کور / تازه خبرونه / رحمان ملك:كه يو تروريست پاتې وي، هم به عمليات روان وي

رحمان ملك:كه يو تروريست پاتې وي، هم به عمليات روان وي


د پاكستان د كورنيو چارو سالاكار وزير رحمان ملك له امريكې څخه د راستنيدو پر مهال د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې په هغو سيمو كې چې همدا اوس جګړه روانه كه يو تروريست هم پاتې وي، نو د دوى عمليات به روان وي. ملك زياته چې د م ګړى د ملكنډ په جګړه كې اوه سوه امنيتي ځواكونه وژل شوي، او شل نور ټپيان شوي دي. په سوات كې وروسته له هغه اوربند مات شو چې د پاكستان د ولسمشر اصف علي زرداري تېره مياشت له پاكستاني طالبانو سره شرعي قانون لاسليك كړ،  خو طالبانو له همدې لاسليك څخه په ګټې اخيستلو د پاكستان مركز اسلام آباد سل كيلومترۍ ته ځانونه نژدې كړل، له همدې امله له تيرې اونۍ راپه دې خوا پاكستاني امنيتي ځواكونو پر نوموړې سيمه عمليات پيل كړل چې پكې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د سېمې په زرګونو كورنيو د جګړې له ويرې خوندي سيمو ته كډه كړې ده.