بېنظير بوټو تر مرګ درې ساعته مخکي له افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبري اتري وکړې ، ولسمشر حامدکرزی دا وخت پاکستان ته په رسمي سفر تللی و .
افغان ولسو مشرحامد كرزي وروسته له هغه چې دبې نظېر بوتو په وژنه خپر شو يوې بېړنۍ خبري غونډي ته دوينا پر مهال وويل چې مېرمن بوټو داسلامي نړۍ يوه زوره وره لور وه او ښاغلي كرزي دايادونه هم وكړه چې هم دانن يې له مېرمن بوټو سره ليدلي او دده په خبره چې په افغانستان كې دسولي غوښتونكې وه .
ولسمشر وويل چې دبېنظيري په وژنه سخت خوابدى دى او نن يې دهغې ترمرګ وروسته خپله خواخوږي دمېرمن بوټو له مېړه اصف علي زرداري سره پرټليفون ښودلې ده . دبېنظير بوټو په وژنه دنړۍ له بېلا بېلو هيوادونو څخه غبرګونونه راغلي اودنړۍ په ګوټ ګوت كې دراول پينډۍ ننى ځانمرګى بريد سخت غندل شوى دى .
د بېنظير بوټو د مړيني له شېبې څخه راوروسته ټول وروستي خبرونه د لراو بر ويبپاڼي د بهرنيو خبرونو په برخه کي او پيښي د مهال ژوندي تصويرونه د لراوبر د ويډيو په برخه کي وګورئ !