loi ghwndi da karzi lpara da dawlt pa masrifoo da qanon khilaf joora wi hagha na da goona aw da yo kandid da pizndni pana wayshl goona da
khoo mohmdyara zar salam da nami zoia sta hemat aw sta hwsli ta arghndab arghndab salam
saeed zabulai
Dear Afghan brothers. This is the time to support Dr. Ashraf Ghani to othewise we going to be hooked to another era of currption, and instablilties . please go the web site of Dr. ghani an support him the address is
http://www.ashrafghani.af/
Hope he wins as he is a professional and good man.
Manana
داسې ښکاري چې په افغانستان کې دبيان ازادۍ لمر په ډوبيدو دى!دحکومتي چارواکو په لاس دمحمديار وهلو وښوده چې دبيان ازادۍ ته دواک پرګدۍ ناستو ناپوهه واکمنانو څومره زندۍ وراچولې زه دختيزې سيمې دليکوالو او ژرناليستانو دخپلواکې ټولنې په استازيتوپ محمديار ته ډاډ ورکوم چې حوصله ونه بايلي ټول فرهنګيان يې تر شاه دي دا وکمنان به هيڅکله هم ديو او يا څو تنو فرهنګيانو په وهلو او ډبولو دبياندازادۍ خې ته خنډونه راپورته کړي له نړيوالو هم غوښتنه کوو چې ددموکراسۍ او بيان ازادۍ لپاره مليونونه ډالر لګوي خو بيا دغسې بې کفايته چارواکو مخه ولې نه نيسي
سلامونه: محمد یار صاحب عاجله روغتیا درته غوارم.دکندهار چارواکو په رشتیا هم دیر بد چلند درسره کری دی.مولا دی دوی په خبله سزا ورسوی. انشاالله چی په زور به یی نه نوم بدی کرزی وگتي او نه دده نوم بدی ملگري .اوس تول هیوادوال په دی خبره پوه شوی دی چی کرزی د تولو پشتنو پر احساساتو ملندی وهی او ددی تولو بدمرغیو اره سرچینه ده .یاد به دی وی چی یو وخت یی موژ ته به ارگ کی وویل چی زه به هیواد له جنگسالارانو پاکوم او دا یی هم لا وویل چی فهیم می په سنگه شه تاکتیک (د مارشال په رتبه.53 قانونی ساتونکو.او 5 ستوریز موتر له دندی لری کر.) او ویل یی چی په همدی دول به تول هیواد له جنگسالارانو نه پاک کرم
خو اوس وگوری چی بیا یی هغه جنگسالار په غیژ کی راتینگ کئ او د لومری مرستیال په توگه یی ونوماوه!!!!
څومره بده خبره د چي يو معيوبه انسان چي مازي يې پوري وهې غوزاریږي ،پر هغه معیوبه توپنچې را کښل سوي دی او سخت ډبول سوی دی
*
درنو لوستونکو!
له ګران او زړور محمديار سره د ژوري خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ غواړم خپل يو نظر-چي اصلاً اندېښنه بلل کېداى سي- درسره شريک کړم! هغه دا چي نن-سبا د کرزي د منافقو، قاچاقبرو، مافياپرستو، لنډه غرو، لوفرو، غلامو، کوتاه فکرو، مغرورو او په پاى کي نامسلمانو طرفدارانو او همدارنګه يو څو بې طرفه او د افغانانو په درد درمنو هيوادوالو په منځ کي دا فکري هيولا واکمنه ده چي ګواکي کرزى يې بيا ګټي. د دوى په اند که ايمانداره او د عامه وژنو پر ضد ولس هر څه تلاښ وکړي د کرزي هغه واک نسي چپه کولاى چي د شاه شجاع او کارمل ريکارډونه يې مات کړي دي، ځکه تر شا يې د امريکا تورکونې اداره ولاړه ده او هم يې سورکوني اروپايان ملاتړي دي.
د دوى دغه ادعا تر يو ځايه سمه ده ځکه همدا کرزى-چي موږ په لومړيو کي ورته خوشحاله و او د ده په مداريتوب خطاوتلي وو- خو په لومړي سر کي هم د يوه بل وړ کانديد يعني ستار سيرت څخه دوې د يوولسو رايو په مقابل کي ګټلې وه او دى خو د هماغه پيل څخه لا په لنډغرتوب او د خپلو بادارانو د خوا څخه راغلى دى.
