د ملي ادب د بڼ قوي سالار و
د پښتو د آهنګونو استاكارو
ځواني مرګ لـه دنيا لاړې لـه آرمانه
په جنت كې شې خوشحاله ملنګ جانه
درنو فرهنگيانو اوفرهنگپالو !
آغلو اوښاغلو !
ترهر څه وړاندي غواړم په سويډن کښې داوسېدونکوافغانانواودهغوي دفرهنگي ټولنوپه استازيتوب دمنلی ولسي شاعراوفرهنگی څېرې دمينه والو اوعلاقمندانونېکي هيلې اوتاوده سلامونه ددې درنې غونډي ټولو برخه والوته وړاندي کړم .
دزياتي خوښۍ اووياړ ځاي دی چې دډنمارک په پلازمېنه ،کوپنهاگن په ښکلی اوتاريخي ښارکې دافغانستان دفرهنگ ټولنې په نوښت اوزيار دهيواددتکړه ،پياوړي اوملی شاعر ياد اودرنا وی په خاطر داډول درنه اوپرتمينه غونډه جوړه شوېده .
پر ځاي ئي بولم تر هرڅه وړاندي ستاسودهلوځلو اوهمدا ډول دهغوټولوافغانانو او فرهنگپا لومرستو او همکار يونه د درناوي په څرگندولوسره مننه وکړم کوم چي ستاسودټولنې سره يې ددې درنې ادبي غونډي په جوړېدو اوسمبالښت کې هر اړخيزه مرسته کړېده .
زه پدې افغاني اوملې تکل کښي تاسودغونډی جوړونکواوستاسو فرهنگپالومرستندويانوته دلازياتوبرياوو هيله کوم .
درنو دوستانو!
ستاسودرنوفرهنگيانو اوفرهنگپالوپه هاند اوزيار دادۍ يوځل بيا دهيوادديوبل پېژندل سوی اوښه استعدادخاوند،ملي شاعر ملنگ جان دادبی چوپړ ددرناوی په وياړداښکلې غونډه جوړه شوېده .
که څه هم زموږدهيواد سياسي اوپوځی ناخوالوزيات شمير افغان روڼ اندي وطن پرېښودلوته اړيستل،اوپه فزيکي ډول له خپل ټاټوبی نه ليري شول،مگر روحأ يوه لحظه هم ددوي اړېکي اوپيوندله جگړه ځپلي او دپردوپه اورکي سوځېدلي،وران اويجاړافغانستان سره نه دي شکېدلي .دغو روڼ اندو دلته په بهرکښي دفرهنگې ټولنوپه جوړ يدوسره دافغانستان پدغوناخوالواوستونځمنو شرايطو کښي دخپل ولس اوتاريخي بهير سره لويه مرسته کړېده . پخپل علمي اوفرهنگی چوپړ سره ئي علمي اوادبې هستونې تر نوي نسل پوري رسولي دي اودبلې خوا ئې دخداي بخښلواو ژونديوپوهانو،شاعرانو،ليکوالوتاريخي اوفرهنگي شخصيتونو دياداودرناوي ،هڅونې اوپالنې په خاطر په اروپا،آمريکا،کاناډا او استراليا لويو وچوپه مختلفو ښارونوکې درنې اوشانداره غونډی ،سمينارونه او کنفرانسونه جوړي کړې دي .نشرات لري ،کتابونه چاپوي،دراډيوگانو اوتلويزيوني چينلونوله لاري دخپلو هيوادوالودبيداری اوخبرونې په برخه کي گټورکارونه سرته رسوي .په هيوادکي دننه اوترهيواد بهردافغانستان په اړوند ټول سياسي،اقتصادي اوفرهنگی تغيرات له نږدې څاري اودهري منفي پديدې په اړوند چټک غبرگون څرگندوي .کولاي شم په پوره ډاډ ووايم چي که مهاجرت ژوندپه طلايي قفس کي ديوې مرغۍ ژوندته ورته دی ،خوبياهم دافغانستان په اړوند همدا له وطنه ليري افغانانو هراړخيزه تلاښونه اوهڅې ټاکونکی اوکوټلی تاثيردرلودلۍ دی ،دافغان ولس اوهيوادپه وړاندي هرډول کورنۍ اوبهرنۍ دسيسه رسواکړې اوهغې ته ئي دنفرت په سترگه کتلي دي .
