تندر به پریوزي طوفان راځي
کله چې آه مې په دهان راځي
په زلزله به شي ورانه دنیا
چیرته چې زما دژوند داستان راځي
لږ مې په ژوند قدر ساته آشنا
چې پس له مرګه بیا ارمان راځي
په مجبوري چې وطن نوي پریښۍ
هر ګړۍ قهر به په ځان راځي
ځما جنګ ځپلې ځما وران وطنه
سوله دې کله په دامان راځي
هرخوا لګیا دی ورانوي دې خلک
په جوړولو به کوم ځوان راځي
دمظلوم آه تیز دی فولاد زوبوي
طاهري ځان ساته چې ګران راځي