دنيويارک ټايمز ورځپاڼي په خپل يوګزارش کي ليکلي دي چي پاکستان په چټکۍ سره د خپلو اټومي وسلو زېرمو ته پراختيا ورکوي او دې کار د امريکا په کانګرس کي زياتي پوښتني او اندېښنې را پورته کړي دي . د هغو څخه يو هم دا شک دی چي دغه په سياسي کړکېچ کي غرق هيواد چي د امريکا لخوا په ميليارډو ډالره پوځي مرستي ورسره سوي دي نو هغه په اټومي چارو کي مصرفوي .
نيويارک ټايمز د امريکا د خپلي ضمني وېري په هکله اندېښنه څرګنده کړېده چي پاکستان تلاښ کوي و خپلو زروي وسلو ته پراختيا ور کړي . ورځپاڼه زياتوي چي په دې ورستيو کي د امريکا د پوځي ګډي قومندانۍ د رئيس مايکمولن په محرمانه ګزارش کي چي ددې هيواد په کانګرس کي مطرح سوی دی ، په هغه کي د پاکستان و اټومي هڅو ته اشاره سوېده او وايي چي دغه هيواد د خپلو اټومي وسلو پراختيا يي تلاښونه ګړندي کړي دي .
په ګزارش کي راغلي دي چي د تازه زروي وسلو د جوړېدو لپاره د پاکستان تلاښ د امريکا د لوړ کچي دولتي مقامات اندېښمن کړي دۍ . امريکا همدا اوس د پاکستان په لاس کي ددغه برحاله زروي وسلو چي شمېره يې تر سلو پوري رسيږي داسي وېره لري چي نه چي د پاکستاني بنسټپالانو په لاس کي ولويږي ، خو پاکستان لا نور هم لګيا دی تر دې زيات زروي وسلې جوړوي .
د اوباما د ادارې چارواکي وايي چي د امريکا د کانګرس سره په تماس کي دي او دا خبره يې په ډاګه کړې ده چي هغوی غواړي اطمينان حاصل کړي چي کوم پوځي مرستي چي د پاکستان سره د ټروريزم سره د مبارزې د پاره سوي دي نو هغه نه بايد پر نور چارو و لګېږي .