د امريكا پخوانى سفير زلمى خليلزاد د افغانستان په راتلونكي حكومت كي په يوه مهم پوسټ پسي ګرځي.
د نيويارك ټايمز ورځپاڼه خبر وركوي چي زلمي خليلزاد دوې اونۍ دمخه د حامد كرزي سره په واشنګټن كي وليدل او د صدراعظمۍ ته ورته يوه اجرائيه پوسټ پر سر ورسره وږغېدئ، خو د ورځپاڼي په وينا ستونزه د افغانستان په رياستي نظام كي ده چي د صدراعظم دپاره ځاى نسته پكښي.
زلمى خليلزاد چي په وروستيو درو كلونو كي يې له حامد كرزي سره اړيكي خرابي سوي وې، درې مياشتي دمخه په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغئ او داسي ګنګوسې سوې چي نوموړى به په را روانو انتخاباتو كي د حامد كرزي په مقابل كي درېږي، خو د انتخاباتو دپاره يې نوم ونه ليكئ.
د حامد كرزي او زلمي خليلزاد ليدنه او په راتلونكي حكومت كي پر يوه مهم پوسټ د دواړو ترمنځ معامله د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو پر شفافيت د ځينو څېړونكو هغه شكونه په يقين بدلوي چي كه افغان ولس غواړي يا نه، راتلونكى رئيس جمهور به بيا هم د تېر په څېر د امريكايانو په خوښه پر افغانستان تپل كېږي، چي په غالب ګومان همدا اوسنى ولسمشر حامد كرزى به وي.