نوټ : محترم سيلگ هاريسن د افغانستان، پاکستان او سيمي په باب څو کتابه ليکي دي. ښاغلى هاريسن د افغانانو سره خاصه مينه لري، او په خپلو ليکنو کي يې تل د هغوى ملاتړ کړى دى. هغه لدې منطقې سره اوږده سابقه لري او يو وخت په سيمه کي د واشنگټن پوست خبريال هم وو. محترم هاريسن پدې مشهوره دى چي د ځينو بين المللي سياسي بحرانونو په باب مخکنى خبردارى ورکوى. هغه پر افغانستان باندي د شورويانو د تجاوز څخه پوره يوه کال مخکى د هغه ناځوانمردانه تيري خبردارى ورکړى وو. هغه وايي:” سي اې ې” او “اې ايس اې” نژدې اړيکي سره لري.”
د محترم هاريسن همدا مقاله د مې پر ١١ په واشنگټن پوست کي خپره سوې وه. د ښاغلى هاريسن د مقالې اساسي ټکى دا دى چي کېداى سي پښتون نشنلزم او مذهبي افراطيت سر گډ سي. له بده مرغه، دمگړى تر ډېره حده همدا کار سوى دى. حتى ځيني باسواده پښتانه هم کله نا کله د ډېري ناهيلۍ او کمزورتيا له امله د طالبانو له شډل نظامه ملاتړ کوي. زه پدې باور يم که چيري د دغي کړغېرني پروسې مخه ونيول سي، د ټول پښتون قام تباهي حتمي ده. زه باور لرم چي د طالبانو په وروست حکومت کي د پښتنو لپاره هيڅ خير او گټه نسته. نو بنا،د گردو پښتنو منورينو ايماني او وجداني وظيفه ده چي د طالبانو او القاعدې له شره ځآن خلاص کړي، او لدې مذهبي بلا سره نېغ په نېغه مبارزه وکي. څرنگه چي د محترم هاريسن مقاله نهايت ژوره او په زړه پوري ده، نو ځکه تر ډېره حده پوري هو به هو ترجمه سوه.
د ډېرو امريکايانو په خيال په پاکستان کي د طالبانو پر خلاف روان اخ و ډب پر مذهبي افراطيت باندي را څرخي. مگر د پاکستان جنگ د اسلامي افراطيت او قومي تاوتريخوالي يو خطرناک مخلوط دى. همدا جگړه هغه وخت لا خطرناکه سوه چي امريکا پر پاکستان باندي فشار واچوه چي د طالبانو او القاعدې پر ضد پوځي عمليات گړندي کاندي. د دغي جگړې د قومي بعد درک او پېژندلگوي هغه حياتي مسله چي د نهايي بري لپاره حتمي او ضروري ده. دغه راز، د پاکستان د سياسي ثبات لپاره بايد طالبان او القاعده سره جلا سي.
د پاکستان پوځ بشپړ له پنجابيانو څخه جوړ دى. بلخوا، طالبان کاملا پښتانه دي. د پېړيو پېړيو راهيسي، د پاکستان او افغانستان پر پولو باندي پرتو پښتنو د مداخله گرو او حاکمو پنجابيانو د دايمي محاصرې پر خلاف مبارزه کړې ده. نو بنا، د جهاديسټانو د ختمولو په غرض پښتني سيمو ته د پنجابي عسکرو لېږل پاکستان د قومي او داخلي جنگ په ډگر بدلوي. همدا راز، دا عمليات د يوه ازاد “پښتونستان” د جوړېدو ولولې لا غښتلي کوي. پدې پښتونستان کي به قريب ٤١ ميلونه پښتانه سره راغوڼد سي.
همدا وجه وه چي په لمړي سر کي د پاکستان پوځ د طالبانو سره په سوات کي د سولي معامله وکړه، او هم يې د امريکا د هغو فشارونو په وړاندي مقاومت کاوه چي له پاکستاني پوځ څخه يې غوښتل چي د جهاديسټانو پر خلاف بشپړ جنگ اعلان کړي. که څه هم د پاکستان پوځ د طالبانو او پنجابي مذهبي افراطيانو له اتحاد څخه ډارېږي، خو هغوى د پښتنو د استقلال او بېلتون د زياتېدونکي خطر څخه لا زياته بېره لري.
په تاريخي لحاظ، د برتانيې تر امپرياليزم پخوا پښتانه په سياسي لحاظ يوموټى وه. پښتون پاچاهان چي د افغانستان موسسين هم وه، د اوسني پاکستان په شمول پر يوې پراخي ساحې باندي سياسي حاکميت لاره. خو په ١٨٤٧ کي انگريزانو پښتنو ته ماتي ورکړه، او افغانان چي له ډاره لړزېدل په منډه منډه د خېبر په درې ننوتل او هلته د جگو غرونو شاته پټ سول. د پښتنو تر دې څرگندي ماتې وروسته، انگريزانو په وچ زور د “ډيورنډ لاين” پر هغوى باندي تحميل کړ چي تر نن ورځي پوري افغانستان ندى منلى. د پښتنو نشنلسټانو د اعتراضونو سره سره، انگريزانو همدا فتح سوي مځکي په ١٩٤٧ کي پنجابي حاکميت ته ورسپارلې.
