کور / شعر / غزل

غزل


په مېنه چه دی ماته راکتلې دې
کله می زړګې څخه وتلې دې
ېاره ولی بېا دی شونډی کښلی دی
تا چه څه وېلې ، ما منلې دی
چا لېدېلی چرته په هجران کی دې
ستا چه په وصال کی ما لېدېلی دې
خداېګو په دښمن به دی پېرزو نشې
ما چه ستا په مېنه کی زغملې دې
لوند ګرېوان می ګوری وایې دا ولې
زړه می چه په تاپسۍ ژړلې دې
مېنه دی انبار د ستمونو ده
ما ورته خېمې د غم تړلې دې
ورکه می خندا شوه د قسمت څخه
کله نه چه تا راته خندلې دې
اوس خو شه پخلا د (کامله ) سره
اوښکی می جرګې درته راغلې دې