اغلو اوښاغلو !
پرهر ملت اوولس باندي نه يوازي دژونديو بلکي دژوند له ډگر نه دوتلوپوهانواو اديبانويادساتل فرض دی ، دهغوي نوم اوکارنامې بايد په ټوله امانت داری سره له يوه نسله تربله ورسېږي، ترڅوهغوي دخپل هيواد دعلمی،ادبي،سياسي اوتاريخي څيړنو دکارنامواوفعاليتونوپه اړوند پوره معلومات ولري ، همدغه ډول معلوماتونه ديوه انسان دملي شخصيت نيمگړتيا پوره کوي .
ددغه ډول علمي،ادبی غونډو،سمينارونواوکنفرانسونوجوړول دهيوادنه دليري پرتو روڼ اندو يوله هغو هڅونه شمېرل کيږي کوم چې غواړي په بهرکې د بهرنيانوترڅنگ خپل ځوان نسل ته دخپل هيواد وياړلې څېري اودهغوي لاسته راوړنې وروپېژني .
که گريوان ته سرټيټ کړونودابه ومنوچې ((اولس کاله)) وړاندي په بهرکې دافغاني مهاجرينودټول ژوند په بهير کې دومره علمي اوادبي اثارنه دي ليکل شوی اويا چاپ سوي لکه پدغه ۱۷ کالوکښې چې ليکل شوی اوچاپ شوی دي . بهترينه بېلگه ئې تيره اونۍ دجرمني دکلن په ښارکي دافغانستان دکلتوري ودې ټولنې لخواد۱۱۲عنوانه کتابونودچاپ اوفرهنگی خدمتونوله کبله دافغانستان داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت لخوادعلامه سيد جما الدين افغان دعالي دولتي نښان ورکول دي .
دافغانستان په تاريخ کښي ددغه هيواددمنلوعلمي اوادبې مړو اوژونديو شخصيتونو دومره ياداودرناوۍ ندۍ شوئ لکه پدغه ۱۷ کلنو کښی .دادافغانی روښنفکرانودملې چوپړ اوتاريخي دندی دسرته رسولوستره بېلگه ده چې له هغه نه سترگی پټول ناشونې اوهم له انصاف نه ليري کاردی .
دوياړځاي دی چې تر ورستيودريولسيزوراپدې خواپه ځانگړې توگه تر ۱۹۹۲م کال نه راوروسته په بهرکې دفرهنگی اوعلمي کارنوبهير ډير پياوړئ اوغښتلی پرمخ درومی .
يوه لويه اوستره بېلگه یې همدا نن ستاسودرنوافغان فرهنگيانواوفرهنگپالوپه گډون او ابتکارديوه منلی اوولسي شاعر ملنگ جان په وياړ دغه پرانيستې پرتمينه غونډه ده .
درنو دوستانو اوفرهنگپالو!
نن موږ دلته دکوپنهاگن په ښکلي ښارکي دهغه چاپه ياد اودرناوي داروپاله مختلفوهيوادونه سره راټول سوی يوکوم چي له نن څخه ۹۵کاله پخوا دښکلي ننگرهاردبهسودود چميارکلي دملک عبدالشکور په کورکښي دنياته ستر روڼي کړې ،خومتاسفانه ډير ژردپلارنی محبت اوپېرزوينو څخه محروم شو.
دهيواد منلي اووتلي ولسي شاعر محمد امين چي پلار ورته له نازه امين جان ويل ،دگران افغانستان سره دمجنون په دود مينه لرلوله امله دملنگ جان په نامه نه يوازي په افغانستان بلکي په ټوله نړی کي مشهورشو .
هغه خپله وايي :
زه ددﯤ خاورﯤ د غِیږﯤ پرورده یم
دغه خاوره می لیلا زه یی مجنون یم
که څه هم دا ولسي شاعر د۴۳ کالو په عمر دموټر دچپه کېدوله امله دخپل يوازنی زوي سره يوځاي له دې بې وفانړۍ نه سترگی پټي کړې،مگر نوم به ئې ترڅويو افغان وي ژوندی پاته،ياد او وياړبه ئي ابدي وي .