ښايي کوم څوک ووايي چي د مشر او زعيم دپاره دغسي سپک او توهين آمېزه توري ناروا دي، هغوى ته زما جواب دا دى چي موږ هم يو وخت تېروتلي وو او دى(کرزى) مو خپل مشر باله او په داسي سترګه مو ورته کتل چي هم د واک اهليت او هم تقوا لري، خو اخير مو سر خلاص سو چي دا خو کوږ نه دى لوټه ده! مازي يې راوهلې ده او د خپلو بې مغزه، ناسنجول سوو، سرسري او تر عاميانه سطحي لا ټيټو ويناګانو مو غولوي نور هيڅ شى نسته، نه د ولس، نه د هيواد او نه هم د خداى و د رسول او قرآن په کيسه دى يوازي غواړي د خپل بې وجدانه ورور احمدولي کرزي په خرتوبۍ خپل تور کارونه مخته بوزي، چي ښه بېلګه يې په وجود کمزوري محمديار جان ډبونه ده. اخير مي دا ويل غوښتل چي که رښتيا هم موږ اصيل افغانان-يعني نه هغه کسان چي يا يې د پيسو په خاطر کرزى خوښ دى، يا يې په وطن کي د ده د لنډغر حکومت په له منځه تلو ټېک نه کيږي، يا قاچاقبران دي، يا سړي وژونکي دي، يا غلام طبيعته دي او يا هم د خپلي خسرګنۍ د پوپلزيتوب يا څه ناڅه خپلوۍ پر موږي تړلي دي- نسو کولاى چي اشرف غني يا هم کوم بل مدبر او وړ کس کاميابه کړو، نو راځئ چي د طالب جنګياليو ملاتړ وکړو، ځکه هم د هغوى په منځ کي داسي کسان سته چي د پخوانيو تحريکي طالبانو سره زيات توپير لري او هم دومره وس او غير ورسره سته چي د کرزي سوټه ماري ختمه کړي، په اهليت کي وار د واره لا معلومه سوه چي حتى ملا محمدعمر اخند-چي يو بې سواده سړى و- لا پر دې کرزي لعنتي لوړه سياسي پوهه لري.
ډیر دخواشینی ځای ده چی ده کابل دټیکه دار ښاغلی کرزی مفسد چارواکی چه اووس اووس داسی ښکاری چی نور دملت د کرکی وړګرځیدلی اوبیا به ولس مشری په ټاکنوکی د بریالیتوب چانس ونه لری د یو بل دنوماند ملاټری ده ټکولوله هڅونه او حتی دترور د تکتیکونه ده نورو منل شویو نوماندو په هیڅ ځای کی مخ وانه ړوی. شاید ده دبه ده ټیکه دارصاحب به خوښه نه وی شووی خو حتمآ دکوچنی ټیکه دار احمدولی کرزی او دهغه نورقاچقبر ملګری حتمآ لاس کی لری. پښتون ملت دا ځل باید په معامله ګرو او ناکامو څیرو حساب ونه کی او خپل سرنوښت ناکاموڅیروته ورپه لاس نه کی.
په ډېره خواشيني سره مي خبر ترلاسه کړ چې د بېنوا فرهنګي ادبي ټولنې مشر محمديار يار د څو تنو انسان ډوله ځنارو له خوا په ډېره بې رحمي او بې دردۍ سره وهل شوى او ټکل شوى دى .
له ډېره فکره وروسته دې پايلې ته ورسېدم چې دا به د محمد يار او د هغه د خوږمنو ملګرو د بري او لا پياوړتيا زېرى وي .
ولې چې هر کله چې هر وخت چې يو زورور قوت خپله کمزوري احساس کړي نو په داسې بېرحمه توګه د سپېڅليو ، کمزورو خو ننګياليو کسانو په وهلو لاس پورې کړي .
هيله لرم چې هيڅ کله به هم دغه زور واکي په خپلو دغو شومو موخو کې د برياليتوب تر پړاو پورې ونه رسېږي .
خو د خواشينۍ ځاى دا دى چې په دغه دومره عصري او نوې نړۍ کې زمونږ په سپېڅليو ژورنالسټانو او اديبانو باندې دغسې وارونه کېږي .
واقعاْ چې زمونږ د ټولنې بدمرغي په ډاکه کوي .
