کور / سياسي / هیواد د اوباما د نوې ستراتیژۍ لاندې (دقريب الرحمن سعيد ليکنه

هیواد د اوباما د نوې ستراتیژۍ لاندې (دقريب الرحمن سعيد ليکنه


په داسې حال کې چې زمونږ په هیواد او تر څنګ یې په ګاونډې هیواد پاکستان کې د پښتون توکم د له منځه وړلو او په دغه دواړو هیوادونو کې د عامو وژنو په اساس د وینو سیلاب روان دې ، ددې هیله کیده چې د امریکا نوې ولسمشر باراک حسین اوباما به د خپل ټاکنیز شعار «بدلون » له مخې ددې هیوادو په ولسونو باندې د انساني احساس څخه کار واخلي او د افغانستان څخه به د خپلو فوځونود ویستلو او تر څنګ یې د افغانانو د خپل منځې خبرو اترو له لارې د یوه موقت نظام د رامنځته کیدو له پاره لاره هواره کړی ، خو بدبختانه مسئله برعکس وخته ، او د اوباما رژیم د افغانانو او په ځانګړی توګه د پښتنو د توکم د له منځه وړلو له پاره نور هم ګړندې ګامونه واخستل ، هره ورځ د نوو نظامی عملیاتو د پیلیدو اعلان کیږي او هره ورځ په دواړو هیوادونو کې د لسګونو مظلومو انسانانو چې ډیرې یې کوچنیان او ښځې دې د طالب او ملا تر نامه لاندې د مرګ خاورې په خوله کوي . معلومه نه ده چې دا ستونزه او غمیزه به تر کومه پورې جریان ولري .





د۲۰۰۹ زیږدیز کال دمارچ په ۲۷مه د اوباما له اړخه د افغانستان او پاکستان له پاره د نوې ستراتیژۍ د اعلانیدو وروسته چې په هغه کې یې ژمنه کړې چې افغانستان ته به نور ۲۱۰۰۰ سرتیرې لیږې چې په دې ډله کې به څلورزره کسان هغوې هم ورګډ وې چې د افغانستان د وسله وال ځواک دپیاوړې توب او روزنی له پاره به دامریکا او افغانستان تر منځ تګ را تګ کوي . ددې تر څنګ یې افغانستان ته په خپلې مصرفی بودجې کې هم ډیرښت راوړې او د (اف پاک)تر نامه لاندې یې دافغانستان او پاکستان دواړو له پاره د یوډول ستراتیژۍ د کارولو اعلان کړې ، او خپل ځانګړې نماینده (ریچارډ هال بروک ) یې دهمدې ستراتیژۍ دپلې کولو له پاره مؤظف کړې .

دولسمشر اوباما د ستراتیژۍ د اعلان څخه وروسته امریکایانو او هم د ناټونظامې ټلوالې هیوادونو هم د دې دواړو هیوادونو له پاره خپل خپل استازی ټاکلې او خپلې پالیسۍ یې اعلان کړې . یو شمیر هیوادونو هوډ کړې چې په افغانستان کې به د ټاکنو وروسته خپل فوځې شتون راکموي خو یو شمیر نور و بیا د خپل شتون د نورځواکمن کیدو له پاره ټټر وهلې .

امریکا د خپلې ستراتیژیو د پلې کولو او دهغې څخه د ښه پایلو د راویستلو له پاره په افغانستان کې دخپل ادارې چوکاټ په پولو کې ډیر مهم بدلونونه وکړل . ترټولو مهم یې په کابل کې د خپل پخوانې سفیر لرې کول او دهغې پر ځاې یې په افغانستان کې د امریکا د فوځ دپخوانې قوماندان ټاکنه ده. همدا راز یې په افغانستان کې د خپلو قواو قوماندان ور وغوښت او د کار د پریښوولو امر یې ورته وکړ او په ځاې يې په عراق کې د خپلو فوځونو قوماندان دلته را تبدیل کړ .لکه چې دامریکا سپینې ماڼۍ په دې هکله وویل : «د باراك اوباما ادارې افغانستان ته د ناټو عمومي امريكايي قومندان جنرال ميكرنين په ناڅاپي توګه ليري كړ او پر ځاى يې د امريكايي ځانګړې ځواکونو(سپېشل فورس) پخوانى مرستيال جنرال ډیویډ مك كريسټال مقرر كړ.
د نيويارك ټايمز ورځپاڼه خبر وركوي چي دا په تېرو كلونو كي د كوريا تر جنګ وروسته چي جنرال ډوګل مك ارثر ليري كړل سوى وو، لومړى جنګي قومندان دى چي امريكا يې په دغسي حساس وخت كي د جنګ له قومندې څخه بدلوي.
د امريكا د دفاع وزير رابرت ګېټس وويل : دا تر ټولو مناسب وخت دئ چي د افغانستان دپاره د نوي ستراتيژۍ له پلي كېدو سره پوځي مشر هم بدلېږي»

