په هره ټولنه کې جنګ او جګړې، د سیاسې او ادارې نظام نشتوالې فقر او غربت پیاوړې کوي. پداسی حال کې چې فقر او غربت د ټولنې د بدبختۍ لامل ګرځې او د وګړو غرور له منځه وړي، دوي پردیو ته اړ باسې، ټولنیز او اقتصادې پرمختګ نشې کولای او پدې توګه یې ملي هویت هم زیانمن کیږي .
د دې خبری د سپیناوي لپاره غواړم چې د خپلو سترګو یو لیدلې حال او انځور د ګرانو هیوادوالو سره شریکه کړم. کله چې زه کوچنې ووم او د خپل کلې په ښونځې کې مې لومړنۍ زدکړې تر سره کولې دغه مهال په ا فغانستان باندې د پخوانې شوروی اتحاد د یرغل لومړنې کلونه وو او روسانو د افغانانو د ملاتړ او پلوي د لاسته راوړلو لپاره د خلکو سره ډول ډول غولونکې مرستې کولې. د بیلګې په توګه یوه ورځ د سهار په مهال د روسانو وسلوال ځواکونه زمونږ ښونځې ته راغلل او د یو لنډ کنسرت د ورکولو ورسته یې زدکونکو او په دې ځای کې راټول شویو خلکو ته د خوراکې توکو او لباسونو په ویشلو شروع وکړه. سره د دې چی زمونږ خلک د روسانو په پرتله غریب وو او دې توکو ته یې څه نا څه اړتیا هم درلوده، ولی زمونږ د ښونځې زدکونکو او پدې ځای کې نورو راټول شویو وګړو د دې توکو د اخستلو څخه ډډه وکړه. دا ځکه چې هغوي ته خپل ځان پدې کار سره سپک ښکاریده او افغانې غرور یې دا اجازه نه ورکوله چې د روسانو څخه دې دغه مرسته تر لاسه کړي.
خو کله چی همدا وګړي په افغانستان باندې د روسانو د یرغل له امله پاکستان ته د خپل هیواد او دین د دفاع په موخه کډوال شول، نو د نړۍ د نورو کډوالو په څیر د دوي لپاره هلته د ژوندانه اسانتیاوي نه وي برابرې. ځوانانو ته د کار شرایط نه وو برابر، او دا پداسې حال کې وه چې د دوي هغه مالې زیرمې چې د خپل هیواد څخه یې د ځانه سره وړې وي هم مخ په خلاصیدو وي، نو کرار کرار د دوي ژوند د فقر او غربت په لور روان وو. په پایله کې دوې دې ته اړ شول چې د پاکستان په خاوره کې د ښارونو څخه په لیری پرتو سیمو کې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند وکړي تر څو د ملګرو ملتونو، اروپایې ټولنې، امریکا او عربې هیوادونو د مجانې خوراکې مرستو (راشن) څخه ګټه پورته کړي او پدې توګه د ژوندې پاتې کیدلو لپاره هلې ځلې وکړې. کله نا کله به د کډوالو تر منځ د راشن په تر لاسه کولو کې بې نوبتې هم په سترګو کیدله او پدې توګه زمونږ همدا وګړې چې پرون یې د پردیو څخه مجانې مرستې اخستل ځانته عار ګڼه نن یې بیا د پردیو مرستې په ډیره بیړه ترلاسه کولې. دا ځکه چې دوي په فقر او غربت اخته کړې شول! باید و وایم چی د دې ټولو ستونزو سره سره زمونږ خلکو خپل لوړ همت د لاسه ور نه کړ، د کډوالۍ ټولې سختې او تنګې یې په ځان تیرې کړې او د یرغلګرو په خلاف یې خپلې مبارزې ته د هیواد په داخل کې تر هغې دوام ورکړ تر څو چې یرغلګر زمونږ د هیواد څخه تیښتې ته اړ شول.