د ټولې سويلي پښتونخوا د فرهنګيانوپه استازيتوب زه له محمد يار سره په دغه درد کې ځان شريک بولم . او ظالمانو ته د بېکچې رسوايي او در په درۍ هيله لرم .
له افغان دولت څخه د خپل پښتنې او افغاني احساس له مخې هيله کووم چې ژر تر ژره دي په محمد يار باندې بريد کوونکي کسان د قانون په واک کې ورکړي او نور دې نو افغان ژورنالسټان او ليکوالان له دغسې ناخوالو څخه خوندې کړي
په درنښت ، محب الله ښېراز
نیټ والو:په محمدیاربې موجبه برید رشتیاهم دمنلونه ده خو دلته په مرجه کې سور حشرروان دی پرنګیانوخدایزده بیاکوم شان شراب وهلي چې اولس یې سټ کړ ماویل لراوبروال به خامخا څاڅکی اوښکه باندې تویه کړي خوتر اوسه ولانشکرک ….
ټولو دغه وروڼو ته چی دغه تبصری یی لیکلی دی وایو چی په دی وطن کی حق یا انصاف خرو خوړلی . په ویلو او لیکلو دومره څه نه کیژی لکه په عمل زما مهمه او په سره خط لیکلی سپارښتنه ټولو ستاسو ته داده چی نورو نو دغو بدماشانو ته رایه مه ورکوی او خپل خپلوان او ملګری هم دیته تشویق کړی چی داځل د بدمعاش او پای لوچ په ځای یوه عالم او په خبر پوه سړی ته رایه ورکړی چی هلته د بدمعاشی په ځای علمیت معیار شی او نور دخدای د افغانستان په خاوره کی دغه اصلی ترهګر او جاهله طبقه ذلیله کړی او خدای د نور عالم په قدر او جاهل په ذلت ګرفتار کړی او انشاالله چی همداسی به کیژی او تاسو به بیا د هزاره برخلاف جیوالیګری کوی او تحصیلیافته به بیا ستا آمر وی اګر که هغه هر څوک وی نور به بیا د …زی …زی ….زی …زی کلمه معیار نه او هلته به علمی سویه معیار وی او معیار به بیا پوهه ،پوهه ، او پوهه وی
پر کندهاری فرهنگیانو باندي د کندهار د چارواکو ناځوانمردانه برید
په یوه رسمي مجلس کي د کندهار پر فرهنګیانو باندي برید د بې فرهنګۍ، بې سوادۍ، او خرتوب څرګند علایم ګڼم. د کندهار د چارواکو دا عمل په کلکه غندم. د کندهار ښاروال خو له ازله موشه خر وو، او د کرزي د غوجل د یوه خړوړي سپي خاصیت او دنده لری. د کرزي له بده شامته پر کندهار باندی داسی خلکو حکومتونه وکړل چی زموږ د کلي خره هم ډېر باندی هوښیار وه. زموږ په سیمه کی یو متل دی چی وایی ( د خره یا ګوز وی یا لغته.) زما معززو کندهاریانو ته زما سپارښت دا دی چی د دې ځناور ښاروال ختمول پکار دي.
بله خبره دا ده چی د کندهار پر فرهنګیانو باندی حمله یو څرګند سیاسی پیغام هم لری، او هغه دا چی د کرزي پر خلاف عمل کول، بد عواقب لری. زه پدې عقیده یم چي په راتلونکو انتخاباتو کی به د کرزی دغوجل ډانګیان سخت فعاله سی. همدا اوس، په کندهار د کرزی وړونه یوه ترهېدلی گورم ته پاته کېږي. هغوی پوهېږی چی که چیری په راتلونکی انتخاباتو کی ناکامه سی، ضرور به د خلکو له انتقام او موجه قهر سره مخامخ سی. همدا وجه ده چی لکه وحشی ځناور هر ی خواته خوله اچوی. مګر حقیقت دا دی چی دکرزي د کیسه بریو، غلا، او تالان د ختمېدو وخت را رسېدلی دی، او د حساب او کتاب وخت راتلونکی دی.
مګر د کندهار د والی ښاغلی ویسا او د مطبوعاتو ریس ښاغلي بابي څخه د داسی یو کرغېړن عمل هیڅ تمه نوه. هغوی یو وخت د فرهنګ، علم، او قانون لاپي شاپي کولې. خو وایی چی (اوسې په خوی به د هغو سې.)
