کور / تازه خبرونه / چاريکار: دويم ښځينه ښوونځى هم مسموم کړل سو

چاريکار: دويم ښځينه ښوونځى هم مسموم کړل سو

 نژدې پنځوس تنې نجوني چي په يوه ښځينه ښوونځي کي په ډله ييزه توګه مسمومي کړل سوي وې، يوه سيمه ييز روغتون ته د درملني لپاره راوړل سوې، د يوه ډاکټر په وينا دا د يوې مياشتي په اوږدو کي دويمه ورته پېښه ده.
دغه پېښه دافغانستان د شمالي ښار چاريکار په اورا جليلي نومي ښځينه ښوونځي کي رامنځته سوې ده.
رويټرز خبري اژانس ته د روغتون پر بستر د يوې پرتې ژوبلي اوولس کلني زدکوونکي نجلۍ له خوا وويل سول چي وروسته له هغه چي يو غيرمعمولي بوى مو تر سږمو او ورسره سم مو سرونه راباندي وګرځېدل د مکتب د مدير له خوا د ټولګيو څخه د وتلو امر راته وسو.
نوموړي، چي نورجهانه نومېږي، زياته کړه:
(زما دا يقين دى چي دغه کوم چا قصداً او د نجونو د تعليم د مخنيوي په موخه ترسره کړى دى، مګر له دې سره له والدينو څخه په کلکه غوښتنه کوم چي له دې ظالمانه پېښې سره بې زړه نه سي او خپل ماشومان له ښوونځيو راونه ګرځوي.)
په يوه بله خونه کي يوه مور د خپلي بې هوښه لور د بستر په اړخ کي ناسته ده او په ژړا-ژړا يې تندى ورموښي. د هغې پر شاوخوا څو نوري بې حاله او ناروغي ټولګيوالي هم پرتې دي.
پر يوه بل بستر پرتې يوويشت کلني نبيلې وويل:
(زه پر درس لوستلو بوخته ومه چي ناببره مي يوې ټولګي والي هوښ وبايلى او راغوځاره سوه). په افغانستان کي د کلونو-کلونو اوږدو جګړو او ناراميو له امله ماشومان ډېر ځله تر طبيعي وخت ډېر وروسته له ښوونځي څخه فارغيږي.
نوموړي پسې زياته کړه چي د غرمې د يوولسو بجو مهال مو صنف د يوې حشره وژونکي دوا په څېر بوى څخه ډک سو او ځينو نجونو په استفراقونو پيل وکړ.
سيمه ييزو پوليسو په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.