کور / تازه خبرونه / ريچارډ هولبروك: ښايي طالبان پاكستان ته واوړي

ريچارډ هولبروك: ښايي طالبان پاكستان ته واوړي


د افغانستان او پاكستان دپاره د امريكا ځانګړى استازى ريچارډ هولبروك وايي پر دې اندېښمن دئ چي ښايي له افغانستان څخه د افغان حكومت او ايتلافي ځواكونو په وړاندي ولاړ جنګيالي به پاكستان ته واوړي.
ريچارډ هولبروك وايي په افغانستان كي د ۲۱۰۰۰ امريكايي پوځيانو په ډېرېدو سره ښايي په افغانستان كي جنګېدونكي طالبان د فشار له امله پاكستان ته پر شا سي او هلته امنيت خراب كړي.
د بروك په وينا په دې هكله يې له پاكستاني پوځي مقاماتو سره له مخكي لا خبري كړي چي هلته د طالبانو د نفوذ مخنيوى وكړي.
هولبروك په داسي حال كي پاكستان ته د افغان طالبانو د ممكنه پر شاتګ خبر وركوي، چي افغان چارواكي اوس هم د دوى پر ضد جنګېدونكي طالبان له پاكستان له استخباراتي كړيو څخه د پيسو او وسلو د مرستي په ترلاسه كوي تورنوي.