په پای کی، زه د محمد یار او د هغه د یارانو څخه خپل ملاتړ اعلانوم، او د کندهار پر چارواکو د خدای لعنت وایم.
هاری – واشنگټن
pa kandahar ki da binawa da parhangi toolani da mashar pa wahloo sra roshtya hom tool pashta na prishana di zka chi da dasi kasn da pashtno strgi di ka chirta la dwi sra dasi slook dawam wakri da ba zamooz kltoor ta zyat zyan wara wi
hila da pa di ar nariwala toola la dwlt sakha jadi ghwshtana wakri aw pa ratlonki ki dasi nawra pisha tikrar na shi
aw mamadyar sahib ta roghtya aw pa khpl kar ki bryalitoob ghwaroo
tar har sa la makha da benawa parhngi toolani da garan mashr
mohamdyar sahib da roghtya pa hila
la badamargha chi tira waraz mohmdyar sahib por yawa dira wara khbra wahl shawi da por tool pashtni adab yaw star tarooz dai
moz kho hasi hom mhkoom pashtana yoo pa garan hiwad afghan ki moo wali la pashtnoo sra dasi chland kizi moz ta kho har likwal laka soona dasi dai bayd pa di ara klaki paltni washi aw da pashtnoo da doshmanan pa daga shi
mohmdyar pa di mayiob badn chi pashtoon woolas ta koom kar kari di dir ghat pondan aw pa badn rogh kasan ba yi wa na kari
da di por zay chi stayna yi wa shi pa birhmna tooga wahl ki aw spk kizi
pashtoo adabi ghwrzang quetta
دویاړلي اوهسک افغان دشملې ګله بلا د واخلم!
ګران محمد یار صاحب !
دجرمني له مونشن ښارڅخه زه
محمدامین بسـمل دخپل ځان او نه تنها زموږ دکولتوري ټولنې دټولو غړوبلکې په اروپا
کې دګڼ شمېر فرهنګیانواوفرهنګپالوملګروپه استازیتوب دپرونۍ پېښې له سببه تاسوته
خپله ژوره خواشيني څرګندوم داهم زیاتوم چې داګوزارونه که په مخامخ ډول په تاسووشول
خودرداوڅړیکویې زموږ ټولو روح او روان ځکه خورامتاثر کړی دی چې دعلم اوفرهنګ
غلیمان تر غلام سیوري لاندې زموږ دمحفل څراغان وژني تر څو دوی په تیارو کې خپل
ټیټ ژوند پسې اوږد کړي زړه خومې غواړي چې داسې قلــم پسې راتاو کړم چې بیا یې ټول
عمر په زړونو کې زما دقلم ژور ژور ټپونه تل تازه پاته وي خو څه وکړم لمړی خو
دقلم لحاظ کوم او دوهم داله کارغل څخه پاتې ، کرغېړنه، مزدوره او غلامه څارګره
شبکه په دومره لیکنو نه ارزي .
محمدیار صاحب !
دوی که هر چاته هرڅومره مزدوري
اوغوړه مالي وکړي ستاسو دپښو خاورو ته هم نه شي دررسېدی تېر کال چې زموږ په لویه
پکتیاکې دنښتر ددودیزې کلنۍ مشاعرې په دریمه کیزه کې تاسوپه خپل ګډون سره زموږ
دپکتیا پیاوړي فرهنګيان او فرهنګپال ملګري ونازول او بیا تاسو ته دخپل
افغاني فرهنګ په لار کې د لوړهمت او نه ستړي کېدونکي هوډ په وياړ زموږ
ملګرو د ارواښاد ډاکتر محمد
هاشم مصور مډال درکړ دا ددې غوره ثبوت دی چې تاسو دلوړ همت لرونکي په ګران
افغانستان او خپله مورنۍ (پښـتو) ژبه او افغاني فرهنګ مین یاست هغو تور مخوکومو
چې پرون له تاسو سره دا ناوړه سلوک وکړ دهغو کله په تاسو دا سرلوړي لوریږي دوی خو
به له خیر سره په خپل ژوند محکوم شي دژوند پاڼې به یې هم یو وخت ورستې شي او بې
نوم او نشانه به په خاورو ور چخ شي خو ستاسو ویاړونه به تل پاتې او دتاریخ په
ښایسته زرینو پاڼو کې ثبت وي .