دځينو معلوماتوله مخې په ١٣٢٨ کال کله چي ملنگ جان کابل ته راوکوچېد،سردار محمد داودخان چي دلومړي وزير دنده ئې پرغاړه لرل دملنگ جان دملي احساس او شاعرانه استعدادنه خبرتيا په تر لاسه کولو ددې لپاره چي دغه شاعر دليک اولوست له نعمت نه برخمن سي دملنگ جان لپاره يوښوونکی وګوماره.
له نيکه مرغه ديوې خوا دملنگ جان عالي استعداد اودبلې خوا دليک او لوست سره دهغه بې سارې علاقه اومينه ددې لامل سول چي ملنگ جان په ډيره لږ موده کې دومره څه زده کړي چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکل او لوستل . ديادولو وړده چي له دې نه مخکې به ئي خپل هر شعر په خپل سندرغاړي شاګرد په يادزده کاوه .
تر اوسه په نړۍ کي ډيرکم ليدل سوي ،يوڅوک چي دليک اولوست کچه ئي دملنگ جان دکچې سره برابره وي هغه دې دومره پېژندل سوی اودلوړوسياسي اوټولنيزوتفکراتواوخيالاتوڅښتن شاعر وي .
زه ددې پيغام په مټوداتوان نلرم چي دافغانستان ددې منلي اوپياوړي شاعردژوند،شخصي کرکتر،اجتماعي سلوک ،شخصيت ،شعری استعداد،په خپلو شعرونوکي دوطن ،حريت،وطنوالو اوپه تيره دپښتنو اوپښتونستان سره دهغه مينه اوپدې لوي بهيرکي دهغه دمقام په اړوند څرگندونې وکړم . سره لدې چي دملنگ جان دشعرونوپه تاريخي اوفلسفي ارزښت تر يوبريده پوهېږم ،خو شاعر او اديب نه يم ،اونه دا زما مسلک دی دبلې خوادلته داسي درانه پوهان اوعلمی شخصيتونه تشريف لري چي هغوي به دخپلي مسلکي پوهې په رڼاکي موږ اوتاسوټولوته دملنگ جان دژوند ټول تياره اوناپېژندل سوی اړخونه روښانه اودهغه دشعري چوپړدارزونې په هکله مفصل بحثونه ولري .
زه خپله پدې پوره باور لرم چې تر ډيره به زموږ دهيوادوالو په ټولنيز ،سياسي اوفرهنگی چاپېريال کښي دخداي بخښلی ملنگ جان شعری پانگه اودهغه اندونه خپل ارزښتمن ځاي اومقام ولري .
پرځاي ئې بولم ددې منلي حماسي او ولسي شاعر په اړوند دپښتوادب ستوري خادم صاحب ، دپښتو ژبې ددرانه اوپياوړي عالم پوهاند ډاکترمجاور احمد زيار،کانديد اکادميسين محمداعظم سيستاني،پوهاند داکتر کاکړ ،ښاغلي انجنير معروفي اونورو دويناونه د څوټکو په يادولوسره ددې ولسي خدمتگاردرناوی پرځاي کړم .
وتلی اوپېژندل سوی شاعر اواديب قيام الدين خادم پخپل کتاب (النبوغ اوعقبر يت )کې ملنګ جان يونا بغه بللی دی . هغه ليکي : ځکه ده يعني ملنگ جان ذده کړې نه دي کړي ،خو درک يې،احساس او شاعرانه استعداديې په خدايي توګه څپانده،ځلانده اوخوځنده و .
پياوړی ليکوال اوژبپوه ښاغلي پوهاند زيار ليکي : ملنګ جان لومړنی پښتوولسي شاعر و چې د اوربل او زلفو لِه موهومې نړۍ څخه يې واقعي نړۍ ته ګام کيښوداو په خپلو زړِه راکښونکو نغموکې يې دخپل ولسي او ټولنې هيلو او دردونو ته ځای ورکړ ، په پښتو ولسي شعر کې دغه ستر او ښتون دهمده له نامه سره غوټه شواو نوروته د الهام سرچينه اومخبيلګه شو.
کانديداکادميسين محمداعظم سيستاني ليکي : زما په اند دمرحوم ملنگ جان دزياتو شعرونو محتوا يا مضمون ،دوطن دوستی اوقام دوستی غږ ،دپښتو اوپښتونولی چیغه ده، دنمونی په توگه کله چی وائی :
چي بي ننگ اوبي پښتووي، پښتون نه دي چـي د قوم په شــرميدو وي، پښـتون نه دي
تاريخ پوه پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ ملنگ جان داسي ارزوي :
په ننګرهار کې به داسې کسان کم وي چې همدا اوس ملنګ جان ونه پېژني . ممکن ټولو ته به معلومه نه وي چې د ده اصلي نوم محمد امين و. د بېسودو د چميار په کلي کې پېدا شوی ، په هلک توب کې يتيم شوی و.