د جنرال ډیویډ مکر کریسټال په هکله ویل کیږی چې نوموړی کماندویې تجربي لري او پخوا هم څو ځله افغانستان ته راغلی . د دې لوړپوړې قوماندان په هکله یو امریکایې خبرنګار لیکي چې یو ځل یې هغه د افغانستان په یوه غره کې وکوت ، په داسې حال کې چې پخوانۍ پیژندګلوي یې هم ورسره درلوده خو هغه ته دا ډیره ستونزمنه وه چې په لمړي ځل یې و پیژنی ځکه هغه لویه او اوږده ږیره درلوده ، ستره پګړۍ یې په سر وه او د افغانانو ځانګړې کالي یې په ځان کې و. هغه د یوه ځانګړې کار له پاره هلته توظیف شوې و .

مک کریسټال هغه وخت د ډیر باور خاوند شو چې په عراق کې یې د القاعدې د ګوند د مشر زرقاوي د ناستې پټنځاې بمباري کړ او هغه یې د خپلو څو تنو ملګرو سره یو ځاې د خاورو سره خاورې کړ . همدا راز ښاغلي سټانلي مک کریسټال په دې وتوانید چې د عراق پخوانې دیکتاتور ولسمشر ، صدام حسین ، پټنځاې پیدا او و یې نیسي . ددې تر څنګ د کریسټال په هکله دا هم ویل کیږی چې هلته په عراق کې یې د سني مذهبه پیرانو سره دمعاملې او راکړې ورکړې په کولو سره یې د امریکایانو پر خلاف د را ولاړ شوی جهادی غورزنګ مات کړ او په دې تر تیب یې په سیمه کې برې تر لاسه کړ . هغه د۲۰۰۸-۲۰۰۳ کلونو په دوران کې په فوځ کې د «ډلټا د ډلې » د ګډو عملیاتو چې د (تورو عملیاتو ) په نامه یادیدل رهبری کوله . په دې عملیاتو کې هغه ګڼ شمیرسني مذهبه مخالفین ونیول او یا یې له منځه یوړل، په دې خاطر هغه د (دانسانانو ښکارچی ) اویا «قاتل » په نوم هم شهرت پیدا کړ .

اوس چې امریکایان او ددوې د مشرۍ لاندې د ناټو ځواکونه غواړي په افغانستان کې هم د عراق په څیر پالیسې خپله کړی ،د پخوانې شوروي اتحاد او دوخت د کمونست ګوند د حکومت په څیر د قومي اربکېانو په نوم ډلې جوړې او په وسله یې سمبال کړې تر څو د مخالفینو په مقابل کې یې لکه د غراق د ولس په څیر وجنګوي . د سټنلې مک کریسټال ټاکنه هم په همدې خاطر تر سره شوه تر څو د اوباما اعلان شوې ستراتیژې په ښه توګه پلې او ډیره ژر نتیجه ورکړی .

[د امريكا ولسمشر باراك اوباما وايي هغه اوس دې ته منتظر دئ چي دخپلې دغه ستراتیژۍ له مخې څومره ژر په افغانستان كي سوله او ثبات راځي او هلته د امریکایي سیکولر نظام په څیر یو ديموكراتيك حكومت جوړېداې شي .

اوباما وایې چې : د ده حكومت ته ډېره سخته وه چي په افغانستان كي پر ۳۸۰۰۰ نورو امريكايي پوځيانو سربېره دغه هيواد ته د ۱۷۰۰۰ نورو عسكرو د لېږلو پرېكړه وکړي ، خو دا كار يې وكړ.

ولسمشر اوباما افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو امكان رد نكړ، خو وايي اداره يې د ډيورنډ پر پوله د پوځ عملياتو ته سترګي په لاره ده چي هلته څنګه او په څه ډول ثبات ټينګیداي شي .

باراك اوباما وويل چې :د امريكا د اوولس زره كسيز پوځ ډېره برخه د ډيورنډ پر پوله ځاى پر ځاى كېږي او د (امریکا او یوناما تر نظارت لاندې )افغانستان کې به د جمهوري رياست د ټولټاکنو له پاره د امنيت فضاء برابره وي .]

