په کندهار کې د افغان ترک نړيوالې عالي لېسې يو زدکوونکی مهتاب الدين چې د ٢٨ هېوادونو په علمي سياليو کې يې دويم مقام ترلاسه کړی، د اراکوزيا افغان اعلاناتو شخصي شرکت له خوا د سرو زرو په مډال او يو شمېر نورو جايزو ونازول شو.
په دغه غونډه کې چې د نن د کندهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې جوړه شوې، د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د پوهنې رئيس، عزيزي بانک، اتحاد ګروپ، انصاف اليکټرونيکس استازو، فرهنګيانو، استادانو او يو شمېر زدکوونکو پکې ګډون درلود.
د افغان ترک نړيوالې عالي لېسې زدکوونکی مهتاب الدين څه موده مخکې د ٢٨ هېوادونو په علمي سيالي کې دويم مقام ترلاسه کړ. په غونډه کې مهتاب الدين ته په کندهار کې د اراکوزيا افغان اعلاناتو اوسورغر اوونيزې له لوري د سرو زرو مډال ورکول شو.
د يادې شوې غونډې په جوړېدو کې عزيزي بانک او اتحاد ګروپ ځانګړې مرسته کړې. او په کندهار کې د ځوانانو د اړيکو او معلوماتو مرکز هم په ځانګړي ډول د غونډې د مراسمو په جوړېدو کې مرسته وکړه.
د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست رئيس ښاغلي عبدالمجيد بابي غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وويل : ((ډېر خوشاله يم چې په کندهار کې علمي سياليو ته دومره پاملرنه کېږي او يو افغان زدکوونکي په نړيوالو سياليو کې دويم مقام ترلاسه کړ.))
نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت نه يوازې په علمي برخه کې له افغان زدکوونکو سره مرسته کړې، بلکې د سپورټ په برخه کې يې هم زيات مرستې کړې دي.
ښاغلي مهتاب الدين د غونډې له ګډون کوونکو او په تېره اراکوزيا افغان اعلاناتو شرکت څخه ډېره مننه وکړه چې دی او ده ته ورته نور ځوانان زدکړې او پوهې ته تشويقوي.
د يادونې وړ ده چې په کندهار کې به اراکوزيا افغان اعلاناتو شخصي شرکت هر کال د هغو کسانو لپاره _چې په علمي سياليو کې لاسته راوړنې ولري_ يوه-يوه غونډه جوړوي ،