ستاپه خيال کي چي تل ورک وم،تادريادنکړم هيڅکله
که رنځو ر وم که روغ رک وم، تادريادنکړم هيڅکله
چي د ژوند پرهره پاڼه، يې ستا نوم اځغی-اځغی وو
د يو داسي ګل محک وم ، تا در يادنکړم هيڅکله
چي دې تورو اوږدو شپوته،څولمرين څراغونه راوړي
زه د هغه سهار څرک وم ، تا در ياد نکړ م هيڅکله
چي تل ستادپلونو نښي،په خپل وران زړګي کي ساتي
هغه لا ر هغه سړ ک و م ، تا در ياد نکړم هيڅکله
هر ه ژ به د څپو مي ، ستا په ياد ټپه – ټپه و ه
هم امو وم هم اټک وم ، تاد رياد نکړم هيڅکله
لايو څوخزاني د ښتي ، د وږ مو په روح ژوندۍ وې
هم پغمان هم هنه وړک وم، تا دريادنکړم هيڅکله
چي دميني وهرلمونځ ته ،دي تل هسک منار ولاړوم
د د يد ن هغه مزدک و م ، تاد ر يا د نکړ م هيڅکله
خوله پر خوله به ګرځېدمه ، دبې دردو په محفل کي
د مغرو ري خندا کړک و م ، تادرياد نکړم هيڅکله
د د ې چو پو رڼو ستورو، ښکالو هم راتله غوږو ته
ملتيار د ر پسي څک و م ، تا د رياد نکړم هيڅکله