خو د دامریکا ددفاع وزیر ګېټس چې د افغانستان په جنګ کې له ستونزې سره لاس وګریوان دی او د خپلو فوځونو په مرګ ژوبله واویلا کوی وایي چې : [مونږ واړه ماشومان د جګړې ډګر ته استوو او پردې ښه پوهیږو، چې دا ماشومان هلته له څومره ګواښونو سره مخ کیږي .
ګېټس د60 دقیقو پروګرام سره په خپلو خبرو کې وویل : داڅومره دردونکې ده ، چې دجګړې پر مهال دجګړې وزیر دې . نوموړې زیاتوي : موږ به څرنګه له خپلو دندو سره لېوالتیا ولرو کله ، چې نظامي روغتون ته سر ورښکاره کړو هلته پوه شو ، چې موږ څومره ځوانان او نیمزالې دجګړې ډګر ته استولې دي . نن ، چې هلته هر کس دجګړې په ډګر کې شتون لري دا ما استولې دی زه یې یوه شېبه هم نشم هېرولای دغه دنده زما نه خوښیږي .
دیادونې وړ ده ،چې ګېټس په 2006 ز کې دبوش په جنګي کابینه کې دجګړ ې وزیر شو او بیا باراک اوباما هم پر همدغه څوکۍ پرېښود ګېټس وايي : مادغه د ډیموکرات ولسمشر خدمت تریوه بریده دهمدې ځوانانو لامله ومانه . ګېټس د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دپرتلې پر مهال وايي : بوش به پریکړې کولې او نورو کارونو ته یې هم مخه کوله اما باراک اوباما داسې سړی دی ، چې بحث کوي ، پریکنده دی خو ډېر ارام هم دی .
دادامریکا ددفاع وزیر خبرې دي ، چې د ترهګرۍ په درواغجنه جګړه کې دخپلو سرتیرو له غمه یې دزړه خبره وکړه ]

د ولسمشر اوباما د ستراتیژیو دپلې کولو له پاره امریکا په کابل کې خپل سفیر هم تبدیل کړ او متقاعد جنرال اكين بيري یې افغانستان ته د نوي سفير په توګه و ټاکه . نوموړې د لوړي د مراسمو دپورته کولو وروسته خپل کار پیل کړ.نوموړې د باراك اوباما له خوا افغانستان ته د ويليم ووډ پر ځاى د سفير په توګه ټاكل شوې دې .

نوموړى يو له هغو پوځي قومندانانو څخه وو چي د بوش د واكمنۍ پر مهال يې په قبايلي سيمو كي د طالبانو پر ضد د عملياتو د پيلېدو غوښتنه كوله .

اكين بيري په ۲۰۰۱ كال پر افغانستان د امريكا د يرغل څخه وروسته د امريكايي پوځيانو مشري كوله، چي وايي هغه وخت په نظامي چارو كي برې ور بر په برخه وو.

د اوباما د ستراتیژیو دپلې کولو له پاره دمطبوعاتود باوري سرچینو له مخې امریکایانو یو ځل بیا ولسمشر کرزي د دغه هیواد د ولسمشرې له پاره منلې دې . خو په دې شرط چې د هغه واکمني به هسې سمبولیک وي او اصلي حاکم به د امریکا لخوا د صدراعظم په حیث بل څوک غوره کیږی . د صداې افغان (اوا) له مخې ، د مۍ په لمړۍ اونۍ کې واشنګتن ته د کرزې دسفر په وخت کې ، سپنې ماڼۍ هغه ته ویلې چې د ټاکنو وروسته به افغانستان د یوه امریکایې حاکم له اړخه اداره کیږي . دا په داسې حال کې چې د اوسني قانون له مخې په افغانستان کې جمهورې نظام حاکم دې چې ولسمشر یې د خلکو د مستقیمې راې په واسطه ټاکل کیږي او بیا هغه دخپلې کابیني وزیران ولسي جرګې ته ورپیژني تر څو د باور رایه تر لاسه کړي . خو ددې وړاندیز له مخې به نه یوازې د و لسمشر په واکمنۍ کې کمښت راځې بلکه ددولت په هیڅ امورو به د نظارت کولو حق هم ونه لري . په دې وړاندیز کې راغلي چې یو کس به د امریکایانو لخوا د اجرایه قوې د مسؤل په څیر ټاکل کیږي چې د هیواد ټول امور به دهمدې وګړي تر نظارت او دهغې د فکر په واسطه پر مخ بوتلل کیږي . دا هم ویل شوې چې اړینه نه ده چې دا وګړي دې حتما افغان وي بلکه شونې ده چې یو امریکایې وي تر څو دهمدې وګړی او ددې سره ملګري ټیم و توانیږي د هیواد د اداري فساد کچه را ښکته او د نورو ستونزو سره مبارزه وکړي .

کرزي ته د هغې د سفر په جریان کې ویل شوې دې چې ددې طرحې سره د توافق په صورت کې به امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغې ملاتړ وکړي تر څو بیرته د ولسمشر په حیث پاته شي . ویل کیږي چې دا طرح د ولسمشر کرزي له اړخه تائید شوې خو دومره یې ویلې چې نومړې کس به زمونږ دنظر په اساس ټاکل کیږي او صلاحیتونه به یې هم مونږ اعلانوو.