دغه راز کله چې د ۱۳۷۱ او ۱۳۷۲ کلونو په موده کې په کابل کې د افغانانو تر منځ خپل منځې جنګونو ځور واخیست نو یو زیات شمیر هیوادوال د هیواد نه تیښتې ته اړ شول او ګڼ شمیر وګړي د پاکستان په لور ولاړ شول. هلته په تورخم کې د ډیورند د پولې په هغه غاړه د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د افغانې کډوالو او د ټولو هغو افغانانو پرمخ چې په افغانې پاسپورتونو کې یې د پاکستان ویزې درلودې وتړله، او زمونږ ډیرې خویندې په بې سترۍ سره د خپلو کوچنیانو سره یوځای د سرکونو په غاړه او په دولتې ودانیو کې د سرحد نه د اوښتلو په موخه شپې سبا کولي. اوکله چې به دا وګړې تنګ شول او د پولې څخه د تیریدو په موخه به یې د تورخم دروازی په لور ټیل واچوو، نو بیا به د پولې په هغه لور یو پاکستانې افسر یا ملیشه د دروازی د پاسه خپل سر را ښکاره کړ او وبه یې ویل: اوو شرمیدلو! په دې لور مه را ځئ که نه نو … او یو څه بدې ردې به یې نوری هم وویلې. د یادولو وړ ده چې دغه مهال د هیواد یو مشهور شاعر د دی ستونزې په اړه دا لاندی شعر وویلې:
(خپل وطن مو وران کړ لږیدلې اندازه ده
ځکه په تورخم کې راته بنده دروازه ده)
د پورته ذکر شویو ستونزو څخه داسې څرګندیږې که چیرې زمونږ په هیواد کې جنګونه او جګړې نه وای پیښ شوي، نو ګران هیوادوال به د وطن پریښودو ته هیڅ نه وو اړ شوي. او که چیرې په هیواد کې یو ځواکمن سیاسې نظام او حکومت شتون درلود، نو نه به د ډیورند په پوله چا دروازه جوړوله او نه به د نړیوالو ډپلوماټیکو نورمونو له مخې چا د افغانې پاسپورت سپکاوي کاوو. باید ووایم چې زه دپردیو څخه په دې اړه نه انګیرم، داځکه چې وایې: خپل مال ساته، ګاونډې غل مه نیسه! دغه راز یو شاعر وایې:
(ګلونو چې زخمې کړم د اغزو به څه ګیله کړم
او خپلو چې رسوا کړم د پردو به څه ګیله کړم)
د دی لپار چې د تاریخ تیرې ترخې شیبې په هیواد کې بیا تکرار نشې، نو زه د یوه افغان په توګه د ګرانو هیوادوالو څخه او په ځانګړې توګه د راتلونکې نسل څخه په ډیر درنښت هیله کوم چې تل دې په ګران هیواد افغانستان کې د جنګ او جګړو په ځای د سیاسې مشارکت له مخې د یوه اسلامې سیاسې نظام او حکومت پلوي وکړي. او د خپلو خلکو د خدمت او سوکالۍ، ټولنیز او اقتصادې پرمختګ لپاره دې په یوه لاس کې قلم او په بل لاس کې توره په لاس ولاړ وي، او په دې لار کې دې نه ستړې کیدونکې او نه خلاصیونکې ګړندۍ هلې ځلې وکړي. دغه راز د ګرانو هیوادوالو څخه هیله کووم چې د روان کال د زمرې (اسد) د میاشتې په ټولټاکنو کې دې د پوره پاملرنې څخه کار واخلې تر څو وکولائ شې د هیواد لپاره وړ شخصیت د مشر په توګه وټاکې. دا ځکه چی د هیواد لپاره د غوره مشرتابه ټاکل د هر وګړې اسلامې او اخلاقې مسولیت دې او که هیواد مو غوره مشر او سالمه اداره ولرې نو ګران هیوادوال به مو سوکاله وي.
د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور