دا چې ټولو ته ښه مالومه ده چې افغانان دتېرو دېرش کلنو جګړوله امله له خوارۍ، بېوزلۍ، ناپوهۍ اوسختو کړاوونو سره مخ شول، داسي کړاوونه چې د هيڅ افغان به په هېرولو هم هېر نه شي، خو دا چې اووه کاله مخکې د نړيوالې ټولنې په مرستې او پاملرنې په افغانستان کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره، بيا انتقالي او ورپسې انتخابي دولت جوړ شو، نو د ټولو افغانانو په زړونو کې يو ځل بيا د هيلو غوټۍ وغوړېدې، چې ګوندې نور د جګړو، او ځانځانۍ د ستونزو او کړاوونو لړۍ ختمه شي، ګران هيواد افغانستان به سمسور شي، افغان زلمي به د پوهې په ګاڼه سمبال شي، او له نورې نړۍ سره به سيالي کوي، هيواد به د نړۍ د پرمختللو هيوادونو په کتار کې راشي.
د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې تر يوه حده دا کارونه وشول، ښوونځي د زده کونکو پر مخ پرانيستل شول، روغتيايي مرکزونه تقويه شول، او د بيارغونې پروژې پيل شوې، خو غزنى چې د طالبانو تر سقوط وروسته د حزب اسلامي او حرکت ګوندونو د پخوانيو جګړه مارانو او لوټمارانو لاس ته لوېدلى وو، په هماغه پخواني حالت پاتې شو، دغو پخوانيو قوماندانانو چې له پخوا څخه د غزني پر بېوزلو خلکو باندي په ظلم کولو باندې اموخته شوې وو، نه غوښتل چې هغه بوديجه او پيسې چې دې ولايت ته د بيارغونې او نورو پرمختيايي چارو لپاره راتلې ددوى له جېبونو پرته پر بلې خوا لاړي شي، او ددوى همدا ظلم وو چې د غزني بېوزلې ماشومان د پوهې له برکت څخه بې برخې پاتې شول، خو دا چې ددوى به ښوونې او روزنې سره څه ظلم وو، هغه دا وو چې دوى له تېرو دېرشو کلونو څخه دا هڅې کړيدي چې دا خلک چې دوى ورباندي هغه د چا په اصطلاح پاچاهي کوله بې تعليمه پاتې شي، او دوى يې د غلامانو په توګه وکاروي، او ددوى هره ناروا ورته روا کړي.
دغه جګړه مارې ډلې چې په غزنې کې په غلاوو، شوکو، داړه ماريو او نورو ناوړه کړنو مشهوري دي، دا هڅې جاري وساتلې، له دوى څخه يې مهم مشران د غزني ولايتي شورا او د هيواد ولسي جرګې ته ځانونه کانديد کړل، او د زور او پيسو پر مټ او درغليو يې په نوموړو انتخاباتو کې ځانونه بريالي کړل، او له تېرو څلورو کلونو خو دوى د غزني استازي نه بلکي د غزني د ټولو چارو ټېکه داران دي، او کله چې به مخکې غزني ته کوم والي معرفي شو، نو دغې ډاړه مارې کړۍ به د يوه سازش له مخې له والي سره د هرڅه پرېکړه وکړه، د پخوانيو واليانو غلاوي او د ملت پيسې به ددوى او والي تر منځ سره شريکې وې.
خو کله چې به ددوى او د مخکنيو واليانو د همدغو ونډو پر سر کومه لانجه راغله نو بيا به دوى په ولايتي شورا او ولسي جرګه کې شور او غوغا جوړه کړه، او د والي به يې رسماَ شکايت وکړ، کله چې دغه لوټماره کړۍ د غزني د استازو په توګه ولايتي شورا او ولسي جرګې ته تللي دي نو غزني په پنځو واليانو نازول شوى دى.
