کور / تازه خبرونه / خوست:نن بيا ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته کړه

خوست:نن بيا ځانمرګي بريد مرګ ژوبله رامنځته کړه

له خوسته د لراوبر همکار د خبر له مخي نن سهار اته بجې په خوست کي په دوهمه ورځ بيا يو ځانمرګی بريدترسره سو ، اووه تنه پکښي وژل شوي او يوويشت نور ټپيان دي.

خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي بريد د يوه موټر بم پذريعه ترسره سو چي چلوونکي يې هم ځان پکي والوزاوه .

دوى وايي، چې مړه او ژوبل نور ټول عادي كارګر او مزدوران دي، يوازې په ټپيانو كې دوه هغه ځانګړي افغان سرتيري دي، چې له بهرنيو ځواكونونو سره يې کار کاوه .
بريد د كرولا موټر په وسيله شوى

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې بريد كې يې تر دېرشو پورې افغان او بهرنيو ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.