دهمدې سرچینې په حواله شونې ده چې هغه کس په افغانستان کې د امریکا پخوانې سفیر «زلمي خلیلزاد» وې . ویل کیږی چې خلیلزاد دهمدې مقصد له پاره د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه ځان ګوښه کړ. د طلاعاتو له مخې علی احمد جلالې چې دخپل ټاکنیز کمپاین له پاره یې ډیرې منډې ترړې کړې وې ددې خبر د اوریدو سره سم یې خپل ځان د ټاکنیزو منډو ترړو څخه وویست او بیرته امریکا ته ولاړ.

دامریکایانو ددې وړاندیز په اساس به افغانستان هم لکه د عراق د اشغال د لمړیو کلونو په څیر نیغ په نیغه د امریکایې حاکم لخوا اداره کیږی . د مطبوعاتی سرچینو له مخې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشر کرزي سره په هیواد کې د یوه اجرایوي، صدراعظم ،د پوست د جوړښت سره توافق ته رسیدلې خو په کابل کې دامریکا سفیر کارل اکین بري ویلې چې داسې هر تصمیم به د کرزی په ادارې پورې اړه ولری ، اوزمونږ هیواد په دې هکله کوم ځانګړې آند نه لری .

د کارل اکین بري ، مک کریسټال او خلیلزاد په څیر د تجربه لرونکو وګړو را وړل او د هیواد په ادارې سیستم کې بدلونونه راوستل او په دې هکله د کرزي موافقه ښوول او کرزی ته د یوه سبمول حیثیت ورکول ټول د اوباما د نوې ستراتیژۍ د برېمند کولو په لور یو قدم ګڼل کیږی .ددې ترڅنګ د امریکا په فوځ کې ډیرښت او د قومي اربکیو روزنه او د مخالفینو پرخلاف د هغوې استعمالول هم دهمدې ستراتیژۍ مهمه برخه جوړوي .

دمک کریسټال په څیر خلیلزاد هم د افغانستان دخلکو او مخالفینو په نبض د پوهیدو تجربه لري . په ۲۰۰۲ کال یعنې هغه وخت چې امریکا د بن «د افغانستان پلرونکې» پروسې له مخې په هیواد کې یو لاس پوڅې نظام منځته راووست نو ښاغلي خلیلزاد یې د ځانګړې نماینده او بیا دهغه هیواد د خپلواک سفیر په توګه و ټاکه ،په هغه وخت کې ډیرو خلکو دهیواد په مهمو پوستو د ټاکنې له پاره خلیل زاد ته مراجعه کوله او هغه به په خپله هم ډیر وخت دکرزی په دفتر کې ناست و چې دې کار د کرزي او خلیل زاد تر منځ اړیکې ترینګلي کړل او کرزي یې مجبور کړ تر څو د امریکایانو څخه و غواړې خلیلزاد ترې لري کړي . ښاغلي خلیلزاد او د ملګرو ملتونو دهغه وخت نماینده ښاغلي اخضر ابراهیمي په هماغه وخت کې و توانیدل چې دمخالفینو د لیکو څخه څه «ستړی او ستومانه» عناصر د لږڅه[ مادې] امتیازاتو په بدل کې د امریکایې اشغالګرانو د تایید له پاره د ځان ملګری کړي . د اخضر ابراهیمي او خلیلزاد دواړو آند دا و او څو څو ځلي یې دا ویلي هم و چې مونږ د مخالفینو لیکې ماتې کړی کوم کسان او یا دهغوې مشران چې په غرونو کې پاته دې هغوې به په خپله د څو کلونو په موده کې له منځه ولاړ شي . خو ددې دواړو سیاسي پنډتانو دا وړاند وینه یوه تیروتنه وه ځکه دهغوې ددې وړاند وینې برعکس د مخالفینو لیکي نورې هم غښتلې شوې اود خپل هیواد د استقلال او ازدۍ له پاره د بهرنیواشغالګرو ځواکنو شتون ته یې ګواښ مخامخ کړې دې .

دا چې په اوسني وخت کې به د امریکا په دغه نوې سیاست او نوو ټاکنو کې مخالفینو ته څومره زیان ور سیږي اویا به د امریکا تر مشرۍ لاندې اشغالي ځواکونو ته څومره ګټه ورسوي دا به وروستي تحولات په ډاګه کړي ، خو زیات سیاسي شنونکې او پخپله امریکایې مفکرین په دې باوری دي چې دافغانستان حالات به نور هم پسې کړکیچن شي لکه څنګه چې د دفاع وزیر رابرټ هیګ مخته ویلې .

ددې ترڅنګ اوس ټول هغه عناصر چې د کوم لالچ په خاطر د مخالفینو د لیکو څخه تللې و او د ولسمشر کرزي تر څنګ یې ځاې نیولې و ټول په دې اندیښمن ښکاري ،ځکه چې په هیواد کې ورځ په ورځ خرابیدونکې امنیتی حالات د هغوې دخپل شتون هم په خطر کې اچولي دې .