دځوانۍ عمر يې په خوارۍ کې تېر کړی او تر هغه وخته چې په کابل کې دسردارمحمد داودخان په سپارښتنه له يوه ښوونکي نه يې ابتدايي ليک اولوست زده کړل،بېسېوادو. دی هغه وخت له خپلې کورنۍ،کلي،سيمې او قام نه دباندې وپېژندل شوچې دملنګ جان په نامه يې په شاعرۍ شروع وکړه .ملنګ جان نورنو چمياری او بېسودوال نه،بلکې ننګرهاری،افغانستانی او پښتونستانی شو. خو دی تر ټولو زيات پښتون و،نه يواځې په خټه اوتش په نامه لکه ډېر نور چې دي،بلکې په پښتو اوپښتونواله .
زه به دډاکتر صاحب کاکړ دپورته ويناپخلۍ دملنگ جان پدې شعر وکړم ي وايي :
زما ځواني ډول کوي اوپښتونواله سره
زه په پښتو او پښتونواله باندې سرورکوم
ډاکتر صاحب کاکړ دملنگ جان دشعرونوپر سياسي اوحماسي بڼې اوتاثيراتوپه اړوند ليکي : د ملنګ جان د اشعارو غټه برخه هغه موضوع ګانې تشکيلوي چې په ولسي خلکو کې ولې ،ملنګ جان دغه موضوعات هضم اوخپل کړل . بيا يې له خپل احساس او درک سره يو ځای د ولس په ژبه خارجي شکل ورکړ ،اوولس ته يې وړاندې کړل .
پنځمه لسيزه چې په افغانستان کې د آزادۍ او د دموکراسۍ په وږمې پېل شوې او په اوږدوکې يې د پښتونستان موضوع توده وه ،ملنګ جان يې وهڅوه چې په خلکو کې د جاري او ژونديو موضوعاتو يعنې د ننګ ، غېرت ، پېغور، آزادۍ ، تورې ، پښتو، پښتونوالی، نيکونو،وطن ، پښتونخوا، او پښتونستان چغې په خپلو سندرو کې د سهار بلبلې په شان پورته کړې . دغه چغې ، په تېره د پښتونستان چغه ، ملنګ جان په خپلو ترانو او د ننګرهار سندرغاړو په خپلو آوازونو سره تودې وساتلې . د پښتونستان په هلکه د ملنګ جان چغې د رسمي تبليغاتو تر چغو نه زياتې تودې او اغېزمنې دي .
دافغانستان دتلی شاعر علی گل پيوند دپښتونستان سره دملنگ جان دتودې ميني په اړوند دافغانستان دمشهور ليکوال سرمحقيق عبدالله بختاني له خولي وايي : پر ۱۳۳۴ يا ۱۳۳۳ ل . کال چې د وخت سروزير داود خان له پاکستاني چارواک سره يولنډي سياسي جوړ جاړي ته رسېدلی وو، ده ته ددويل سوه چې تر يوه وخته د ((پښتونستان)) له يادونې ډډه وکړي ،پر ملنگ جان دغې خبري ډير بد تاثير کړی و،غوښتل ئي تر هر څه تير سي بيرته خپل ټاټوبې ته ولاړ سي ،عبدالله بختانۍ وايي ماورته وويل ته خبریې دپاکستان دبهرنيو چارو وزير کابل ته راغي يوازي درې ورځې صبر وکړه ،او ده ورته پرهماغه ماښام داښکلی او سېمبوليک غزل د يوه شاګرد په زړه راکښونکې اواز کې ور ډالۍکړی وو :
چا غوږ کــــې راتــــه ووېـــل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو له پـــــاســــه سور پېزوان مه يادو
زما مينه رښتيا ده، هوس نـــه دی په دې پوه شه
نور و نه وايــــې ماته چــــې جــــانـــــان مه يادوه
شمه پــــــــه ژړا ده، لبـــــــاســــــي پتنګان لاړل
وردانګه ملنګ جانه، خــــوف د ځــــــــان مه يادوه!
