د پښتونخوا ایالت سوات سېمه کې د پاکستاني فوځ له لوري جاري اپریشن باندې که څه هم دا ګمان کیدو چې لږه موده به ونیسي خو د هر ډوبیدونکي لمر سره دا یقین ورورو پخیږي چې دا عملیات به هم لکه د د وزیریستان او باجوړ د عملیاتو په څېر اوږده موده ونیسي ــ زما په خیال چې تر څو د کیري لوګر بل د امریکا سینټ نه وي منظور کړی تر هغې به تش د میډیا په وېنا په سلګونو ترهګر وژل کیږي خو په حقیقت کې به امنیتي ځواکونه یو انچ ځمکنی پرمختګ هم نه کوي ـ او دې کې هم شک نشته چې حکومت د جماعت اسلامي،جماعت علما اسلام او عمران خان د مظاهرو له وېرې دا عملیات په نیمه کې پری نږدي ـ
خبره مې د عملیاتو د اوږدیدو له امله د سېمې څخه د عادي خلقو د وتلو او کډوالۍ پورې راخیستې وه ،ددې عملیاتو په ترڅ کې تراوسه د یوویشت لکو نه زیات خلق کورونو پریښودلو ته اړ شوي دي کوم چې پنجاب ایالت کې نه،بلکې بېرته د پښتونخوا په مردان او صوابۍ او نورو سېمو کې ځایې په ځایې شوي دي ـ
د خپل ګل په شان کور نه راوتي دغه کډوال په خپلوپنډغالوکې د ژوند د اساسي خقونو څخه بې برخې دي ،یادو شویو سېمو کې په داسې حالت کې ژوند تیروي چې د تودوخې درجه ۴۳ نه پورته وي او ددوي او د اور اورونکي لمر ترمینځ یوازې د خېمې ترپال حایل وي ـ
په پنډغالو کې د ژوند د اساسي سهولتونو د نه شتون له امله کمکیان د زده کړې سربیره د هیضې او د روغتیا د نورو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ـ په پنډغالو کې د دې بشري ناورین د مخنیوي دپاره د نړۍ لویو او وړو هیوادونو د مرستې اعلانونه کړي دي ـ د امریکا د خارجه چارو وزیرې هیلري کلنټن تېره ورځ په نړیوالو غږ وکړو چې ددغې کډوالو سره مرسته وکړي او پخپله یې هم د خپل هیواد له لوري د سلو میلنو ډالرو مرسته اعلان کړه ـ ددې اعلان مخکې او روسته ددغو کډوالو دپاره زیاتو هیوادونو خپلې مرستې اعلان کړې خو په دغه مرسته کونکو په فهرست کې تراوسه د افغانستان نوم نه ښکاري ـ او داسې مالومیږی چې یا خو ددغه هیواد چارواکي ددې ستر بشري ناورین څخه بیخي خبر نه دي او یا د راتلونکو ټولټاکنو دتیارۍ په لړ کې دومره په خپلو خولو کې ډوب دي چې د ګاونډي په کور کې جوړه غوغا هم نه اوري ـ
دا حقیقت دی چې افغانستان پخپله مرستې ته اړتیا لري خو نړیواله ټولنه کې اوس افغانستان د ملا عمر والا افغانستان نه دی ، اوس نړۍ افغانستان ته د هغه زلمي په سترګه ګوري د چا چې ایله شونډه شنه شوې وي نو ځکه خو نن افغانستان ددې جوګه دې چې که نور نه وي نو د نهزت په څېر د خپلې کمڅو دوه تاره خېرات کړي ـ د کشمیر د زلزلې په مهال خو دې ګاونډي هیواد مالي مرسته د ملي اردو د عسکرو په بدرګه راستولی وه خو اوس حالات څه بدل ښکاري ـ د سوات د کډوالو په حالت د افغان حکومت دا خاموشه رویه یقینا د بې احساسۍ لویه بېلګه ده ـ د اوسني پاکستان په نقشه کې راګېره پښتونخوا او ددې اوسیدونکي خو د لوي افغانستان د بدن نه غوڅې شوې غوښې دي ،زموږ خو وېنه یوه ده ـ زه به دې اړه ډېر لفظونه لیکل نه غواړم،ځکه چې دا خبره د لفظونو تکرار ته اړتیا نه لري ، هر چا ته مالومه ده چې اسمان پورته دی او زمکه ښکته ده ـ هر چا ته مالومه چې که د یو قام وګړي هر ځایې وي خټه یې یوه وي ـ له دې زوایې که د افغان حکومت کړنې ته زیرشو نو په دې سوچ کولو مجبور کیږو چې نن په دې درانه غم کې ددوي سره غمشریک نه شو نو سبا به په کومه خله د ولي باغ په قبرونو د ګلونو ګیډۍ ږدو ـ که مونږ د سوات کډوال خپل نه ګڼو نو ددې مقصد به دا وي چې مونږ د سوات او پښتونخوا خلق د ځانه بېل ګڼو ، مونږ د کرښې پورې راپورې په “مونږ” او” هغوۍ” کې ویشو ـ او دا په دې مانا وي چې مونږ ددې قام په سینه راښکلې کرښه د زړه له تله منو خو هسې په خله هاها کوو ـ
د سوات د کډوالو په اړه د افغان چارواکو خاموشي هغو ګنګوسو ته پياوړتیا وربخښي د کومو په اړه چې ویل کیږي چې افغان حکومت کې دننه ځېنې لابیانې د ډیورنډ کرښه د بین المللي سرحد په توګه منل غواړي او یو پښتون افغان قام په “مونږ “او “هغوي “ویشل غواړي ـ که رښتیا افغان حکومت کې دننه دغه لابي دومره قوي وي او یا د موجوده حالاتو په تناظر کې دغه لابي دومره پیاوړي شوي وي نو بیا خو د مدني ټولنو او په تېره بیا د شاعرانو او ادیبانو اوروښنفکرانو دا فرض جوړیږي چې هسې د فیل په غوږ کې اوده پاتې نه شي او په دې اړه که احتجاج نه شي کولی نو لږ تر لږه د خواخوږۍ دوه توري خو ولیکي ،او په دې طریقه ځان په دې غم کې شریک کړي ـ
د پاکستان حکومت یا د پنجاب بیورو کراسۍ سره خفګان په خپل ځایې ،دا کډوال خو مونږ د پنجاب په کاته کې نشو اچولې ،افغانستان خو ددي کډوالو خپل تاریخي ټاټوبې دی ،پکار ده چې د غم په دې شېبو کې ورته په دې ټاټوبي کې د مېشته کیدو ست خو وشي ـ د کډوالو دپاره که افغان حکومت د رسمي مرستې اعلان وکړي نو په دې کې کوم شرم دی؟ پکار ده چې د هیواد په لویو او وړو ښارونو ددوي د مرستې د راټولولو دپاره چنده ځایونه جوړ شي ـ که نن پنجاب او سند کې ددوي دپاره مهاجر او پنجابیان چنده ټولوي نو افغانان هم دا کار په خپل هیواد کې ښه په نره کولی شي ـ شاعران او ادیبان باید د احتجاج او لاریونونو په ذریعه د پاکستان په حکومت دا فشار راولي چې باید فوځي عملیات په سېمه کې زر تر زره په کامیابۍ سره سرته ورسوي او دا کډوال بېرته چې څومره زر کیږي باید خپلو د سر سیورو ته ستانه کړي ـ په دې ډول اقداماتو کولو سره به د لر او بر تر منیځ د خپلولۍ احساس د نارو د حد نه راوځي او عملي بڼه به غوره کړي ـ