کور / تازه خبرونه / امريكا له پاكستان سره د مرستي پنځه كلنه بوديجه اعلان كړه

امريكا له پاكستان سره د مرستي پنځه كلنه بوديجه اعلان كړه

د امريكا د بهرنيو چارو وزيري هيلاري كلنټن د پاكستان د اټومي پروګرام د خونديتوب په اړه باوري ده او وايي پاكستان دي هغه پيسې چي د طالبانو سره د جنګ په خاطر يې له امريكا څخه اخلي د خپل اټومي پروګرام د پياوړتيا په لاره كي نه خرڅوي.


د امريكا د سنا مجلس له پاكستان سره ۴۸ اعشاريه شپږ ميليونه ډالرو مرسته اعلان كړه، چي په سوات او شاوخوا سيمو كي يې د طالبانو پر ضد په پوځي عملياتو باندي ولګوي.


همدا راز د سنا مجلس د بهرنيو چارو كمېټې له پاكستان سره د پنځو كلني مرستي بوديجه منظوره كړه، چي هر كال به يونيم ميليارډ ډالره پاكستان ته وركوي او دغه هيواد به يې د تعليم او تربيې او نورو عامه پروژو په عملي كولو كي مصرفوي.