تکړه ليکوال انجينير خليل الله معروفي دملنگ جان په اړوند وايي :
مرحوم ملنگ جان که نام اصلیش ” محمد امین ” بود. وی عاشق افغانستان بود و در وصف لیلای وطنش، مجنون وار سرود، بسیار سرود و زیبا سرود….اشعاری را که ملنگ جان مرحوم در مدح وطن محبوب خود سرود، باید جزئی از شهکار های جاودانه ء ادب پشتو دانست .
ښاغلی نــصیــر ســهـام ملنگ جان يوپياوړی اوپر آزادی مين شاعر بولي ليکي :
جای شکی نیست که شعر، کلام و سروده های جاویدانی ملنگ جان که سرشار از روح عفت و پاکدامنی ،غرور و شهامت ،آزادی و بلند همتی ،مردانگی ،وطندوستی ووطنپروری و در یک حرف روح افغانیت است ،جایی را باقی نمیگذارد که در مورد نبود او فکر شود ،زیرا وی چنان آفرینشگر توانا بود که هر حرفش صدای هستی در خود دارد و چنین صدا بطور جاویدانی ماندگار است.
« مــــرد نمیــــرد به نام مـــرگ ازو نام جســـت
نام چـــو جاوید شــد مـــــردنش آسان کجا ست»
نــوای آزادی که نوای روح سـر کـش و آزاده ملـنگ جان اســـــت پـیـوسـته او را وا مـیـدارد تا اسـارت را مـایه ننگ خـود و هـمه افـغـانان بداند . او در بیتی با چـنـیـن زیـبـایی مــرگ را بر اسـارت تـرجـیـح مـیـدهـد :
ژونـد د اسـارت نه یـو په سـل ځـله زنـدان ښـه دی
نـوم د غـلام ورک شـه غلامـی نه گـورسـتان ښـه دی
ملنگ جان هغه شاعر و چې دشعر په ژبه ئي په ټولنه کې د ظلم ،استبداد اوټولنيزي بې عدالتۍ پر خلاف دعدالت او انصاف اوازاوچت ساتلۍ و .هغه په خپلو شعرونوکي افغانان له هيوادسره ميني او يووالي ته رابلل ،دبېلگې په توگه هغه په خپل يوشعر کې وايي :
دلته هرڅوک چه اوسیږی یو افغان دئ
تـور او سـپین پیدا کول مـلی تاوان دئ
لوی هیواد به په ملی وحدت جوړیږی
دا زمــونــږه عـقیـده دا مـو ایـمـان دئ
حتمی نده چي يوڅوک بايدبې شمېره کتابونه وليکی اوترهغه وروسته ئې درناوی وشي .
ښاغلی ملنگ جان دعمر په لنډ وخت کې داسي شعرونه ويلي چې په هغه کښې ئي زموږ دټولنې اوبشري روابطو ټول اړخونه انځورکړی دي . دملنگ جان شعري استعداددسياسي اوفلسفي نړی له چينې خړوبه شوی دی .
خداي بخښلۍ ملنگ جان پر موږ ټولو افغانانوداحق لري چې دهغه درناوی اوياد ژوندۍ وساتو اوهغه ته په افغانستان کې دملي يوالی دسمبول لقب ورکړو.
زه دخپل دغه وړانديز پخلۍ پدې يوه خبره کوم ،دنړۍ په هرگوټ کښي چې افغانان اوسی اوپه هر ه ژبه گړېږي دخداي بخښلی ملنگ جان پدې شعر ((دازموږ زېبا وطن دازموږ ليلاوطن )) چي دمرحوم استاد اولمير په ښکلي اواز کي ويل شوی خپل دخوښۍ محفل پرانيزي . دغه شعر دمحفل دهرگډون کوونکي غوږونه اوخيالونه دملي غرور په څپو نازوي ،ماډير ليدلې چي دغۀ سندرې ته خلک پر پښودرېدلي دي .
په اخر کښي ټولواغلواوښاغلوبرخه والوته ددي غونډي په بری سره دپاي ته رسېدوهيله کوم .
پدې دوبيتی ئې پاي ته ورسوم :
هر پښتون دی خدای داستا غوندې ملنگ کړی
چی یو والی ورورولی لږ ه په ننگ کړی