د پاكستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي د پښتونخوا ايالت په بونير ولسوالي كي يې ۸۰ طالبان وژلي او يوه مهمه سيمه يې ځني نيولې ده.
جنرال عباس وويل دغه طالبان يې برايي شپه د بونير د سلطان په سيمه كي وژلي او ياد سوى ځاى يې هم ځني نيولى دئ.
د پښتونخوا په سوات او بونير سيمه كي له نيژدې درو اونيو راهيسي د پاكستان د پوځ او مولانا صوفي محمد د طالبانو ترمنځ سختي جګړې رواني دي، چي له امله يې تر دوه ميليونه ډېر ملكي كسان پېښور، مردان او سوابۍ ته مهاجر سوي دي.