د کابل جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولایت اړوند د خيروخېل په سيمه کې د يوې ترافيکې پېښې په ترڅ کې ۸ تنه ټپيان شول. د لغمان د ترافيکو مدير صمد خان وايي چې پېښه د سراچه ډوله او ټونس موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوېده. د نوموړي په خبره ټونس له يو پله نه لاندې لوېدلی چې ۸ تنه پکې ټپيان شوي او د دوو تنو روِغتيايي حالت مرګونی دی. د کابل جلال اباد پر لويه لاره دې ته و رته ترافيکي پېښې مخکې هم رامنځته شوي دي چې ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.