زړګیه درد اوبلا د واخلم الله (ج) د
لا راته هسک او سرلوړی لره
کوم
اغیار وو لمســــــــــولي پر هر خوا یې ګوزار وکړ ××× دګل بڼ په ښایسته ښکلي
بــــــــــــــــورا یې ګوزار وکړ
له ناروغ صورت
دجار شم چې نا هیلی نه شې یــاره ××× لاس یې مات کړې د تورمخوچې پر تا یې ګوزار
وکړ
جدي غوښـــــــتنه :
موږ داطلاعات او کولتور له وزیر
ښاغلی خرم څخه په کلکه غوښــــتنه کوو چې دا مســــــله رسمي کړي تر څو محمدیار
صاحب او ورسره ملګرو ته یې دیوې رښتینې محکمې په ترځ کې مالي او معنوي بدل ورکړ شي
.
محمدامین بســـمل دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې په استازیتوب
يووخت کي هغه د پخوانيو کافرو حکومتونو په هکله چي مي کوم تاريخي کتاب لوستي نو کله چي به ددي جملي سره چي د کندهار ښاروال هم په محبس کي د خلکو په وهلو کي برخه اخسته نوډيره د تعجب وړ به راته ښکاره سوه او زړه ته به مي نه لويدله چي ښاروال دي هم دا کاروکړي ښاروال خو بايد خپله ښاروالي کولاي نور نو ده ته څه ضرورت دي چي د بنديانو په وهلو کي هم ده برخه اخسته خو اوس چي د انګريز د بچي ښاروال په مردارو لاسونو معيوبه محمد يار وهل کيږي هغه زاړه او تريخ يادونه راته په ريښتيني بڼه بدليږي چي هيڅ د زغملو ور ندي او الله پاک دي يي خراپ کړي لکه هغه نور چي يي خراپ کړه او محمد يار صاب سره د ټولو افغانانو د داسي ناولو او ناروا لاسونه څخه دالله پاک په مرسته او ساتنه ساتلي غواړم
محترمو لوستونکو: دجوش نه کاراخیستل داسې وي لکه د فراه د بالابلوک دولسوالۍ دخلکو. کرزي اوملګرو یې تریونیم سلو زیات ورووژل او چی کله بیا داجناب ورغۍ، هغوی یې لاسونه مچي کول. دې ته ورته حالت په لویه پکتیا او لوی کندهار کې هم روان دي. که څوک ننګ او منطق لري نو بیا دې کرزي ته رایه نه ورکوي او که همدا حالت مو خوښ وي او اویوڅه نوره بې غیرتي هم منلای شۍ نو بیا هم رایه ورکرﺉ ځکه امکان لري اوس به تاسې هم پدې فعل معتاد شوي وی نو چاره مو نشته.
مينه قرباني غواړي. راځئ که ريښتيا هم له وطن سره مينه لرئ نو هرڅوک محمديارشئ.دلکونو انسانانو دقاتلينو او کرزي دګډبانډ په ضد په خپل ټول توان ودريږئ،او مه پريږدئ چې دغه انسان صفته ښاماران په ولس واکمن شي،که محمديارپه معيبوب پښو دپښتون قوم او انسانيت ددښمانانو پرضدو لاړ دى تاسې هم يوازې پره غندنو بسنه مه کوئ او راځئ په هرځاى کې دپښتون تاريخ ددغه شرمونکو څېرو په وړاندې په خپل ټول توان ودريږئ .او دخداى اولس اوانسانيت په وړاندې خپل مسئوليت پوره کړئ .
په درنښت
مينه قرباني غواړي. راځئ که ريښتيا هم له وطن سره مينه لرئ نو هرڅوک محمديارشئ.دلکونو انسانانو دقاتلينو او کرزي دګډبانډ په ضد په خپل ټول توان ودريږئ،او مه پريږدئ چې دغه انسان صفته ښاماران په ولس واکمن شي،که محمديارپه معيبوبو پښو دپښتون قوم او انسانيت ددښمانانو پرضدو لاړ دى تاسې هم يوازې په غندنو بسنه مه کوئ او راځئ په هرځاى کې دپښتون تاريخ ددغه شرمونکو څېرو په وړاندې په خپل ټول توان ودريږئ .او دخداى اولس اوانسانيت په وړاندې خپل مسئوليت پوره کړئ .