د افغانستان دامنیتی حالاتو دکنترولو او د مخالفینو په لیکو کې ددرځ د اچولو او یا د هغوې د ځپلو له پاره امریکایانو د پاکستان په قبایلي سیمو کې او هم د ملکنډ په ایجنسۍ کې حالات کړکیچن کړي ، ددې څو علتونه بیا نیږي . او هغه داچې امریکایان غواړی د مخالفینو د لیکو ملاتړي چې د پولې ددې غاړې دپښتنو د سیمو څخه ورته پیدا کیدل هغوې ټول دلته په پاکستان کې مصروف کړي ، هغوې دا کار ان د مشرف د حکمرانۍ له وخته پیل کړې و ، هغه وخت د پاکستان نژدې ۹۵زره فوځ په پښتون میشته سیمه کې د مخالفینو پر خلاف جنګیدل خو کوم خاص بري ورته په لاس ورنغې ، اشغالګرانو دا کړۍ ان تر سوات او بنیر پورې و غځوله . که څه هم د پختون خوا دایالت حکومت په دې و توانید چې هلته د سولې د قیام په خاطر، دخپلې ایډیالوژۍ پر خلاف ، د شریعت یا د عدل د قانون د نفاذ له پاره د ځاې ملایانو سره تړون لاسلیک کړي ، خو له یوه اړخه د مغرضو کړیو مداخلي او له بله اړخه د طالبانو د غورځنګ بیړنې حرکت ټولو بین المللې خپرنیزو او جاسوسي کړیو ته ددې زمینه برابره کړه چې د عدل د قانون پر خلاف پراخه تبلیغات پیل کړي او تر څنګ یې د زرداري کمزورې حکومت چې ګمان نه کیده د سږکال تر اخره پورې ورسیږي هم دې ته تیار ولاړ و چې ددې قانون پرخلاف چې خپله یې لاسلیک کړې و فوځی یرغل پیل کړي . امریکا او غربي نړۍ هم د زردارې تر شا و دریدل او د زردارې رژیم یې د راپرزیدو څخه و شغوره ، حالات دې ځاې ته را ورسیدل چې د ټولې پښتنې سیمي پاخه اوسیدونکې یې کورني لیږد ته اړویستل او نژدې یو نیم میلیون یې خیرات او ګدایې ته په لاس غوځولو مجبور کړل . د هغوې کلې اوکورونه یې له منځه یوړل ، ټول انفراسټرکچر یې تباه شو ، په سونو کسان په کې د تروریست او ملا په نامه ووژل شول ، او ځوان او زاړه یې د فلاکت اوتباهۍ سره مخ کړل .

طبیعی ده چې د طالبانو پر خلاف په دې عملیاتو کې به د دطالبانو نوربهرني ملاتړي هم را غلي وي خو دهغې ګټه په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو له پاره دا شوه چې هلته د مخالفینو د نظامي کړچار په هکله کمښت راغي نو په همدې خاطر امریکایانو د پاکستان نه مننه وکړه .

د طالبانو په هکله پخپله دپاکستان اوسنې ولسمشر اصف زردارې وایې چې : [ طالبان د امريکا د سي.آى.اې او د ده د هيواد (پاکستان) د آى.اس.آى له خوا په ګډه پنځول شوي دي.
نوموړي له NBC ټلوېزوني چينل سره په يوه مرکه کې وويل:
(زما په فکر دا زموږ او ستاسې(د پاکستان او امریکا) د ماضي يوه برخه ده، او دوى د آى.اس.آى او سي.آى.اې دواړو له خوا په ګډه وپنځول شول،)
له NBC سره د مې مياشتې پر اوومه نېټه د ترسره شوي مرکې په اوږدو کې زرداري امريکا د پروېز مشرف د پوځي واکمنۍ-چي د طالبانو د پلوۍ شک پر کېدى- سره پر ملاتړ هم تورنه کړه.
ده د امريکا د متحده ايالاتو د دې تهمت -چې ګواکي پاکستانى پوځ او استخبارات اوس هم له طالبانو سره خواخوږي لري- مخالفت وکړ او ويې ويل:
(زما په اند جنرال مشرف ښايي له ښکاري سپي سره زموږ د سترګو او څارني څخه بېخي په پټه يوه لار وړې وي او لاس يې وراوږد کړى وي. موږ هيڅ داسي کومه شديده پروسه تر لاس لاندي نه لرو].
همدا راز امریکایانو د هندوستان په مشوره غوښتل چې پاکستان خپل فوځې ځواک د هند د پولې څخه د پښتنو میشتو سیمو ته د مخالفینو دټکولو له پاره ولیږي ، د امریکا ددفاع وزیر رابرټ ګیټس نژدې څلور ځله په خپله ځانګړیو مرکو کې دا خبره کوله چې دپاکستان اصل دښمن هند نه ، بلکه طالبان دې نو په دې خاطر دې پاکستان خپل فوځ دهند د پولې څخه ایسته او په قبایلې سیمو کې د طالبانو پر خلاف په کار واچوي خو د پاکستانی فوځ مسؤلینو دامریکایانو دا خبره نه منله، اما په سوات او بنیر کې چې کومه لوبه د پښتنو د نابودۍ پر خلاف پیل شوه نو پاکستان هم خپل غټ شمیر ځواک دهند د پولي څخه دی لورې ته راوست او همدا اوس هلته په جګړه لګیادې ان تر دې چې په دې وروستيو کي زرداري په يوه بله مرکه کي ويلي چي هندوستان د ده د هيواد لپاره يوه بېره او ګواښ نه و او دا چي پاکستان خپل يو شمېر پوځيان له هندۍ پولي څخه لوېديځ سرحد ته واړول موخه يې د هغه ځاى په قبايلي کمربند کي د طالبانو له منځه وړل و.] خودا چې هندوستان او امریکایان د پاکستان له پاره څه پروګرامه لري دا به وروسته حقایق روښانه کړي . اما هغه څه چې اوس ترې را په ډاګه کیږی هغه دا دی چې نه خو هندوستان غواړي پاکستان سلامت پاته شی او نه امریکان او اسرايل غواړی په اسلامي نړۍ کې دې یو اتومي هیواد هم شتون ولري .

