د 2009 ميلادي كال د مې د مياشتې په 14 نېټه ، د روسيې او افغانستان د مناسباتو په اړه گډه جرگه (فوروم) د دواړو هېوادونو تر منځ د ډيپلوماتيكو اړيكو د نوييمې كاليزي په مناسبت د روسيې په پلازمېنه مسكو ښار كې جوړه شوه.
په دغه جرگه كې د روسيې او افغانستان د اسلامي جمهوريت د دولتي مشرتابه استازو،(د افغانستان له لوري د ولسمشر مرستيال ښاغلي كريم خليلي، د مخدره توكو پرضد د مبارزې وزير ښاغلي جنرال خدايداد، د اطلاعاتو او كلتور وزارت مرستيال ښاغلي غلام نبي فراهي ، د ښوونې او روزنې وزارت مرستيال ښاغلي محمد صديق پتمن او د روسيې له لوري د روسيې د وزيرانو د شورا ښاغلي ايگر ايوانوويچ سېچېن، د امنيت د شورا رئيس ښاغلي نيكولاى پاتروشوف، د مخدره توكو پرضد د مبارزې د ادارې رئيس ښاغلي ويكتر ايونوف ) د دواړو هېوادو د ولسي جرگو او مشرانو د جرگو غړو، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو، پوهانو، ښوونكو، څېړونكو، ژورنالستانو او خصوصي پانگه والو برخه اخيستې وه.
جرگه د نادولتي (خپلواكې ) مؤسسې ( د روسيې د دموگرافۍ ، مهاجرتونو او سمه ييزې پرمختيا انستيتوت ) له خوا د روسيې او افغانستان د دولتي مقاماتو په نژدې همكارۍ او په روسيه كې د ميشتې افغاني ټولنې په فعاله ونډه جوړه شوه او كار يې په دريو څانگو كې تنظيم شوي و .
الف – د اقتصادي اړيكو سكتور ،
ب – د كلتوري او بشري همكاريو سكتور،
ج – د امنيت د تامين په برخه كې د گډو همكاريو سكتور .
د سياسي چارو شنونكي دغه گډه جرگه د دواړو هېوادو تر منځ د متقابلې همكارۍ د ټينگښت په لار كې مهم گام بولي، ځكه د لومړي ځل لپاره يې د دواړو هېوادونو هغو با اعتباره شخصيتونو ته د ازاد ډيالوگ لاره هواره كړه ، چې هم مختلفو سياسي او ټولنيزو هويتونو ته منسوب دي او هم دمشكلاتو د حل لپاره مختلف دريځونه لري .
جرگې د لومړۍ ورځې په غونډه كې د افغانستان سياسي – جغرافيايي موقعيت له اقتصادي ، بشري او فرهنگي پلوه خورا مهم وارزاوه او دغه هېواد يې ددريو بشري حوزو (جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا او منځني ختيځ) تر منځ د وصل كړۍ وبلله ، ټينگار يې وكړ ، كه له افغانستان سره مرسته وشي چې ، له خپل دغه موقعيت څخه په تېره بيا د تجارتي ترانزيت په برخه كې كار واخلي نو نه يوازې داچې د افغانستان او سيمې له اقتصادي ودې سره به مرسته وكړي ، بلكې سيمې او نړۍ ته به د ثبات د راوستلو تر څنگ له ترهگرۍ او مخدره موادو سره د مبارزې هڅه گړندۍ كړي .
جرگه دبه د مې تر 18 نېټې پورې په همدغو څانگو كې بحث او ليدنو كتنو ته ادامه وركړي او په پاى كې به يو پرې:ړه ليك تصويب كړي .