له شېرعلم ابراهيمي څخه به يې پيل کړو، شېرعلم چې کله غزني ته د والي په توګه راغى نو سمدستي له دغې کړۍ سره په سلا او مشورو په غزني کې د بيارغونې لړۍ چې له مخکې هم خورا پڅه وه په ټپه ودرېده، او د همدغه شېرعلم په وخت کې په لومړي ځل په غزني کې د دولت پر ضد مخالفت پيل شو، خو کله چې شېرعلم د مرکزي دولت له خوا په درغلۍ او غلا تورن شو نو سمدستي له دندې ګوښه کړاى شو، نو ولسمشر کرزي د غزني ولايت د همدغو تش په نامه استازو چې که په راتلونکي کې اړتيا وه نومونه به يې هم واخلم،په مشوره غزني ته معراج الدين پټان د والي په توګه معرفي کړ، پټان هغه څوک دى چې د ولايت په موده کې يې د غزني امنيتي وضيعت بيخي له ګواښ سره مخ وو، او د طالبانو له لوري د کوريايي وګړو تښتول ددغه سړي د ولايت په موده کي تر ټولو شرمونکې پېښه وه، او په دغه دوره کې وسله وال طالبآن پر دې وتوانېدل، چې غزني ښار ته په ډاډه زړه راشي، او خپل شرطونه دولت ته وړاندي کړي، له پټان وروسته فيضان چې د حزب اسلامي يو پخوانى جګړه مار قومندان وو، او په سيمه کې د ليوني قومندان په نامه يادېده، او د ډېرو بې ګناه خلکو په وژلو تورن وو، راغى که څه هم فیضان درى مياشتې ولايت وکړ، په دريو مياشتو کې له خپلې ټولې کورنۍ سره حج ته ولاړ او څلوېښت ورځې يې هلته تېرې کړې، کله چې له حج څخه راغى سمدستي يې په ٥٠٠٠٠٠٠ افغانۍ کوژده وکړه، او وروسته د مرکزي دولت له خوا د خورا ډېرو پيسو په غلا تورن شو، او له دندې ګوښه کړاى شو، تر هغه وروسته شېر خوستى راغى چې د افغانستان له وضيعت سره بيخي بلد نه وو، او د غزني امنيتي وضيعت دومره ورسره خراب شو، چې طالبان د غزني تر ښاره پوري را ورسېدل، او له ښار څخه دولتي کسانو ټولو کابل ته کډې په شا کړې.
په دې وخت کې ولسمشر کرزى اړ شو چې د غزني لپاره په لومړي ځل ښه او مناسبه پرېکړه وکړي، او هغه دا چې غزني ته يې ډاکتر محمدعثمان عثماني د والي په توګه را ولېږه، ښاغلي عثماني د خپل کار په لومړۍ ورځ له خلکو سره ژمنه وکړه، چې يوازينۍ موخه يې د غزني آبادول او سمسورول دي، او همداسي هم وشول، د ډاکتر عثماني په زيار د غزني امنيتي وضيعت په ډېره لږه موده کې کنترول کړاى شو، او طالبان چې د غزني تر ښاره پوري رسېدلي وو له ښآره وشړل شول، او د ښار امنيتي پوستې تقويه شوې، همدغه خلک چې اوس د والي عثماني په مخالفت کې ولاړ دي، د طالبانو له ګواښ څخه يې کډې پر شا وې او د کابل پر لوري يې منډې وهلې، ډېر ژر ټولې ولسوالۍ فعاله شوې او په ټولو ولسواليو کې پوره او ډاډمن امنيت تامين شو، له خلکو سره اړيکي زياتې شوې، د غزني د مشرانو او سپين ږيرو په منځګړتوب د غزني تړلي ښوونځي بيرته پرانيستل شول، د بيارغونې پروسه په ډېره چټکۍ پيل شوه، چې د غزني د ښار سړکونه، ښوونځي، زيارتونه، پارکونه، او استنادي دېوالونه د والي عثماني په ځانګړې پاملرنه ورغول شول. او په ټولو ولسواليو کې د ملي پيوستون پروګرامونه پيل شويدي.
همدارنګه په ولسواليو کې د بيارغونې ګڼې پروژې پيل شوې، چې په هغه کې هم سړکونه، د ښوونځيو ودانۍ، روغتيايي مرکزونه، د ولسواليو ودانۍ او نور ورغول شول.
د غزني په فرهنګي وضيعت کې د پام وړ بدلون د يادولو وړ دى، سنايي اونيزې چې د غزني دولتي خپرونه ده د کميت او کيفيت له امله بډايه شوه، د غزني راديو تلويزيون خپرونو ته ځانګړى پلاوى وټاکل شو، او راديو تلويزون ددې جوګه شو چې معياري خپرونې وکړې، همدارنګه د ژبو د تعادل هم په نظر کې پکې نيول شوى دى.
نو دې ټولو فعاليتونو ته په کتو سره که بيا هم څوک د ښاغلي عثماني مخالفت کوي، نو هغوى هرومرو د غزني د خلکو دښمنان دي، او د غزني بياودانول او سمسورتيا نه شي زغملاى، ځکه په پورته يادو شويو کارونو کې تېرو واليانو يو هم نه دى ترسره کړى، خو دا چې اوسني والي په لنډه موده کې دومره ډېر فعاليتونه اجرا کړي دي، د غزني د بچيانو لپاره يې د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړېده، د بيارغونې پروسه يې پيل کړې ده، نو دا ټول د ښاغلي عثماني مينه ده زموږ له هيواد سره.