د پاكستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي د سوات په مركز مينګوره كي يې طالب جنګيالي محاصره كړي دي او تمه ده چي ډېر ژر به د پاكستاني پوځ حاكميت پر ټينګ سي.
بلي خواته پرون د پاكستان صدراعظم رضا ګيلاني د ولسمشرۍ په ماڼۍ كي او لوى درستيز جنرال اشفاق كياني په خپل دفتر كي غونډي وكړې او ويې ويل، د سوات عمليات يې د پښتونخوا د ايالتي حكومت په غوښتنه د مولانا صوفي محمد له طالبانو سره پيل كړي او تر هغه وخته به روان وي چي د طالبانو مقاومت ځپل كېږي.
د يادوني وړ ده چي د سوات د جنګونو له امله تر دوو ميليونو زيات پښتانه د پښتونخوا مركز پېښور، سوابۍ او مردان ته بېځايه سوي دي، چي له سخت بشري ناورين سره مخ دي.