خوب وو د احساس
خووب وو د هستی
خوب وو د یو ژوند
بیداری وو او مستی
خوب کی شرق وو لمر وو
د سهار زیری نه خبر وو
هری خواته یو بل انسان
د ټول زړونه پاک په ایمان
ما لیده په شین سهار
هرشی در لود رنګ د بهار
سهار ویشه د آزادی به کلام
د چا نه علیک،دچا نه سلام
په شین سهار پالل داړیکو
پړاخ نظر ګالل د اړیکو
ګډا وو هری خواته
خوله په خندا هری خواته
بی ژبی معرفت وو روان
انسان هر جا ته وویل انسان
ضالم نه وو چه مظلوم دیر شی
یا عادل په پتو سترګو هیر شی
سهار وو او شوق دبهار
زما ژوند یوه شیبه وه
یو سهار ،یو بهار،
یوه شیبه یوه دیدار………….