که څه هم د ولسمشر اوباما حکومت دخپل ټاکنیز شعار له مخې غوښتل لکه څنګه یې چې د عراق څخه د خپل فوځي شتون د پاې ته درسیدو اعلان وکړ په همدې توګه د افغانستان څخه هم د خپلو فوځونو د ویستلو له پاره د مخالفینو سره خبرو اترو ته کښیني او د ټاکنو دغه اوسنۍ پروسه له یوه سره شاته پریږدې او په یوه موقت حکومت موافقه وکړي او خپل فوځونه د یوه مهال ویش له لارې د دغه هیواد څخه وکاږي . همدا علت و چې د اوباما حکومت د خپل کار دپیل په هماغه لمړیو ورځو کې د طالبانو او حزب اسلامي افغانستان د مسؤلینو سره د کتلو هلې ځلې پیل کړې او ددې خبرو په غیرې رسمي پروسه کې ان تردې پورې ورسیدل چې ولسمشر اوباما اعلان کړي چې افغانانو ته ووایې چې نه غواړي په افغانستان کې تر ډیرې مودې پورې پاته شي ، د بله اړخه یې په کابل کې سفیر اعلان وکړ چې شونې ده چې د طالبانو او حزب اسلامي یوشمیر بندیان د بنده ازاد کړل شي او ددوې یو شمیر غړی د امریکا د تورلست څخه وویستل شي ، دا د هغو شرایطو یوه برخه وه چې دحزب اسلامي او طالبانو له اړخه د اوباما حکومت ته وړاندې شوي و . او د اوباما حکومت هم ددې شرایطو سره نژدې وو چې مکمله همغږي و ښیي ، د ډیرو باوري سرچینو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سره په خبرو اترو کې، امریکایانو په دې اصرار کاوه چې مخالفین دې د افغانستان له پاره د ولسمشر اوباما د ستراتیژۍ د اعلان تر مخه مونږ ته یو پروګرام راکړي او په دې پروګرام دې توافق په ترکیه یا سعودې کې اعلان شي ، دهمدې سرچینو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویل چې که چیرې یوځل دا ستراتیژی اعلان شوه نو مونږ مجبور یو چې تر یوه کاله پورې د هغې پایلې ووینو او بیا بل قدم پورته کړو . خو د وخت د کمښت له امله او هم د طالبانو او حزب اسلامی د مشرانو سره د اړیکو دټیګښت له پاره پوره وخت نه درلودل ددې سبب شول چې اوباما خپله ستراتیژې داسې اعلان کړي چې په هغې کې دخپلو پخوانیو خبرو یادول اړین و نه ګڼي ، د بله اړخه دهمدې سرچینو له مخې دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت او پناګون ترمنځ هم په دې هکله کلک اختلاف را پیدا شوې و ، ځکه پناګون غوښتل خپل فوځونو په افغانستان کې زیات کړي تر څو د پاکستان قبایلې سیمی هم تر خپل فوځي پوښښ لاندې راوړي او تر څنګ یې د مخالفینو پر خلاف خپل فوځې برې حتمي کړي . پناګون په پاکستان کې د ولسمشر اصف زردارې دکمزوری حکومت نه او هم دسوات ، دیر ، باجوړ او بنیر په سیمو کې د طالبان د ځواکمنکیدو څخه ډیره اندیښنه درلوده او ګمان یې کاوه چې که چیرې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې په دغسې یوه فارمول باندې توافق وکړي نو په هغه صورت کې به امریکا نه یواځې په افغانستان کې مخالفین نور هم پیاوړی کړي بلکه پاکستان به هم له لاسه ورکړي … دا او داسې نور دلایل ددې موجب شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دمخالفینو سره د اړیکو ددوام تر څنګ په راتلونکې کې ، هغه هم د ناکامۍ په صورت کې ، په خپلو هغه غیر رسمی ژمنو متعهد پاته شي چې د خبرو په پیل کی یې کړې و ې.

