کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

نیټه: د ۲۰۰۹ میلادي کال د میې د میاشتې ۲۰ نیټه.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې فراه ولایت ته د ولسمشر کرزي د سفر تفصیلي رپورټ خپور کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې امریکا باید هغه خلک ترهګر و نه بولي چې لونګۍ پر سر کوي او محلي کالي اغوندي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون دا غوښتنه راغستې چې د کاندیدانو د امنیت په اړه يې کړې او لیکلي دي که چیرې کوم کاندید مړ شي نو انتخابات به له سره کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه په کابل کې د امریکا د سفیر په څرګندونو تبصره کړې چې ویلي دي راتلونکې انتخابات په افغانانو پورې اړه لري او افغانان باید پریکړه وکړي.
د هیواد د دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې فراه ولایت ته د ولسمشر کرزي په سفر او د بالابلوک ولسوالۍ د بیښې د قربانیانو له کورنیو سره د هغه لیدنې ته په اشارې لیکلي دي چې ترورزم د افغانانو په کورونو کې ندې.
په ورځپاڼه کې د امریکا د لوې درستیز دا خبردارې هم راغستل شوې چې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې دوام به د اوباما ستراتیژۍ تر پوښتنې لاندې راولي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې چې د نړۍ سترې کمپنیو په افغانستان کې پانګه اچونې ته لیواتیا ښودلې ده.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د لوې درستیز دا وینا راغستې چې په افغانستان کې د عامه خلکو د مرګ ژوبلې دوام ممکن د امریکا نوې ستراتیژۍ له ماتې سره مخ کړي.
ورځپاڼې د غبرګولي د میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته د ولس مشر کرزي د کار د دوام مسله راغستې او لیکلي دي چې دا بریکړه یوازې لویه جرګه کولې شي.
دې ورځپاڼې هم د کاندیدانو د امنیت مسله راغستې او د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د دارلانشاء د رئیس په حواله يې لیکلي دي چې په کاندیدانو د حملې امکان موجود دې.
د افغانستان ټایز انګلسې ژبې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونه څیړلي او لیکلي دي چې دې ډلې ګواښ کړې چې خپلو حملو ته به زور ورکړي.
ورځپاڼې هم فراه ولایت ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه یو مطلب خپور کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې دولت به هغه کورونه بیا ورغوي چې په وروستیو بمباریو کې ویجاړ شویدي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خباره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د سوات د سیمې د بې ځایه شویو خلکو ستونزو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې له هغوې سره د افغان دولت د مرستو یادونه کړې.
خو اصلاح بیا د کورنیو کډوالو ستونزې څیړلي او په زیان نمنو شویو خلکو يې د ملګرو ملتونو د مرستو د ویشلو غوښتنه کړې.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو مطلب کې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزې او لوږه څیړلې او ویلي دي چې ددې حالت دوام به د خلکو په ژوند او ټولنیز عدالت ناوړه اغیزه وکړي.
په ورځپاڼه کې په دولت دا انتقاد هم شوې دې چې په تیرو څو کلونو کې مسایلو ته يې په سطحي توګه په کتلو سره وضعه نوره هم خرابه کړیده.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پاکستان روان حالات څیړلي او پدې ترڅ کې ددغه هیواد په ځینو سیمو کې د طالبانو مقاومت ته کتنه کړې.