د امريکا جمهور رئيس بارک اوباما اعلان کړی دی چي اجازه به ور نه کړي د ابوغريب او بګرام د زندانو د بنديانو د شکنجې او عذاب هغه عکسونه چي د امريکايي پرسونل لخوا اخيستل سوي وه خپاره سي . تېره چارشنبه د سپيني ماڼۍ وياندرابرت ګيبس، په يوه بېړني اقدام کي دغه خبره وکړه چي د عراق او افغانستان د بنديانو ټول ۴۴ عکسونه به د امريکا و ستري محکمې ته تسليم کړي خو نوموړي د خبريالانوو پوښتونو ته قانع کوونکی ځواب او وضاحت ور نکړای سو . د اوباما دغي جنجالي پرېکړي و ښوده چي نوموړی د لومړي ځل دپاره د جمهوري غوښتونکو، د پوځ او د مخفي سازمانو و فشار ته تسليم سوی دی . ويل کيږي چي دغي پريکړي په امريکا، اروپا او آسيا کي د بشري حقوقو دفعالانو اعتراض را پارولی او زياتي او بېساري نيوکي يې و اوباما ته متوجه کړې دي . په ياده دي وي چي په کال ۲۰۰۴ کي د عراق د ابوغريب په زندان کي د امريکايي پوځي مستنتقينو لخوا د عراقي بنديانو د ناانساني شکنجو ځيني عکسونه خپاره سوي وه چي پراخه نړۍ واله کرکه يې را وپاروله خو تر اوسه ددې زندانيانو د هغه فجيع او وحشيانه شکنجو زيات شمېر عکسونه لا نه دي خپاره سوي . يوه مياشت مخکي پنټاګون، په نړۍ کي د بشر ي حقوقو د مدافعانو د فشار په وجه ودې خبري ته تسليم سوی وو چي د عراق د ابوغريب او د افغانستان دبګرام په زندانو کي چي امريکايي پوځيانو د بنديانو د شکنجې نه کوم عکسونه اخيستي وه هغه به په يوه مجموعه کي خپروي . د بشري حقوقو د مدافعانو هدف چي په يوه مجموعه کي يې ددې عکسو پرخپرېدو ټينګار کاوه داوو چي د جورج بوش په دوران کي د بشري حقوقو د نقض يو تاريخي سند پاتي سي .