په درنښت
زه شخصآ محمديارصاحب ته دزړه صبرغوارم اوداوايم چی خيردي ځکه چی ته پښتون يي اوپښتون هرځاي کي په سپيړه وهل کيږيږی.
خواوس هم زمونږپښتانه خوبونه کوی اودځانه خبرندي چی فرهنگيان پری لوبی کوی اي ويده
پښتونه راپاسه اوای دکندهارپښتون قومه څه شوه ستاسوهغه پښتودملالی اودميرويس
اواحمدشاه په نوموولی داغ لگوی غيرت وکړي ستاسوپه خاوره کی يوپښتون سپکاوی کيږي اوتاسويي سيل کوی افسوس افسوس ……………………؟ دکندهارپښتونه
په ډېره خواشیني سره باید ووایو دادئ د وحشت اواستبداد خپسکودیومعیوب خود یو سپېڅلې وجدان او اروا پروړاندي خپله اصلي څېره یوځل بیارا ښکاره کړه اوپه دې سره غواړي چي د بل د کړۍ اوشړۍ لاندي دخپل ژوند ته له فنا څخه د بقا لار پید ا کړي، داچي ښاغلي محمدیاردنسبي بدیل لپاره هم نه پرېښودل کیږي له دې داښه جوتیږي چي موږڅومره ازاد اوخپلواک یو
زه ښاغلي محمد یارته له خدایه ورته په فرهنګي چوپړکي زیاته حوصله غواړم اووټولومظلومانوته له دې ستری بلا څخه نجات اوپه کند هارکي ددغه منفورو چارواکودبربادئ په هیله
آمین
دا په دې معنی ده چې اوس هم هماغه ټوپک سالاری حاکمه ده، حقوق، انصاف، ديموکراسی، پوليس، امنيت، قضا او ….. له سره هيڅ نشته، په پو معيوب لاس پورته کول د هندو په مذهب کې هم جواز نلریواو که مجرم هم وی،داسې خادم او بېګناه انسان خو پرېږده، ډېره د شرم ځای دی…………
ګرانه وروره محمد يار صاحب! محمد (ص) دې ستاسو يار او مددګار وی، انشاءالله يوه ورځ به ضرور داسې راشی چې دا ابو جهل هم د محاکمې پنجرې ته را کش شی په هغه ورځ به ټول افغانستان ستالپاره ګواهی ورکړی …
سلامونه
ګرانه محمدیاره سلامونه: کاش چی ماستاسو خوځښته احساسات او ژوندی شعرونه او معیوب صورت نه وای لیدلای .څومره چی تاسو په معیوب بدن خوځنده یئ مونږ خو په روغ بدن پښتوته نه دی کړي . خیر هغه دپښتومتل چی بی میوې ونه څوک په کاڼونه ولي. ولی مونږځوانان باید خپل زغم اومتانت له لاسه ورنکړو. بی له شکه چی یوشمیر خودخواه زاړه پاله نوښتګرځوانان نه خوښوی. زه په خپل وارسره تاسوته له لوی خدای ج څخه لابریالیتوب غواړم . زه دپورته ټولوځوانانو احساساتو ته درناوی کوم او په درنښت هیله کوم چی دکلام اوقلم عفت وساتی ځکه چی قلم له توری هم زورور دی خدای مکړه دقلم په چلولوکی دتوری دچلولوپه څیر افراط ونه کړو. مننه
Walah che grana khabar kho me makhke lowastalai wa che de tasu sara ye dase nawari rauya kari tasu pa de mazura badan ye warona kari dardawalai ye Khudai de dagha murdaran jahelan pa khpala tora wu wahi thu lanat de doi par hukmat de doi par siasat grana Khudai de tol poshtana de ta ranga khwazanda kri ka ta che sumra pa da mazura badan khwazanda ye muz eftekhar kro par ta au de ta pa rang pashtano bande khad au baryalai ose sara de tol pashton
گرانه سلام خدا د وکی چی روغ اوسی شکر چی په خیر تیر شو پام کوه چی مایوس نشی هرشی به خدای تپه زور یاراوبرابرشی او تا به خدای خوشحاله لری په دری کی وایی هرمشکل اسان شود اگر تصمیم داشته باشی