د هغه وخت راهيسي، افغاني حکومتونو د پښتنو پر دغو اشغال سويو سيمو باندي پنجابي حاکميت ته چلنجونه ورکړيدي، وخت نا وخت يې د يوه خود مختاره پښتونستان چغې هم وهلې دي، او يا يې د يوه ازاد “پښتونستان” او يا د يوه “لوى افغانستان” چي همدا بايللي سيمي به پکي داخلي وي، نارې هم وهلې دي.
د پښتونستان د جوړېدو ډار پاکستان دېته اړ ايست چي د شورويانو د اشغال په دوران کي جهاديسټان او افغان مذهبي گوډاکيان تربيه او وروزي، وروسته همدې پنجابيانو طالبان جوړ او پر شا ټکول. مگر د حيرانتيا خبره دا ده کله چي همدې طالب گوډاگيانو کابل ونيو، د اسلام اباد د فشارونو سره سره يې د ډيورنډ کرښه تاييد نکړه. جمهورريس حامد کرزى هم مقاومت کوي، او همدا کرښه يې يو کرغېړن سرحد بللى دى چي د “دوو وړونو” تر مينځ يې د کرکي او بيلتون ديوال جوړ کړي دي.
انگريزانو د پښتنو ازادي غوښتونکي اقوام دېته مجبوره کړل چي د انگريزانو حاکميت ومني، مگر په خپلو سيمو کي يې ازادي ورکړه. همدا خود مختاري د پاکستان حکومتونو هم ور سره منلې وه، خو د بش په پېر کي د پاکستان پر جمهورريس پرويز مشرف باندي فشار واچول سو چي په ٢٠٠٢ کي همدې سيمو ته پوځ واستوي. تر اوسه پوري همدې پاليسۍ په لکهاوو پښتانه بېځايه کړي دي، او د امريکايي بې پېلوټو الوتکو په بمباريو کي څه د پاسه ٧٠٠ ملکي پښتانه تلف سوي دي.
اوس نو، سوال دا دى چي د اوباما حکومت بايد څه کړي؟
په نظامي لحاظ، متحده ايالات بايد خپلي بمبارۍ ختمي کړي. ځکه همدا ړندې بمبارۍ په پښتنو کي د خارجي قواوو پرخلاف خښم او قهر را پارولى دى. همدې بمباريو القاعدې او نورو جهاديسټانو ته ددې فرصت برابر کړى دى چي د امريکا د ماتولو خوب او خيال په سر کي وروزي.
په سياسي لحاظ، د متحده ايالاتو پاليسۍ بايد داسي جوړه سي چي د پښتنو غوښتني منعکسي کړي. مانا دا چي پښتانه د پنجابي حاکميت په مقابل کي غښتلي کړي.
د فاتا پښتانه پر خپلي ازادۍ مين دي، او د اسلام اباد حاکميت يې نه خوښېږي. د بين المللي بحران گروپ د مارچ ١٣ رپوټ وايي: د فاتا پښتانه غواړي چي د صوبه سرحد له پښتنو سره يو ځاى سي.
متحده ايالات بايد د صوبې سرحد او فاتا د پښتنو د يو ځاى کېدو غوښتني تاييد کړي، او وروسته د بلوچستان او پنجاب پښتني سيمي د “پښتونخوا” په يوه واحد او يوموټي ايالت کي سره راغونډ کړي، او د هغوى د خود مختارۍ له غوښتنو څخه ملاتړ وکړي.
په عين حال کي، د پښتني سيمو لپاره د متحده ايالاتو مالي او بشري مرستي بايد اسلام اباد ته ور نه کړه سي، بلکي بايد له اسلام اباد څخه وغوښتل چي همدا مرستي د صوبي سرحد د حکومت په موافقې او مشورې ووېشل سي.
القاعده او “خارجي جنگيالي” چي مطلق اکثريت يې عرب دي، د ځايي طالبانو ملاتړ ته اړتيا لري. القاعده نړيوال ټروريسټي اجنډا لري، خو اکثره طالبان محلي غوښتني لري. طالبانو متحده ايالاتو ته خطر نه دى مخامخ کړى. نو بنا، متحده ايالات بايد د عوامي نشنل پارټۍ د سولي د تجويز ملاتړ وکړي. عوامي نشنل پارټۍ يو سيکولر گوند دى چي غواړي ځايي طالبان او القاعده سره جلا کړي. په بل عبارت، پوځي عمليات بايد يوازي او يوازي نهايي چاره وي.
عمومي مفکوره دا ده چي بالاخره به يا پښتون نشنلزم کاميابه کېږي او يا به اسلاميسټان ميدان گټي. مگر په واشنگټن کي د پاکستان د سفير حسين حقاني په وينا د يوه “اسلامي پښتونستان” د جوړېدو نظريه هم امکان لري. په ٢٠٠٧ کي، په واشنگټن کي د پاکستان پخوانى سفير، محمود علي دوراني، ويلي وو، “زه هيلمن يم چي طالبان او پښتون نشنلزم سر گډ نه سي. که چيري دا کار وسي، موږ ختم يو. موږ دې شي ته ډېر ور نژدې سوي يو.”