په لمړي ځل ددې خبرو په را بربنډیدو سره په کابل کې یو شمیر امریکایې لاس پوڅو داسې تبلیغات پیل کړل چې د امریکا له اړخه حزب اسلامي ته وړاندیز شوې چې په را تلونکو ټول ټاکنو کې برخه واخلي خو د حزب اسلامي امیر محترم حکمتیار ته به د درې څلور کالو له پاره په سعودې عربستان کې سیاسي پناه ورکړل شي . دا خبره بیا وروسته ولسمشر کرزي هم د واشنګتن څخه د را ګرځیدو وروسته تکرار کړه لکه چې په خبرونو کې راغلي دي :

[افغان ولسمشر حامد کرزي د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيار ته د روغې جوړې د خبرو ترڅنګ له دولت سره د يو ځاى کېدا بلنه ورکړه.

ولسمشر کرزى چې له تېرې اونۍ رادېخوا د امريکا او يو شمېر نورو بهرنيو هېوادونو په سفر وتى، په امريکا کې داستوګنې پر مهال يو شمېر رسنيو سره په خبرو کې د دولت مخالف انجينر ګلبدين حکمتيار ته له مخالفته د لاس په سر کېدو په موخه د خبرو اترو او دولت کې د برخې اخېستو بلنه ورکړې.

کرزي له يوې برتانوۍ رسنۍ ( بريتانيا ټايمز ) سره په يوه مرکه کې وويل له حکمتياره غواړي چې هېواد کې د سولې او امنيت د پوره ټينګښت په موخه د خبرو له لارې دولت سره يو ځاى شي.

کرزى دا خبرې په داسې مهال کوي چې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته چې کرزى يې هم کانديد دى، لږ وخت پاتې او يو شمېر شنونکي فکر کوي چې دا ښايي د واک د بيا ترلاسه کولو لپاره د کرزي کومه سياسي هڅه وي.

سره له دې چې کرزي تر دې وړاندې هم په کراتو،کراتو د حکمتيار په ګډون خپلو نورو مخالفينو ته د خبرو بلنې ورکړي خو هغوى دغه خبرې د دولت له لوري له هېواده د بهرنيو سرتېرو د ويستو د کره نېټې د نه څرګندولو او د هغوى د يو شمېر نورو شرايطو د نه منل کېدو له امله رد کړي.

د ويلو وړ ده چې څه موده مخکې د کرزي او حکمتيار ترمنځ د پټو خبرو يو شمېر خبرونه رسنيو خپاره کړي و خو د حکمتيار د وياند لخوا رد شوي و.]

ددې تر څنګ د طالبانو د رژیم یوه پخواني وزیر او په اوسني حکومت کې د سنا غړي مولوی ارسلا رحمانی هم دا خبره بیا غبرګه کړه چې هغه د کابل د رژیم او مخالفینو (طالبانو او حزب اسلامي ) تر منځ د میانځګړی په څیر رول ادا کوي هغه هم په خپلو خبرو کې د امریکانو د بهرنیو چارو د وزارت دا خبره تکرار کړې چې په کې یې ویلې چې که د طالبانو اوحزب اسلامي هغو مشرانو ته چې نومونه یې په تور لست کې دي د سعودې عربستان په څیر په کوم هیواد کې سیاسي پناه ورکړل شی او پاته غړې یې په حکومت کې را شریک کړل شي نو د لانجې د حل له پاره یوه لاره پیدا کیداې شي .

دا په داسې حال کې چې حزب اسلامي په خپله یوه خبر پاڼه کې اعلان کړل چې :


[نن د هيواد په مطبوعاتو او رسنيو کې د افغانستان ددولت له اړخه د حزب اسلامي امير محترم انجنير ګلبدين حکمتيار ته په حکومت کې د ګډون د بلنې دورکولو او د حزب اسلامي او دولت تر منځ د خبرو اترو په هکله يو راپور خپور شوې .

دا په داسې حال کې چې حزب اسلامې د افغانستان اوسنې رژيم د امريکا د اشغالګرو ځواکونو يوه برخه ګڼي چې دهمدې ځواکونو تر مستقيمې قوماندې لاندې کار کوي ، نه خپل واک لری او نه د خبرو اترو له پاره متقابل اړخ جوړيدای شي . په دې اساس ددې رژيم سره دداسې خبرو اترو پوښتنه هم نه را پيدا کيږی . دا ډول افواهات خپرول ، کيداې شی د اشغالګرو ځواکونو د لاس پوڅو د انتخاباتې کمپاين يوه برخه وی .



په داسې حال کې چې حزب اسلامي تل دسياسي خبرو اترو دروازه پرانستې پری ايښې او غواړې د ذيدخله اړخونو سره د خبرو اترو له لارې د خپل هيواد اوسنۍ غميزه پاې ته ورسوي خو په اوسني وخت کې حزب اسلامي د داسې کوم اړخ سره نه خبرې لری او نه په داسې خبرو اترو باور .


حزب اسلامي افغانستان لکه څنګه چې پخوا څو څو ځله اعلان کړی يو ځل بيا اعلانوی چې د هيواد د ستونزې دحل له پاره دې اړتيا ده چې بهرنې اشغالګر ځواکونه د يوه ټاکلي مهال ويش له لارې د هيواده ووځې ،او افغانان د خپل منځي خبرو اترو له لارې يو بې پرې حکومت جوړ کړي او دهمدې حکومت له لارې دې ټولټاکنې تر سره شی . تر څو دهمدې ټولټاکنو له لارې د هيواد سياسي قيادت منځته راشي . ]


د امریکایانو دا فارمول اوسني نه دې چې د مختلفو لارو یې تبلیغوي بلکه دا هغه فارمول دې چې په ۱۹۹۲ کال کې د پیښور په ګورنر هاوس کې د نوازشریف او د افغاني ډلو ټپلو لخوا د وران ویجاړ افغانستان له پاره یوه موقته اداره جوړیده نو هلته هم دهمدې وړاندیز په سر ټولو سره لاسونه یوکړي و او ویل یې چې حزب اسلامي ته دې د عظمي صدارت مقام ورکړل شي خو په خپله دحزب امیر محترم حکمتیار به په کې کاندید نه وي . او ان تر دې د مخه په ۱۹۹۰ کلونو کې چې د راولپنډۍ په «مدینة الحجاج » کې د جهادی تنظیمونو له اړخه په پاکستان کې د یوه واحد موقت حکومت له پاره ډبره ایښوول کیده او په هغې کې ددفاع وزارت حزب اسلامي ته ورسید نو همدا امریکایان او انګلیسان و چې پاکستانیانو ته یې اخطار ورکړ چې ددفاع وزارت هیڅکله هم حزب اسلامي ته ورنه کړل شي ، په دې خاطر یې ددفاع وزارت حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوې محمد نبي محمدي ته ورکړ او په مقابل کي یې بهرنیو چارو وزارت حزب ته وسپاره. خو بیا هم حزب په پوره صداقت سره په هغې کې کار وکړ او دغه موقت حکومت یې په څو اسلامي حکومتونو په رسمیت و پیژاند . اما پاکستان او دهغې د وخت صدراعظمي «بې نظیر بوټو» چې پخپله ددې موقت حکومت تضمین کوونکې و ددې حکومت د په رسمیت پیژندلو څخه ډه ډه وکړه .

معلومه نه ده چې ولې امریکایان او یا د هغوې سره اړوندې کړۍ د حکمتیار دموجودیت څخه ویره لري ، او دا په داسې حال کې ده چې د سیمي ډیر شنونکې په دې باور دې چې د حکمتیار پرته د افغانستان سیاست نامکمله دې . د پاکستان یو پښتون سیاست پوه اود نشنل عوامي پارټۍ غړي او سناتور محترم افراسیاب خټک څوکاله پخوا د یوه سیمه ایز کنفرانس په یوه ګوښه کې ماته دخبرو اترو په ترڅ کې وویل چې د حکمتیار پرته د افغانستان سیاست نیمګړې دې، په هرصورت چې کیدې شي نوموړې باید په دې پروسه کې را ګډ کړل شي .

هغه څه چې پنتګون غواړې تر لاسه کړې هغه دا چې افغانستان ته د نوو او تازه فوځونو په ورلیږلو سره له یوه اړخه د خپلو فوځونو مورال پورته کړي او د بله اړخه نړیوالو ته وښایې چې هغوې په خپلو کړو کې هوډمن دې . خو دا ستونزمنه ده چې وویل شي چې نړیواله ټولنه به تر اخره پورې دهغوې سره ولاړه شي . همدا اوس په کاناډا ، انګلیستان ، جرمني او … یو شمیر نورو اروپایې هیوادونو کې عامه رایه داده چې ډیره کې وګړی غواړي فوځونه یې ددې بې هدفه جنګ څخه چې زرګونو افغانانو په وینو یې لاسونه ککړ دې ، خپلو هیوادو ته را ستانه شي . د امریکا نظامي او سیاسی مفکرین هم خپل حکومت ته همدا مشوره ورکوی چې د زیاتو عسکرو لیږل د افغانستان په کومي کې د هغوې د ژوند د تباهۍ او د مږې په سوړي کې د شتمنیو ور اچول دي .

ددې شننې په لیکنه کې د زیاتو رسنیو او بریښنایې پاڼو څخه ګټه اخستل شوې ده ، په دې اساس دهغوې د زحماتو څخه ممنون یم .